No-IMG

د حزب اسلامي لخوا هېوادوالو د سترگو او غاښونو روغتيايي مرکزونه پرانيستل شو

د حزب اسلامي افغانستان د ټولو درنو متعهدينو د پام وړ

لکه څرنګه چې خبر ياست؛ د حزب اسلامی افغانستان د قدرمن او محبوب امير ورور حکمتيار په ځانګړې سپارښتنه د مظلومو هېوادوالو د تداوۍ او په صحي برخه کې د هغوی روغتيايي ستونزو ته د اغېزمنې رسېده ګۍ په پار د حزب اسلامی افغانستان په مرکزي دفتر کې د دوه روغتايي مرکزونو د جوړېدو چارې په خورا چټکۍ مخ ته درومي، چې يو يې د غاښونو او سترګو ناروغيو درملنې ته ځانګړی شوی او بل يې هم د عامې روغتيا ټولې څانګې او خدمات په بر کې نيسي. لله الحمد؛ د غاښونو برخه يې څو ورځې وړاندې د مجهزو وسائلو پر اکمال او سنبال او همدا راز د معزز مشر د غاښونو پر تداوۍ افتتاح شوه او بله برخه يې چې د يو ستر او مجهز روغتون پر بڼه به وي، ډېر ژر به فعاله او د مسلکي روغتياپالانو، مجهزو عصري او طبي وسائلو په لرلو سره به د هېوادوالو په خدمت کې وي. فعلاً يې نږدې اویا سلنه ساختمانی چارې تکميل شوي دی.

پر صحي چارو او پروژو سربېره پر يو ستر او مجهز کتابتون او ورزشي کْلَبْ هم چټک کار روان دی، چې إن شاء الله ډېر ژر به د عامه استفادې له پاره وسپارل شي.

همدا راز پر يادو خدماتي چارو سربېره یو مجهزه اشپزخانه وروسته له جوړېدو عملاً د مرکزي دفتر مسئولينو ته وسپارل شوه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟