No-IMG

د افغانستان لومړنی مسجد

۲۰۰۰کاله وړاندي کله چي د کوشاني سلسلې امپراتور کنيشکا په پېښور کي بودايي مذهب ومانه، نو په اوله ميلادي پېړۍ کي افغانستان کي ګريک بوديک تمدن را شين او پر لرغونی ټولنه يې هر اړ خيز تاثيرات يې وښندل، تر ټولو لومړی د افغانانو لخوا په بلخ کي د [نوبهار] په نامه د بودایانو غټ او نامتو معبد جوړ سو او خلګ به لکه د مسلمان د حج د پاره له ليري ځايونو ورته راتلل، خو کله چي د اريايانو سپېڅلی پېغمبر [ زردښت] په دې سيمه کي نوی دين رواج کړ نو د زردشتیانو اورتون (آتشکده، عبادتځای) پر جوړ سو، ويل کېږي چي دا دومره لوی مرکز وو چي تر جاپانه به خلګ ورته راتلل.

کله چي په ۶۴۲ع کال د حضرت_عثمان [رض] په امر د عربي پوځ قوماندان احنف بن قیس بلخ ته ورسېد؛ د نوبهار معبد يې وران کړ.

خلګو بغاوت وکړ او ستر پاڅون وسو چي بيا لس کاله وروسته د امير معاويه په خلافت کي بلخ په سوله ونيول سو او ياد اورتون خلګو ته همداسي نړېدلی سپېڅلی ځای وو او ډېر خلګ ئې زيارت ته راتلل.

کله چي د بادغيس واکمن او د عربي لښکر ټر ټولو لوی دښمن [ نيزک_ترخان] د عربي لښکرو څخه د خلاصون د پاره په پټه دې نړېدلي معبد ته راغلی، عربو فوځ د [ګرز] په نامه جنګي کلا کي د ډېرو خپلوانو او پلویانو او سرتېرو سره په ۹۱هـ کال د حجاج په امر وواژه.

له دې پېښي وروسته عرب له دې بېري چي افغانان بيا پاڅون ونه کړي، معبد په يوه نهو ګمبتو لرونکي مسجد واړاوه او چاته پکښي له اسلام ماسېوا د بل دين د عبادت اجازه نه وه او بلخ په کراره کراره د اسلامي ارزښت په څېر په مزار_شريف واوښت.

دا نو په افغانستان کي لومړنی مسجد وو چي خلګ به ليري ځايونو ورته د لمانځه او عبادت د پاره راتلل، کله چي په ۱۲۱۹ع کال چنګيز بلخ وران کړ نو دا جومات هم ونړېد او نيمه پېړۍ وروسته د بادونو او طوفانونو له امله تر خاورو لاندي سو.

نيمه پېړۍ وړاندي په ۱۹۶۶ع کال د يو ځايي شپانه لخوا چي د شپې په يوه غار کي بيدېده، ددې جومات خبره تر محمد ظاهر شاه پوري ورسېده، هغه سمدلاسه ددې مسجد سپړلو امر وکړ او په ۴مياشتي کي د نړۍ په کچه يوه ستر جومات وموندل سو.

د دې ودانۍ نخش ونګار او تزئينات له ګچو څخه د انګورو د تاکانو د بلګونو، د صنوبر د میوو، د خرماوو د بلګونو او نورو څخه جوړ سوي دي. د دغه مسجد د ودانۍ د معمارۍ او نخشونو ترکیب هغو طرحو ته ورته دی چي د عباسیانو د واکمنۍ په ودانیو کي دود وې او اټکل دا د نړۍ يو له لرغوني مساجدو څخه دئ.

د توپکيانو په دوره کي [۱۹۹۲ع] کي ددې ودانۍ ډيری برخي ونړېدې او خښتي ئې د بلخ دولتي حاکمانو پلورلې، په ۱۹۹۸ع کال د يونيسکو لخوا ددې جومات د ساتلو د پاره پر سر يوه چادري برنډه جوړه سوه او دغه جومات له بارانونو څخه وساتل سو، که افغانستان څښتن پيدا کړ، دغه جومات به د نړۍ له نادرو، اسلامي او تاريخي مرکزونو څخه وي!!!

Masjid e No Gonbad in Afghanistan •

 in Balkh, built in the 9th century, is the oldest known Islamic building in Afghanistan.

Afghanistan´s oldest mosque (built around 794 AD) and most likely one of the oldest mosques in the world. Saffarid-Samanid architecture

حاجی پیاده اولین مسجد مسلمانان در افغانستان:

طبق اسناد تاریخی موجود، مسجد نه گنبد جزو بناهای به جای مانده از زرتشتیان و بوداییان است. این مسجد در قرن نهم میلادی و در زمان سامانیان ساخته شده است. تا قبل از حمله اعراب به بلخ، مسجد نه گنبد امروزی، در واقع آتشکده زرتشتیان بوده است.

همچنین بوداییان از این بنا به عنوان معبد یا نیایشگاه استفاده می‌کردند. نام این معبد نیز «نوبهار» بوده و مکانی بسیار مقدس برای بوداییان و زرتشتیان به شمار می‌آمده است.

اما بعد از ورود اسلام به بلخ، این آتشکده یا معبد، به مسجد و عبادتگاه مسلمانان تبدیل شد. نام نه گنبد نیز به دلیل وجود نه گنبد بزرگ آن، بر این مسجد نهاده شد.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟