No-IMG

حکمتيار: شهيد مولوى عزت الله محب په ډېره وحشيانه توگه شهيد شوی

د اشغال له پاى ته رسېدو وروسته؛ په ټول هېواد كي جگړه پاى ته رسېدلې؛ له دوه درې سيمو پرته په ټول هېواد كي نسبي امنيت تأمين شوى؛ ولس ئې هيله من كړى چي په نږدې راتلونكي كي به د امنيت له پلوه وضعيت مزيد ښه شي؛ خو د ننگرهار په شمول په ځينو سيمو كي د هدفي او پرله پسې ترورونو شاهد دي؛ په همدې لړ كي د شهيد مولوى عزت الله محب په څېر ستر او نوميالى شخصيت او مجاهد عالم؛ په ډېره وحشيانه او غير انساني توگه ترور شو؛ لومړى اختطاف، د اختطاف په دوران كي په وحشيانه توگه تعذيب او بيا ووژل شو او مثله شوى جسد ئې په سرخرود كي په ډاگ وغورځول شو؛ كورنۍ ته ئې په ټلفون سره اطلاع وركړه چي مړى ئې چېري غورځول شوى!! ويل كېږي چي وحشي قاتل ځينو ته ويلي چي دا مو ځكه ووژلو چي په داعش پوري تړلى وو!!   موږ دا وحشيانه قتل په كلكو الفاظو غندو، دا د هغو اجرتي قاتلانو كار گڼو چي نه ايمان لري، نه مروت او نه غيرت، غلچكي بريدونه، د يوه بې وسلې انسان نيول، تعذيبول، وژل، مثله كول او بيا ئې په ډاگ اچول او كورنۍ ته ئې ټلفون كول چي ستاسو مړى په فلان ځاى كي پروت دئ!! يوازي يو بې دين او وحشي انسان داسي كار كولى شي. له شك پرته ويلى شو چي دا اجرتي قاتلان به حتماً همغه وي چي د مخكني حكومت په دوران كي ئې هم دغه دنده درلوده؛ هغه مهال هم كمونستان، سيكولران، مفسدين او ملحدين خوندي ول؛ خو مجاهد، عالم، امام، خطيب، قومي مشر او اغېزمن شخصيتونه؛ همداسي نيول كېدل، تعذيبېدل، ترور كېدل او پر كورونو ئې بريدونه كېدل.

په ننگرهار كي چي د كومو خونړيو پېښو شاهد يو؛ دا د هغه چا كار نشي كېدى چي په زړه كي ئې يوه ذره ايمان وي او معمولي شهامت او مروت ولري.

ننگرهاريان له امارت اسلامي غواړي د دغو وحشيانه قتلونو عاملين ونيسي او د شريعت مطابق ئې د مقتولينو د ورثه وو او د خلكو په وړاندي قصاص كړي.

ننگرهار ته بايد تر نورو ولايتونو وړاندي؛ د تصفيې او څېړني هيئت ولېږل شي؛ ولس چمتو دئ چي د مشكوكو اجرتي قاتلانو نومونه هيئت ته وسپاري.

د رسول الله صلى الله عليه و سلم حديث دئ او راوي ئې عمر رضي الله عنه:  

عن عمرَ بن الخطاب قال: قال رسولُ الله صلى الله عليه وسلم: «مَن أَعانَ على قَتل مسلمٍ بشطرِ كلمةٍ، جاء يومَ القيامةِ مكتوبٌ بينَ عينيه: آيسٌ من رحمةِ اللهِ».

څوك چي د يوه مسلمان (او مؤمن) په قتل كي مرسته وكړي كه څه هم د يوه لفظ د شطر (برخي) په ويلو سره وي؛ د قيامت په ورځ به داسي راشي چي تر سترگو تر منځ به ئې ليكل شوي وي: د الله له رحمت مأيوس.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟