No-IMG

د شهيد مولوی عزت الله محب د کورنۍ او شهادت دردوونکۍ کيسه

محمد اصف حکيم

 

خور یې وایی :

پلار می مریض ؤ ،ورور می سهار وختی له کوره دننګرهار په طرف وخوځېد تر څو می پلار ډاکټر ته یوسی ،١١ بجې شوی مور می راته وویل لوری ته دي ورور ته زنګ و وهه چی چیر ته ورسیده.

وایی زنګ می ورته وواهه تلیفون یې خاموش ؤ فکر مو وکړ شاید موبایل یې چارج خلاص کړی وی ،ځه وروسته به ورته زنګ و وهم ،شپه شوه مور می بیا راباندی غږ کړ لورې ته دی ورور ته زنګ و وهه چی موبایل یې خلاص شو او کنه؟

موبایل ته می بیا بار بار زنګونه ووهل خو د ورور تلیفون می جواب نه وایه ،په زړه مو ساړه ننوتل د ژمی دا اوږده شپه را باندې لکه د کال تیره شوه، سهار می مریض پلار ته زنګ و وا هه چی لالا می پرون ستاخواته درغلی خو له پرون راهېسی يې موبایل بند دی.

مریض پلار او ورورمی پنځه ورځې مسلسل یوه خوا بله خو ا ورپسی وګرځيدل خو پيدا یی نکړ

مجبوره شوم د ورور واټساپ نمبر ته می غږیز پيغام پریښود چی د خدای په خاطر راته و وایی چی ورور می چیرته دی ، که مو مړ کړی وی هم راته و وایی .

وایې د جمعې په شپه راته د ورور له نمبر مسج وشو ، چیغه می کړه چی هله موری د لالا نمبر می خلاص شو مسج راغي چی مسج می خلاص کړ پکی یی لیکلی ؤ:

مولوی عزت الله مو درته مردار کړ فلانې ځاې کی یې مړ ی پروت دی ورشی انتقال یې کړی .

وایې زړه می راغټ کړ پلار ته می زنګ وواهه چی پلاره  د ر ب رضا خو به منی ،ویل یې ولی نه لوری وایه څه خبره ده ؟

ورته می کړل پلاره لالا می شهید شو ، جسد یې فلانې ځاي کی پروت دی

ویل یې لوري شهادت يې تاسی او ټولی کورنۍ ته مبارک وی د رب رضاء زمونږ په سر سترګو قبوله ده.

شهید مولوی عزت الله د شنبی په ورځ ١١ بجې نیول شوي ما سپېښين په ٢ بجی شهید کړاي شوي ، کورنۍ يې جسد ٦ ور ځې وروسته د جمعې په ورځ پيدا کړ چی لا یې هم له زخمو نو وینې بهیدی ، د جنازی لمونځ يې د خپل پلار په امامت ادا  او خاورو ته وسپارل شو.

روح یې ښاد ،شهادت یې قبول ،جنت یې ځای شه !

إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّـا إِلَيْهِ رَاجِعونَ

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک