No-IMG

حکمتيار: ايران بايد سياست مثبت و سازنده در رابطه به افغانستان داشته باشند

متن خطبه محترم حکمتيار (جمعه 14 عقرب 1400)

الحمد لله و كفى و سلام على عباده الذين اصطفى و بعد: فاعوذ بالله من الشيطن الرجيم بسم الله الرحمن الرحيم

وَلِكُلِّ أُمَّةٍ أَجَلٞ ۖ فَإِذَا جَآءَ أَجَلُهُمۡ لَا يَسۡتَأۡخِرُونَ سَاعَةٗ وَلَا يَسۡتَقۡدِمُونَ الاعراف: ٣٤

او هر امت ته اجل ټاكل شوى، نو كله چي د دوى اجل راورسېږي؛ نه به يوه شېبه وروسته شي او نه به مخكي شي.

دلته په څو خبرو غور په كار دئ:

•             له اجل مراد د عذاب ثابته نېټه ده كه د پيدايښت او زوال ثابته نېټه؟ كه دا د عذاب نېټه وگنل شي؛ نو دا پوښتنه راولاړېږي چي هيڅوك د عذاب د نېټي رامخكي كېدا نه غواړئ، خو كه د امتونو د پيدايښت او زوال نېټه ونيول شي داسي پوښتنه نه راولاړېږي، ځكه امت په فكري بنسټونو جوړ شوي ولس ته ويل كېږي نه په قومي او ژبني بنسټ جوړ شوي ولس ته، هر امت؛ كه دا د ايمان په بنسټ جوړ شوى وي او كه د شرك او كفر په بنسټ، په خپل خپل وخت راپيدا كېږي، عروج ته رسي او زوال مومي.

•             لكه څنگه چي هر انسان د پيدايښت او مرگ ثابته نېټه لري، همداسي هر امت هم د پيدايښت او زوال ثابته نېټه لري، په خپل وخت راپيدا كېږي او په خپل وخت درومي، نه ئې د پيدايښت نېټه وروسته كېدى شي او نه ئې د زوال نېټه رامخكي كېدى شي. دا نېټې د چا د هوى او هوس په حكم مخكي يا وروسته كېږي نه؛ د الهي ثابتو سننو مطابق په خپل خپل وخت ترسره كېږي.

•             دا د الله تعالى ثابت او دائمي سنت دئ چي هر امت او ځواك ته ئې د عروج او زوال يو خاص حد ټاكلى؛ هيڅكله يو طاغوتي ځواك داسي نه پرېږدي چي د اوږدې مودې لپاره په ټولي نړۍ حكومت وكړي. قرآن داسي حالت د فساد عامل گڼي او وايي چي الله تعالى د دې فساد د مخنيوي لپاره طاغوتي ځواكونه په زوال محكوموى؛ د دوى فساد په بل ځواك دفعه كوي؛ كه نه نو ټوله نړۍ به له تباهي سره مخا مخ كېږي، د عبادت او د خداى د  يادولو او لمانځلو ټول ځايونه به ورانېږي.

•             د جوماتونو او عبادت ځايونو له ورانېدا مخنيوى او د فساد د ختمولو لپاره الله تعالى تل او د زمانې په هر پړاو كي او د هر ظالم او طاغوتي ځواك د ځپلو لپاره د مؤمنانو داسي ټولى رامنځته كوي چي الله تعالى به ئې مرسته كوي، د دې ټولى علامت او خصلت به دا وي چي كله دوى ته پر زمكه تمكين وركړى شي؛ لمونځ اقامه كوي، زكات وركوي، په معروف امر كوي او له منكر مخنيوى؛ د دې دواړو ټوليو تر منځ د تصادم پايله هم الله تعالى په خپله ټاكي؛ دا ځكه چي د ټولو چارو پايله او عاقبت ټاكل د ده په واك كي دي. قرآن فرمايي:

... وَلَوْلا دَفْعُ اللهِ النَّاسَ بَعْضَهُمْ بِبَعْضٍ لَهُدِّمَتْ صَوَامِعُ وَبِيَعٌ وَصَلَوَاتٌ وَمَسَاجِدُ يُذْكَرُ فِيهَا اسْمُ اللهِ كَثِيرًا وَلَيَنْصُرَنَّ اللهُ مَنْ يَنْصُرُهُ إِنَّ اللهَ لَقَوِيٌّ عَزِيزٌ الحج 40 الَّذِينَ إِنْ مَكَّنَّاهُمْ فِي الأَرْضِ أَقَامُوا الصَّلاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ وَأَمَرُوا بِالْمَعْرُوفِ وَنَهَوْا عَنِ الْمُنْكَرِ وَلِلّٰهِ عَاقِبَةُ الأُمُورِ41 الحج: 40- 41

... او كه هغه الهي سنت نه وى  چي ځيني خلك په ځينو نورو سره دفع كولي؛ نو حتماً به د رهبانانو عبادت ځايونه، د نصاراءو معبدونه، د يهودو معبدونه او د مسلمانانو جوماتونه؛ چي د الله نوم په كي زيات زيات يادېږي؛ ټول وران شوي وو، او الله به هرو مرو هغو ته نصرت وركوي چي د ده ملتيا كوي، يقيناً چي الله عزتمن ځواكمن دئ. هغه چي كه په زمكي كي تمكين وركړو؛ لمونځ قائموي، زكات وركوي، په معروف گمارنه او له منكراتو مخنيوى كوي او د چارو پايله د الله (په واك كي) ده

په نږدې يوې پېړۍ كي؛ د افغانانو په لاس د دريو زبرځواكونو؛ بريتانيا، شوروي او امريكا؛ ماته او زوال د همدې الهي سنت مصداقونه دي.

وروڼو خوېندو!

موږ او ټول مؤمن افغانان؛ د كابل پر 400 بستر روغتون؛ وحشيانه بريد او د مظلومو بې گناه افغانان بې رحمانه وژنه په كلكو الفاظو غندو. باور مو دا دئ چي داسي بريدونه يوازي د هغه چا كار كېدى شي چي نه پر خداى ايمان لري، نه له اسلام سره كوم تړاو، نه اسلام ته ژمن دئ او نه ئې جنگ د اسلام او كوم سپېڅلي هدف لپاره دئ؛ اجرتي قاتل دئ او د مرموزو پليتو كړيو د ناولو موخو لپاره جنگېږي.

په جوماتونو بريدونه، د جَمعي لمانځه په په وخت كي چاودني، د علماءو، امامانو، خطيبانو، مجاهدينو او اسلامپالو شخصيتونو؛ مرموز او هدفي ترورونه؛ د هغو كار دئ چي پرون ئې همدا كارونه كول؛ دوى كټ مټ همغسي دي او همغه كارونه كوي چي سيكولرانو او كمونستانو؛ خاد، واد، ملي امنيت او صفري قطعاتو كول. همغه چي پرون د مفسدو حكومتونو او د دوى د بهرنيو حاميانو په ماتي او زوال منتج شول.

د قرآن له لارښوونو په څرگنده توگه معلومېږي چي يو كفري او فرعوني نظام هم په هغه صورت كي دوام كولى شي چي قانون ته التزام ولري او كارونه ئې په مشوره وي؛ د مصر ستر نظام چي په نړۍ كي ئې سيال نه درلود؛ د بېلگي او مثال په توگه وړاندي كوي؛ او فرمايي: فرعون له درباريانو وغوښتل چي ده ته د موسى عليه السلام د وژلو اجازه وركړي؛ (وَقَالَ فِرْعَوْنُ ذَرُونِي أَقْتُلْ مُوسَى وَلْيَدْعُ رَبَّهُ إِنِّي أَخَافُ أَنْ يُبَدِّلَ دِينَكُمْ أَوْ أَنْ يُظْهِرَ فِي الأَرْضِ الْفَسَادَ) غافر: 26

او په مقابل كي ئې يو مؤمن درباري چي خپل ايمان ئې پټ ساتلو ده ته وويل: (وَقَالَ رَجُلٌ مُؤْمِنٌ مِنْ آلِ فِرْعَوْنَ يَكْتُمُ إِيمَانَهُ أَتَقْتُلُونَ رَجُلا أَنْ يَقُولَ رَبِّيَ اللهُ وَقَدْ جَاءَكُمْ بِالْبَيِّنَاتِ مِنْ رَبِّكُمْ ... غافر: 28

همدا راز په همدې مصر كي د يوسف عليه السلام په اړه چي د مصر د ملك له لوري د ټول هېواد دوهم واكمن شخصيت او د ټولو خزانو چارواكى ټاكل شوى وو؛ فرمايي: غوښتل ئې خپل ورور (بنيامين) له ځان سره وساتي؛ خو د پاچا قانون دا اجازه نه وركوله؛ نو مجبور شو د خپل ورور په مشوره خاص تدبير وكاروي او د ده د پاته كېدو او له ځان سره ساتلو لار آوره كړي. يعني چي هلته قانون حاكم وو او د يوسف عليه السلام په څېر ځواكمن شخصيت هم نشو كولى يو څوك له قانون پرته بندي كړي.

وروڼو خوېندو!

د اشغال له پاى ته رسېدو وروسته؛ په ټول هېواد كي جگړه پاى ته رسېدلې؛ له دوه درې سيمو پرته په ټول هېواد كي نسبي امنيت تأمين شوى؛ ولس ئې هيله من كړى چي په نږدې راتلونكي كي به د امنيت له پلوه وضعيت مزيد ښه شي؛ خو د ننگرهار په شمول په ځينو سيمو كي د هدفي او پرله پسې ترورونو شاهد دي؛ په همدې لړ كي د شهيد مولوى عزت الله محب په څېر ستر او نوميالى شخصيت او مجاهد عالم؛ په ډېره وحشيانه او غير انساني توگه ترور شو؛ لومړى اختطاف، د اختطاف په دوران كي په وحشيانه توگه تعذيب او بيا ووژل شو او مثله شوى جسد ئې په سرخرود كي په ډاگ وغورځول شو؛ كورنۍ ته ئې په ټلفون سره اطلاع وركړه چي مړى ئې چېري غورځول شوى!! ويل كېږي چي وحشي قاتل ځينو ته ويلي چي دا مو ځكه ووژلو چي په داعش پوري تړلى وو!!   موږ دا وحشيانه قتل په كلكو الفاظو غندو، دا د هغو اجرتي قاتلانو كار گڼو چي نه ايمان لري، نه مروت او نه غيرت، غلچكي بريدونه، د يوه بې وسلې انسان نيول، تعذيبول، وژل، مثله كول او بيا ئې په ډاگ اچول او كورنۍ ته ئې ټلفون كول چي ستاسو مړى په فلان ځاى كي پروت دئ!! يوازي يو بې دين او وحشي انسان داسي كار كولى شي. له شك پرته ويلى شو چي دا اجرتي قاتلان به حتماً همغه وي چي د مخكني حكومت په دوران كي ئې هم دغه دنده درلوده؛ هغه مهال هم كمونستان، سيكولران، مفسدين او ملحدين خوندي ول؛ خو مجاهد، عالم، امام، خطيب، قومي مشر او اغېزمن شخصيتونه؛ همداسي نيول كېدل، تعذيبېدل، ترور كېدل او پر كورونو ئې بريدونه كېدل.

په ننگرهار كي چي د كومو خونړيو پېښو شاهد يو؛ دا د هغه چا كار نشي كېدى چي په زړه كي ئې يوه ذره ايمان وي او معمولي شهامت او مروت ولري.

ننگرهاريان له امارت اسلامي غواړي د دغو وحشيانه قتلونو عاملين ونيسي او د شريعت مطابق ئې د مقتولينو د ورثه وو او د خلكو په وړاندي قصاص كړي.

ننگرهار ته بايد تر نورو ولايتونو وړاندي؛ د تصفيې او څېړني هيئت ولېږل شي؛ ولس چمتو دئ چي د مشكوكو اجرتي قاتلانو نومونه هيئت ته وسپاري.

د رسول الله صلى الله عليه و سلم حديث دئ او راوي ئې عمر رضي الله عنه:  

عن عمرَ بن الخطاب قال: قال رسولُ الله صلى الله عليه وسلم: «مَن أَعانَ على قَتل مسلمٍ بشطرِ كلمةٍ، جاء يومَ القيامةِ مكتوبٌ بينَ عينيه: آيسٌ من رحمةِ اللهِ».

څوك چي د يوه مسلمان (او مؤمن) په قتل كي مرسته وكړي كه څه هم د يوه لفظ د شطر (برخي) په ويلو سره وي؛ د قيامت په ورځ به داسي راشي چي تر سترگو تر منځ به ئې ليكل شوي وي: د الله له رحمت مأيوس.

وروڼو خوېندو!

همدا راز افغانان له الله گل مجاهد سره سپك او د اسلامي معيارونو، لارښوونو او احكامو خلاف چلن محكوموي؛ پرې خواشيني دي؛ انتظار ئې دا وو چي له دې وروسته به نه صحرائي محكمې او محاكمې وي، نه خپل سري، نه د مجرم سپكاوى او اهانت، نه د قاضي له حكم او د محكمې له پرېكړي پرته د چا مجازات، دا ځكه چي د اسلامي لارښوونو او د شريعت مطاله او حكم همدا دئ؛ كه مجاهد داسي جرم كړى وي چي له كبله ئې بايد مجازات شوى وى؛ دا كار بايد د اسلامي لارښوونو په رڼا كي او له تحقيق وروسته د قاضي او مسئول ارگان له لوري شوى وى. د ده په څېر له ټولو هغو اشخاصو سره ورته معامله شوې وى چي تور او اتهام ئې سره ورته وي، له عمومي عفوي وروسته د چا پر كور بريد، له وسلو سره د هغه كور ته ننوتل، شخصي وسائط او وسائل ئې ترې په زور اخيستل، خپلوان او محافظان ئې وهل، د هغه د سپكاوي ويډيو جوړول او خپرول!! دا هغه څه دي چي يوازي ئې د كمونستانو او سيكولرانو په مذهب او مسلك كي موندلى شو. دا ويډيو ښودل د ده له مسلسل، مكرر او دائمي تعذيب سره ورته سزا او د عمومي عفوي منافي عمل ده.

وروڼو خوېندو!

دكتور موسوي د ايران د خارجه وزارت د غربي آسيا د برخي مدير وايي: به نظر مى آيد اگر طالب را با داعش متوقف كنيم؛ از لحاظ امنيتى بيشتر به نفع ما است!! كه طالب په داعش سره متوقف كړو له امنيتي پلوه دا زموږ په گټه دئ!!

په رسنيو كي د ده د دغي وينا اړوند ويډيو په پراخه پيمانه خپره شوه چي په افغانانو كي ئې اندېښنې او تشويشونه راولاړ كړي؛ هغه ويلي: په افغانستان كي خاص شرائط رامنځته شوي، د طالب په نامه يوه ډله مسلطه شوې، دا حتماً زموږ د ملي امنيت او ملي منافعو په زيان ده؛ خو څه كولى شو؛ آيا له طالبانو سره جنگ ممكن او گټور دئ؟ آيا د جمهوري اسلامي په لاس له قدرت د طالبانو گوښه كول امكان لري؟ بايد په صراحت سره ووايم چي دا كار نشي كېدى، ممكنه نه ده چي ایران د دې كار وسيله شي.

له دې پرته بله چاره نه لرو چي خاص سياست د دوى په وړاندي غوره كړو. اوس له داعش پرته داسي وسله وال ځواك عملاً په افغانستان كي نشته چي د طالبانو په خلاف وجنگېږي. يوازي داعش دئ چي له طالبانو سره جنگېږي؛ او دا لازيات بد دي؛ وايي په جهنم كي داسي ماران او لړمان دي چي دوزخيان به له لړم مار ته او له مار لړم ته پناه وړي!! موږ نن له همداسي وضعيت سره په افغانستان كي مخامخ يو!! كه د طالب مخه د داعش په وسيله ونيسو دا له امنيتي پلوه زموږ په گټه دئ!! كه څه هم موږ د طالبانو په رسميت پېژندو سره هيڅ علاقه نه لرو خو له دې پرته بله چاره نه لرو چي د نه پېژندو په اړه خپل سياست په سمه توگه مديريت كړو!! موږ پرون په تهران كي د گاونډيو هېوادو يوه جلسه درلوده؛ تېره اونۍ په مسكو كي جلسه وه؛ هلته روسان د رسميت پېژندو په اړه لږ مخكي ولاړل؛ ما په دې اړه يو ټيوټ درلود چي روسان پرې ډېر ناراض شول؛ خو پرون لږ په شا شوو؛ روسانو چي دا خبره وړاندي بېولې وه موږ يو گام راشا ته كړه، روسانو، چينايانو او پاكستانيانو غوښتل چي د رسميت پېژندو په ارتباط مخكي ولاړ شي؛ موږ هڅه وكړه چي د سيمي هېوادونه راشا ته كړو. تاسو په گډي اعلاميې كي يوه كلمه هم داسي نه مومئ چي د طالبانو د حكومت په رسميت پېژندو په اړه وي.

اجازه راكړئ هغوى ته ووايو:

افغان ها از تمامى همسايه ها؛ مخصوصاً جمهورى اسلامى ايران؛ مى خواهند تا سياست مثبت و سازنده در رابطه به افغانستان داشته باشند و افغان ها را در رسيدن به صلح و امنيت كمك كنند و از اظهارات او اقداماتى خوددارى ورزند كه منافى حسن همجوارى و مغاير احترام به استقلال و آزادى و خودمختارى افغان ها است؛ نبايد در امور افغانستان مداخله كنند و از ادامه جنگ در افغانستان حمايت نموده و بر آن سرمايه گذارى كنند؛ به هيچ كشور متعهد به ارزشها نمى زيبد كه گروه هاى افغانى را به مار و گژدم دوزخ تشبيه كنند و براى متوقف كردن يكى؛ حمايت از ديگرى را به نفع امنيت ملى خود بشمارد!! چرا بايد ايران بر خلاف انتظار افغان ها تلاش ورزد تا از به رسميت شناختن حكومت فعلى كابل مانع شود؛ آن هم در حالى كه به اعتراف آقاى موسوى؛ چين، روسيه، پاكستان و عده اى ديگر همسايه هاى ما در نشست مسكو؛ تمايل شان را به اين اظهار داشته اند كه حكومت كنونى كابل را به رسميت بشناسند!! ولى ايشان براى جلوگيرى از چنين اقدامى كنفرانسى در تهران درست كردند و در اعلاميه مشترك اين نشست مانع آن شدند.  

از مسئولين جمهورى اسلامى ايران مى خواهيم؛ اين اظهارات را تصحيح و ترميم كنند و به ملت ما اطمئنان بدهند كه خواهان ثبات و امنيت در افغانستان اند و هرگز نمى خواهند از يك گروه جنگى در برابر حكومت جديد حمايت كنند؛ به اين نيز بايد توجه داشته باشيم كه رئيس جمهور روسيه آقاى پوتين؛ يك هفته قبل گفت: دسته هاى مربوط به داعش كه تجارب جنگى دارند، از عراق و سوريه به افغانستان انتقال يافته اند؛ شمار شان به دو هزار تن مى رسد؛ تهديدى به امنيت كشورهاى مشترك المنافع مى باشند؛ بدون آن كه از كشورى خاص يادآور شود؛ با توجه به اين كه احدى گمان نمى كند؛ وى انتقال اين جنگجويان را از سوى امريكا مى داند؛ چون امريكا چنين امكان و مجال را نه نه از طريق زمين در اختيار دارد و نه از طريق هوا؛ فقط ايران را در مظان و محل شك قرار مى دهد. روابط حسنه ميان تهران و كابل و ثبات و امنيت در افغانستان به نفع هر دو كشور است و بى اعتمادى به زيان هر دو.

وروڼو خوېندو!

د روسيې خارجه وزير وايي: امريكا هڅه كوي چي په هند كي داسي اډه ومومي چي د افغانستان په ارتباط ترې استفاده وكړي، پاكستان، قزاقستان او اوزبكستان د داسي اډو له وركولو ډډه وكړه.

له دغو اظهاراتو او د امريكا له معاندانه هڅو معلومېږي چي ښايي افغانان به له يوه بل ستر امتحان سره مخامخ شي؛ له داسي آزمېښتونو؛ د الله تعالى په مرسته او د ټولو مؤمنو افغانانو په يووالي سره وتلى شو. الله تعالى ته دعاء كوو چي خپل فضل، رحمت او نصرت زموږ په برخه كړي.

سُبْحَانَكَ اللهُمَّ بِحَمْدِكَ نَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ، نَسْتَغْفِرُكَ وَنَتُوبُ إِلَيْكَ

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟