No-IMG

عزت او زلت

قال الله (عزوجل): قُلِ اللَّهُمَّ مَالِكَ الْمُلْكِ تُؤْتِي الْمُلْكَ مَنْ تَشَاءُ وَتَنْزِعُ الْمُلْكَ مِمَّنْ تَشَاءُ وَتُعِزُّ مَنْ تَشَاءُ وَتُذِلُّ مَنْ تَشَاءُ بِيَدِكَ الْخَيْرُ إِنَّكَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ .( العمران: ۲۶)

ژباړه: ووایه!: اې باري ربه! دواکمنۍ واکداره! دا ته ئې چي چاته وغواړې واکمني ورکوې او له چاچي وغواړې دواکمني(جامه) بیرته ترې باسې، چې چاته وغواړې عزت ورکوې او چي څوک وغواړې سپکوې ئې، ښیګڼه ټول ستا په لاس کي ده، بې شکه چي ته په هرڅه قادر يې.

عزت او زلت دالله(عزوجل) له لوري دی، چاته ئې چې واغواړي ورکوي ئې، له چائې چې وغواړي بیرته ئې ترې اخلي .

داسي مه انګیرئ چې په اقتدار، پانګې او شهرت کې عزت وي، په ناتواني اوناداري کې زلت.

د ډیرمال، زور او واکمنۍ خاوندان زلیل او ډیر ناتوانه او ناداره دسترو عزتونو خاوندان وي.

تل مو په یاد وي چې دعزت او زلت پریکړي د حکیم او قدیر ذات(جل جلاله) له لوري صادریږي، نه دبل چا واک شته اونه زور، ډیر د واک او قدرت خاوندان په شیبو کې زلیل او رسوا شي، ډیر ناتوانه او ناداره دعزت لوړې درجې تر لاسه کړي.

د دې مبارک آیت په شان نزول کې د ټولو کفارو او منافقینو لپاره د الله سبحانه وتعالی د حقانیت ستره معراج پروت دی.

د بدر او احد له غزواتو وروسته، دمسلمانانو ورځ تر بلي قوت په ټول جزیرت العرب کې ویره خوره کړه، چې یو ناتوانه او نا داره بنده، هغه چې له خپل کلی او کوره ویستل شوی ، د سترو نظامي او اقتصادي قوتونو مقابله کوي.

یهود، نصارا او مشرکین دیته تیار و چې په هره بیه وي دا ویره ختمه او عاملین ئې له منځه یوسي، په همدې اساس دبیلا بیلو مفکورو او دینونو خاوندان دیو هدف لپاره سره متحد شول چې په مدېنې منورې یرغل یوسي مسلمانان له تیغه تیر، ابادي ئې په کنډوالو بدل او دارائې ئې تارج کړي، په دې تر تیب نور باید دمسلمان نوم او نښان پاتي نه شي.

په ظاهره  د دې اتحاد په وړاندي(چې په نظامي ، افرادي قوت او اقتصادي توګه دمقابلې اټکل محال ښکاره کیده) مقاومت خپله هلاکت، تباهي او بربادي ګڼل کیده .

د بیلا بیلو نظامي ، بشري او اقتصادي قوتونو دا اتحاد  په ډیرغرور، شور، ځواک او یقین سره په مدېنې منوري په دي نیت یرغل وکړ چې نور به د مسلمانانو نه نوم وي او نه نښان.

قرآنکریم دې غزا ته (غزوه احزاب) او تاریخ کې ورته (غزوه خندق) ویل شوی.

له بل لوري چې سیدنا حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) له حالاتو خبر شو له صحابه ئې کرامو سره ئې مشوره وکړه، پریکړه پر دې وشوه چې د دښمن دیرغل په لار کې داسي خندق وکني چې تیریدل ورته ستونزمن بلکه ممکن نه وي، د مدېنې منوري په لار کې د خندق کیندلو پریکړه داسي وشوه چې هرو لسو تنو ته به څلویښت ګزه( ګز یعني یو لاس) زمکه ورکوي چې داسي پلن او ژور خندق و کندل شي چې دښمن  پرې د تیریدو زړورتیا ونکړي، او دا کار باید په لنډو ورځو کې تر سره شي.

دخندق ویستو په جریان کې چې کومې معجزي څرګندي او دالله سبحانه وتعالی ښکاره نصرت د صحابه ئې کرامو په برخه شو، چې حتی د دې فرصت ئې نه درلود چې په ارامه کیني خواړه مصرف کړي او یا د قضای حاجت لپاره لري ولاړ شي، په ولږه او تنده ئې کار ته ادامه ورکوله، صحابه کرامو په خپلو لاسو داسي ستر کار تر سره کړ چې نن ئې په سترو ماشینو او تخنیکي ابزارو په داسي لنډ وخت کې تر سره کول محال بریښي، دابیل درس دی، خو دلته دهغې واقعي یادونه کوو کوم چې د خندق ویستو په جریان کې داسي سترکاڼی(ګټ) ښکاره شو چې نه ماتیده اونه ئې د لرې کولو امکان وو، دکومو صحابه ئې کرامو دکارپه سیمه کې چې دا ګټ ښکاره شوی و، د ډیر زیار او زحمت باوجود ئې نه د ماتولو څه چاره تر سره شوه اونه ئې د لري کولو، مجبور شول چې یو تن حضرت رسول الله(صلی الله علیه وسلم) ته واستوي، له ستونزمن حال ئې خبر کړي، دوی حضرت سلمان فارسي (رضی الله عنه) دې خبر لپاره واستو.

حضرت رسول الله(صلی الله علیه وسلم) دیو فرد په توګه په خندق کې کار کوو، چې خبر شو هلته ئې تشریف یووړ، داوسپني ستر څټک( ګودال) ئې په خپلو مبارکو لاسو کې واخست په لمړي ګذار سره  داور شغله پورته او رڼا ئې خوره کړه، دې سره د کاڼي یوه څنډه هم ماته شوه، رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) وفرمایل: په دې رڼا کې ماته د فارس د سترو ودانیو آبادي ښکاره کړی شوه.

د دویم ګذار سره بیا شعله وچته شوه،رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) وفرمایل دي رڼا کې ماته دروم سرې سرې ماڼي او محلونه وښودل شو،دریم ګذار سره شعله هم لوړه شوه او ډبره هم پارچي پارچي شوه ،رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) وفرمایل: دې رڼا کې ماته د یمن(صنعا) لوړې او دنګي ماڼۍ وښودل شوي، له دې وینا سره ئې زیری ورکړ چې، جبرائيل(علیه السلام) ماته خبر راکړ چې کومې سیمي او ودانۍ ماته وښودل شوي زما اُمت به پر دې سیمو غلبه بیامومي.

دمدېنې منافقينو چې دا خبر واورید خوشحاله شول چې د ټوکو مسخرو او کینې داشباع لپاره ئې ښه خبر تر لاسه کړ.

 هغه خلک چې د دښمن له وېري دخندق په کیندلو کې داسي مصروف دي چې شپه او ورځ کار کوي له خپل حال خبر نه دي خپلو ضرورتونو ته ئې پام نه شته، دخپل ځانو ساتنه نه شي کولی  دروم، فارس او یمن سیمو د فتحي خوبونه ویني.

الله سبحانه وتعالی دا مبارک آیت(قُلِ اللَّهُمَّ مَالِكَ الْمُلْكِ تُؤْتِي الْمُلْكَ مَنْ تَشَاءُ وَتَنْزِعُ الْمُلْكَ مِمَّنْ تَشَاءُ وَتُعِزُّ مَنْ تَشَاءُ وَتُذِلُّ مَنْ تَشَاءُ بِيَدِكَ الْخَيْرُ إِنَّكَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ) نازل کړ

د دې مبارک آیت ارشاد هغو مغرور او ناپوه قوتونو ته داسي یو اعلان او خبر دی چې په ظاهره توګه په مالي ،نظامي او افرادي قوت متکي او ډاډ لري، همدا ظاهري واکمني ئې غرور دې حد ته رسوۍ چې ځان دسرو سپینو او هر څه مالکان ګڼي او خپل قوت نه ماتیدونکی ګڼي ، حال داچې د افرادو،قومونو او دولتونو د قوت، واکمني او زوال کلیګاني له الله(عزوجل ) سره دي،هغه په دې قادر دی چې په ظاهره توګه ناتوانه او ناداره بندګان د واکمنې په کدۍ کینوي،له ټولونه د سترو او مغرورو واکمنانو غرورو له خاورو سره خاوري کړي.

دسیدنا حضرت رسول الله(صلی الله علیه وسلم) فدا کار صحابه کرام(رضی الله عنهم) په داسي حال کې د فتو حاتو جشن او خو ښي څرګنده کړه چې ټول ښځي او ماشومان ئې د دښمن له ویري کلابند او دوی د دښمن دیرغل مخنیوي لپاره دخندق په ویستو مجبور ول .

وړاندوینویو دبل پسي تحقق پیدا کړ او دبریاليتوبونو لړي دهمدې خندق غزانه پیلامه ونیوله، دخندق په غزا کې د صحابه ئې کرامو محدود ټولی دستر مادي قوت په وړاندي بریمن شو، د دښمن لښکري د خپلو جنګي سټو په تاوان تيښتي ته اړ شول، په سیمه کې د دوي متحد غښتلی قوم او قوت(بني قریضه) چې غوښتل ئې مسلمانان له شا په خنجر ووهي سپک، خوار او دزلت سره هرڅه له لاسه ورکړل.

الله سبحانه وتعالی صحابه ئې کرامو ته داسي بریا وي په برخه کړې چې د چا په وهم او ګمان کي نه ګرځېدي ، د نړۍ مغرورو قوتونو (روم او فارس) تخت او تاج ئې تر پښو لاندي شول، د سيمي زور واکان ئې مات کړل.

دادی څوارلس پیړۍ وروسته موږ په خپلو سترګو او حواسو د دې مبارک ارشاد د تحقق معراج ولید، دیرغلګرو او خندق ویستونکو ژوندی انځور.

امریکا او له ده سره د مغرورې نړۍ ټول شیطاني قوتونو لاس یو کړ،په ډیره بېرحمانه توګه ئې یو موټی افغانستان د تاړاک او یرغل لاندي په نیولو سره داسي په بمونو او غني شویو وسلو بمباردمان کړ چې دوژنو او وحشت خورولو په تاریخ کې بیلګه نادره نه بلکه نه لیدل کیږي.

په نظامي او اقتصادي قوت مغرور امریکايي واکمن (بش) چې ځان دټولې نړۍ ځانګړی قوت پیژنده او عملاً ئې دټولې نړۍ واکمنان وګواښل چې بقا لپاره زموږاطاعت وکړئ او یا د نابودۍ لپاره زموږ دښمن سره ودریږئ!!

په ځینو تفاوتونو دنړۍ ټول په نوم واکمنو ترې اطاعت وکړ ځینو په مالي لحاظ،ځينو د خولې په تائېد او ځینو عملاً دخپلو جنګیالیو په استولو دامریکا مرسته وکړه.

د اصیلو مجاهدینو مشران او کشران او هم هر هغه څوک چې له دوی سره ئې خوا خوږي درلوده او عملاً ئې د دوی طرف نیولی وو، او هم هغه شخصیتونه چې دامریکا یرغل ته ئې ناروا او وحشت وویل  داسي بندیزونو سره مخ شول چې په ټوله نړۍ کې ورته د پناه څرګند ځی نه وو، آمریکا او بړیڅو ئې د دوی په هکله دمرګ او زندان پرته بل نظر نه درلود.

دجهاد مشرانو ته په ټوله نړۍ کي د اوسیدو اجازه نه وه، بلکه په نوم مجاهد ته هم نه.

په ټوله نړۍ کې یو واکمن هم دحق ویلو جرأت ونه شو کړی، هغه اصول چې نړیوالو دملل متحد په نوم تصویب کړي وو، تر پښو لاندي کړل ،په بې شرمانه توګه ئې تر دیپلوماتانو چې آمنیت ئې خوندي او مصؤنیت ورکړل شوی وو، ونیول شول په قبیح حالت کې امریکائې دوزخ( ګوانتنامو) ته واستول شول،همدا راز په بیلا بیلو خطرناکو زندانونو کې دتور سرو په شمول دهر عمر افراد چې امریکا ترې دخیالي خطر احساس کوو ونیول ورک کړل او زنداني چې څرګنده بیلګه ئې د ډاکټر عافیه(صدیقي) او درې ماشومان چې دیو عمر ئې یواځي څو میاشتي وو، تر ننه زنداني اوڅه ئې لادرکه دي.

په مسلسه توګه ئې شل کاله دوحشت او دهشت ویره په ټول هیواد کې خوره کړه،  دوخت مدرن او پرمخ تللي وسلې تجربه کړي، نه ئې په انسانانو رحم وکړ نه ئې په څاروو، نه ترېنه ونې بوټې او ودانۍ په آمان پاتې شوي اونه هم کلي او ښارونه .

مدرسي، مکتبونه او حتی روغتونونه ئې ويجاړ، د ودنو او جرګو په غونډو ئې بمباردمان وکړ،لنډه داچې په سلګونو زره افغانان ئې شهیدان کړل، چې په هغو کې د یوې ورځي ماشوم نه نیولی تر بډا،بلکه دهر عمر خاوندان شامل وو.

وروسته له شلو کلونو دایمان او اوسپنې جنګ ثابته کړه چې واکمني دالله(عزوجل) دی، چاته ئې چې وغواړي ورکوي ئې او له چا ئې چې وغواړي اخلي.

دامریکا او متحدینو مخ تور پزه په خاورو ککړ په ناکامه توګه زموږ له هیواده وتښتیدل.

داسي تاریخي رسوا ئې چې په ډیر قدر، لافو او لوړ شیطاني فکر ئې پر مخ تللي وسلې راوړي، کله چې تښتیدل په خپلو لاسو ئې تباه او ویجاړ کړل.

 امریکایانو دې قبیح عمل سره ثابته کړه چې ذلیل دښمن دی، شیطان هم له داسي ذليلو کړنو نه ځان په څنګوي.

په داسي ټیټو کړنو سره په ذلت او رسوايې وتښتیدل، د توقع برخلاف په نس وږي او پښې ابلې ننګیالي په لوړ همت، چګ سر او فاتحانه توګه د عزت څښتنان شول.

هغه چې په غرور او تکبر ئې ټولې نړۍ ته د غلام او مجبور په سترګه کتل، سره له دومره پوځي قوت او اقتصادي پیاوړتیا د ذلت پیټی په سر شو.

همدلته دی چې ماته هغه وخت را یادیږي کله چې د آمریکا مغرور واکمن(بش) دنړۍ واکمنو ته په خطاب کې وویل: زموږ تر شاه ودریږئ یا زموږ په وړاندي، ټولې نړۍ ته ئې د جنګ څرګند ګواښ وکړ،د پاکستان پوځي دکتاتور(پرویز مشرف) په خپلې تلویزیوني وینا کې وویل: موږ مجبور یو چې د امریکا په اختیار کې خپلې پوځي او ملکي اډي ورکړو، که داسي ونه کړو هندوستان دې کار ته چمتو دی ، په داسي یو حالت کې به بیا قرار ولرو چې هره ورځ او شپه د هندوستان له میدانو به بم غورځونکي الوتکې په افغانستان دبمباردمان لپاره الو تنې کوي او هر ځل به یو یو بم دپاکستان په پلازمیني اسلام اباد او نورو سیمو وروي، موږ سره به نه د دفاع توان وي اونه د مخنیوی چاره، دا و دیو ذلیل واکمن توجه او دلیل...

هغوته چې دسیال په نظر لاڅه،بلکه دانسان په سترګه نه کتل کیده،د سیادت خاوندان او د عزت په لوړو ونازول شو، دیته وايي د الله رب العزت شان، چې چاته وغواړي عزت ورکوي او چي څوک وغواړي سپکوي ئې، هغه په هر څه قادر عزیز او غالب دی.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟