No-IMG

حکمتيار: مجاهدين و دعوتگران مؤمن بايد مطمئن باشند كه پيروزى نهائى در انتظار آنان است

متن خطبه محترم حکمتيار (جمعه 21 عقرب 1400)

الحمد لله و كفى و سلام على عباده الذين اصطفى و بعد: فاعوذ بالله من الشيطن الرجيم بسم الله الرحمن الرحيم

وَإِنَّ يُونُسَ لَمِنَ ٱلۡمُرۡسَلِينَ ١٣٩ إِذۡ أَبَقَ إِلَى ٱلۡفُلۡكِ ٱلۡمَشۡحُونِ ١٤٠ فَسَاهَمَ فَكَانَ مِنَ ٱلۡمُدۡحَضِينَ ١٤١ فَٱلۡتَقَمَهُ ٱلۡحُوتُ وَهُوَ مُلِيمٞ ١٤٢ فَلَوۡلَآ أَنَّهُۥ كَانَ مِنَ ٱلۡمُسَبِّحِينَ ١٤٣ لَلَبِثَ فِي بَطۡنِهِۦٓ إِلَىٰ يَوۡمِ يُبۡعَثُونَ ١٤٤ فَنَبَذۡنَٰهُ بِٱلۡعَرَآءِ وَهُوَ سَقِيمٞ ١٤٥ وَأَنۢبَتۡنَا عَلَيۡهِ شَجَرَةٗ مِّن يَقۡطِينٖ ١٤٦ وَأَرۡسَلۡنَٰهُ إِلَىٰ مِاْئَةِ أَلۡفٍ أَوۡ يَزِيدُونَ ١٤٧ فَ‍َٔامَنُواْ فَمَتَّعۡنَٰهُمۡ إِلَىٰ حِينٖ ١٤٨ يونس: 139-148 صدق الله العظيم

الله تعالى فرمايي:

او يقيناً چي يونس هم له دغو پيغمبرانو وو، كله چي د ډكي كشتۍ په لور وتښتېدو. پچه ئې ورسره واچوله او دى پړ وخوت. نو كب په داسي حال كي خپل نس ته تېر كړ چي (د خپل ځان) ملامتوونكى وو، كه له تسبيح ويونكو نه وى؛ نو تر هغي ورځي به د كب په نس كي پاته وو چي (خلك) بيا راپاڅول كېږي. نو په داسي حال كي مو په لوڅ ډاگ وغورځاوو چي ناروغ وو، د كدو بوټى مو پرې راشين كړ. او سلو زرو يا تر دې څه زياتو (خلكو) ته مو رسول او استازى لېږلى وو، نو ايمان ئې پرې راوړ او تر يوه وخته مو مهلت وركړ. په دې مباركو آيتونو كي د يونس عليه السلام په اړه ويل شوي:

•             يونس هم له هغو پيغمبرانو وو چي له كړاوونو ژغورل شوي او بريا ئې په برخه شوې.

•             هغه مهال چي د ډكي كشتۍ په لور وتښتېدو، د قوم له هدايت مأيوس او د هغوى له مسلسل مخالفتونو ستومانه شوى وو، خپل مأموريت ئې نيمگړى پرېښود، د تېښتي لار ئې غوره كړه او په كشتۍ كي سپور شو.

•             كشتۍ په ناڅاپي توگه له حادثې سره مخامخ شوه، خبره د سورليو تر منځ پچي ته ورسېده، انگېرنه ئې دا وه چي په سورليو كي كوم كس داسي گناه كړې چي له كبله ئې دا پېښه رامنځته شوې، بايد د قرعې له لاري دا كس معلوم شي او له كشتۍ سمندر ته وغورځول شي، په نتيجه كي دى پړ وخوت او سمندر ته وغورځول شو. يا ښايي سورليو به داسي انگېرلې وي چي د بحر څپې تېزي او د كشتۍ بار زيات دئ، كه يو يا څو تنه ترې كم نشي نو ټول به د طوفان له كبله غرقېږو، پرېكړه ئې كړې چي دا يو يا څو تنه د قرعې له لاري غوره شي، په قرعه كي د يونس عليه السلام نوم راختلى.

•             كب په داسي حال كي خپل نس ته تېر كړ چي ده خپل ځان ملامتولو، خپلي اشتباه ته متوجه شوى او پرې نادم وو. په دې الفاظو سره ئې خپل ندامت څرگند كړى: لَّآ إِلَٰهَ إِلَّآ أَنتَ سُبۡحَٰنَكَ إِنِّي كُنتُ مِنَ ٱلظَّٰلِمِينَ: له  تا پرته بل معبود نشته، پاكي تا ته ده، يقيناً چي زه له ظالمانو يم.

•             كه ئې داسي نه وى كړي؛ نو د قيامت تر ورځي به د كب په نس كي پاته وو

•             د همدې تسبيح او ندامت له كبله الله تعالى وژغورو، او په داسي حال كي ئې د سمندر ساحل كي په لوڅ ډاگ وغورځاوو چي د كب په گېډي كي د پاته كېدو له كبله ناروغ شوى وو.

•             سيوري ته اړ وو، الله تعالى د كدو د بوټي سيورى ورپه برخه كړ.

•             دى سلو زرو يا تر دې څه زياتو خلكو ته د پيغمبر په توگه لېږل شوى وو.

•             خپل قوم ته له ستنېدو وروسته هغوى ايمان پرې راوړ او الله تعالى هغه عذاب تم كړ چي پر دوى نازلېدونكى وو؛ او تر يوه وخته ئې دوى ته مهلت وركړ.

لكه چي گورئ د يونس عليه السلام په قصې كي د الله د لاري مجاهدينو او دعوتگرانو ته يو ستر درس او لارښوونه پرته ده، دوى ته وايي: پام كوئ چي له ستونزو او كړاوونو سره د مخامخېدو په سبب خپله مبارزه نيمگړې پرېنږدئ، د خلكو مخالفتونه بايد تاسو مأيوس نه كړي، د خپل دعوت له پايلو او نتائجو مه مأيوسه كېږئ، سنگر مه پرېږدئ، دا گمان مه كوئ چي د سنگر په پرېښودو سره ستاسو ستونزي حل كېدى شي!! وگورئ يونس عليه السلام مخكي له وخته خپل سنگر پرېښود، له ولس او د دوى له ايمان راوړلو مأيوس شو، بلي سيمي ته ئې د تلو پرېكړه وكړه، نتيجه ئې دا شوه چي د كب په كومي كي پرېوځي!! خو كله چي ده په خپلي اشتباه اعتراف وكړ نو له هغه سخت مصيبت وژغورل شو، له مؤمنانو سره د الله تعالى معامله همداسي وي!!

څوك چي د يونس عليه السلام دا قصه لولي نو څو پوښتني ئې ذهن تخنوي:

1- دلته ولي په استثنائي توگه د يونس عليه السلام د قوم شمېر په گوته شوى حال دا چي په ټول قرآن كي د بل هيڅ پيغمبر د قوم شمېر نه دئ راغلى؟

2- د كدو د بوټي د يادولو وجه او حكمت څه دئ؟

په تفسيرونو كي به د دې پوښتنو گڼ شمېر ځوابونه ومومئ، خو دقيق ځواب به هغه مهال ومومئ چي د يونس عليه السلام قصه په بايبل كي ولولئ، هغه مهال به پوه شئ چي قرآن په دې سره د بايبل غلطي ادعاءگاني تصحيح كړې!!

بايبل د (يونس) په نامه يو باب لري، د دې باب په اړه د قرآن پلوشې تفسير او بايبل د قرآن په رڼا كتاب كي تفصيلي بحث شوى كه هلته مراجعه وكړئ نو پوه به شي چي قرآن د بايبل كومى غلطي ادعاءگاني تصحيح كړې؛ دلته ئې زه له ټولو يوازي دوه مثالونه وړاندي كوم:

بايبل وايي: خداى غوښتل چي يونس د آشور پلازمېني نينوا ته ولاړ شي؛ داسي لوى ښار ته چي اوږدوالى ئې د دريو ورځو پلي مزل په اندازه وو؛ يعني شاوخوا 45 كيلومتر؛ نو د دې ښار نفوس به گواكي تر 14 مليون زيات وو؛ او د ماشومانو شمېر ئې هم شاوخوا څلور مليون؛ قرآن د دغي غلطي ادعاء د تصحيح لپاره ويلي چي يونس عليه السلام داسي ولس ته لېږل شوى چي شمېر ئې سل زره يا څه زيات وو. خو ده دغه ښار ته له تگ ډډه وكړه او په بل لوري ولاړ.

بايبل د يهودانو يو پيغمبر هم روغ نه دئ پرېيښى، ټول ئې په سترو سترو گناهونو تورن كړي. له دغو كركجنو تورونو معلومېږي چي بايبل د روميانو په وينا او د پولس په څېر يونانى الاصل رومي اتباعو په لاس ليكل شوى، كخ څه هم بايبل د تورات، انجيل او زبور مجموعه گڼل كېږي؛ خو تاسو به په ټول بايبل كي د اصلي تورات، انجيل او زبور يوه جمله ونه مومئ، ټول ئې تحريف كړي.

قرآن فرمايي چي يونس عليه السلام له بعثت وروسته په قوم كي مېشت وو، ډېره موده ئې خلك د الله تعالى لوري ته وبلل، هغوى پرې ايمان رانه ووړ، ستومانه او غصه شو، خپل مأموريت ئې نيمگړى پرېښود، له وخت مخكي له سنگر راكوز شو او د تيښتي لار ئې غوره كړه، الله تعالى د دغي تېښتي په سبب د سيند څپو ته وسپارو او د كب نس ته تېر شو، خو سيند ته د لوېدو په مهال ئې په خپلي اشتباه اعتراف وكړ.

بايبل بيا وايي:

خداى بيا يونس ته وويل: نينوا ته ولاړ شه او هغوى ته ووايه چي بد برخليك درته منتظر دئ!! يونس اطاعت وكړ، نينوا ته ولاړ، موعظه ئې پيل كړه، وئې ويل چي له څلوېښتو ورځو وروسته به ښار وران شي!! پاچا او ټول خلك ووېرېدل، توبه ئې وكړه... خداى هم پر دوى رحم وكړ او هغه بلا ئې دفع كړه!! خو يونس په دې كار سخت ناراضه او غصه شو!! ... خداى ته ئې وويل: ما ووژنه! تر دې ژوند مرگ راته غوره دئ!! خداى ورته وويل: آيا دا سم كار دئ چي ته د دې خلكو په ژغورني غصه شوى يې؟ يونس له ښاره ووت چي وگوري څه پرې راځي، ناست وو چي ناڅاپي خداى يو بوټى راشين كړ، په ده ئې خپلي پاڼي وغوړولې، له سيوري ئې خوښ شو، خو سبا دا بوټى وچ شو، يونس په دې كار ډېر خفه شو...خداى ورته وويل: آيا د دې بوټي په وچېدو خفه شوې؟ ده ځواب وركړ: هو!... خداى ورته وويل: ته د هغه بوټي لپاره خفه كېږي چي په يوه شپه كي راپيدا شو او په بله شپه كي له منځه ولاړ، سره له دې چي تا ئې په پيدا كېدو كي هيڅ زحمت نه وو ايستلى، نو آيا زما زړه دي د نينوا لپاره ونه سوزېږي چي په هغه كي يوسل شل زره بې گناه ماشومان او ډېر حيوانات اوسېږي؟!!

قرآن د بايبل د دغي غلطي ادعاء د ترديد لپاره ويلي چي دا بوټى هغه مهال الله تعالى د يونس عليه السلام په برخه كړ چي د سمندر پر غاړه بيمار پروت وو او سيوري ته ئې ضرورت درلود.  

وروڼو خوېندو!

د دې اوږدې مبارزې په دوران كي كله كله پر ما داسي سخت حالت راغلى، داسي ستونزو او كړاوونو احاطه كړى او له دومره مشكلاتو سره مخامخ شوى يم چي زړه مي راته ويلي او يا شيطان وسوسه كړى يم چي د مبارزې دا سخته لار پرېږدم او كومه بله او آسانه لار غوره كړم؛ يا بل ځاى ته ولاړ شم او هلته خپلي مبارزې ته په نوې بڼي كي دوام وركړم؛ خو هر ځل مي د يونس عليه السلام دا قصه مخي ته ودرېدلې نو هغه وسوسه مي لري غورځولې؛ الله تعالى فضل كړى، له هغي سختي مرحلې او امتحان وتلى يم.

برادران و خواهران عزيز!

در اين اواخر كتابى منسوب به تركى الفيصل؛ پسر شاه فيصل؛ مسئول استخبارات سعودى در زمان جهاد ما عليه نيروهاى اشغالگر شورى؛ نشر شده و كسى از افغان ها مطالبى را از آن گرفته و از طريق انترنيت به نشره سپرده؛ در آن به جريانات اواخر اشغال اتحاد شوروى تماس هاى گرفته شده و به گونه خاص به تشكيل حكومت موقت مجاهدين كه در راولپندى تشكيل شد و در آن جناب صبغة الله مجددى به عنوان رئيس جمهور و بنده به عنوان وزير خارجه انتخاب شدم؛ پرداخته شده. نويسنده ادعاء كرده كه گويا بنده با اين تصميم مخالفت كرده ام؛ تلاش هاى تركى الفيصل در جهت رفع اين معضل نيز هيچ نتيجه اى نداشته و اين اختلاف به انحلال حكومت منتج گرديده؛ در اين رابطه عرائضى دارم:

حزب اسلامى نه تنها مخالفتى با چنين تعيينات نكرده؛ با آن كه تشكيل حكومت و تقررى ها در آن؛ نادرست و بنابر مداخله هاى امريكا صورت گرفته؛ امريكا از سعودى و پاكستان خواسته تا كسى را رئيس جمهور بسازند كه از جمله بنادگرايان نباشد؛ هر چند كمترين نقشى در جهاد داشت و از اندكترين حمايت مردمى بهره مند باشد؛ هر دو براى ارضاء امريكا و بريتانيا همين كار را كردند. رئيس آى اس آى در مصاحبه ئې پس از تشكيل اين حكومت گفت: امريكا تشويش داشت كه پاكستان از حكومت بنياد گرايان در افغانستان حمايت خواهد كرد؛ اينك ثابت شد كه تشويش امريكا و غرب وارد نبود؛ و حكومت بنياد گرايان تشكيل نشد.

حزب اسلامى نه تنها با اين حكومت مخالفت نكرد و از آن خارج نشد؛ بلكه فعالترين وزارت در دوران اين حكومت؛ وزارت خارجه (متعلق به حزب) بود.

شايد كبر سن تركى الفيصل باعث شده كه حافظه اش او را يارى نكند و جريانات آن زمان را فراموش نمايد؛ براى ياددهانى به وى؛ اين موارد را در برابرش مى گذارم:

1- بنده؛ همان زمان در كنفرانس وزراء خارجه كشور هاى اسلامى؛ در رياض؛ به عنوان وزير خارجه حكومت موقت شركت كردم، سخنرانى ام به زبان عربى بود، عفو عمومى به منسوبين حكومت قبلى را در همان كنفرانس اعلان كردم. به ياد دارم كه در سخنرانى ام گفتم: به منسوبين حكومت قبلى مى گوييم: انطلقوا و انتم الطلقاء: برويم شما آزاد هستيد. همان گفتار پيامبر عليه السلام به قريش پس از فتح مكه.

2- مرا در ميدان هوائى رياض؛ برادرت سعود الفيصل؛ وزير خارجه سعودى؛ و خودت؛ تركى الفيصل؛ نويسنده كتاب؛ استقبال كرديد؛ و در موترى كه شخص وزير خارجه دريورش بود و جناب نويسنده كتاب نيز در كنارم نشسته بود؛ به محل اقامت رساند.

3- سفر هايى در همين زمان و به عنوان وزير خارجه و با طياره مخصوص سعودى به اين كشورها داشتم: چين، استراليا، مليزيا، اندونيزيا، دارالسلام، بنگله ديش، عراق، ايران. در اين سفرها؛ تلاشم بر اين بود تا اين كشورها را متقاعد بسازم كه حكومت مجاهدين را به رسميت بشناسند؛ با زعماء تمامى اين كشورها؛ به شمول صدام حسين، مهادر محمد، سوهارتو، حسین احمد ارشاد، ديدار هاى مفصل داشتم؛ به برخى نومونه هاى از اسلحه غنيمت شده روسى را نيز هديه كردم. تفنگ ها هديه اما امريكا و تمامى رفقاء و مؤتلفينش؛ مخالف به رسميت شناختن حكومت مجاهدين بودند؛ همانگونه كه امروز مخالف به رسميت شناختن حكومت طالبان اند. به عنوان يك بهانه؛ شرط گذاشت كه نخست بايد يكى از شهرهاى بزرگ؛ چون جلال آباد؛ در اختيار مجاهدين قرار گيرد؛ در حالى كه شهر هاى چون تالقان، خوست و اسعد آباد؛ مراكز سه ولايت مهم، عملاً در دست مجاهدين بود؛ امريكايى ها به خوبى مى دانستند كه براى به رسميت شناختن حكومت مجاهدين؛ نه ضرورتى به فتح جلال آباد بود و نه تصرف آن به زودى و آسانى مقدور بود؛ حكومت كابل از قواى هوائى نيرومند و مجهز برخوردار بود، و در مقابل مجاهدين وسائل دافع هواء مناسب و كافى در اختيار نداشتند، موقعيت جلال آباد از لحاظ نظامى چنان است كه ارتفاعات و كوه ها از شهر فاصله دارند و پيشروى در ساحه هموار براى مجاهدين دشوار بود؛ علاوه بر اين ها، تصرف شهرها عواقب و پى آمدهاى خيلى بد دارد و به خونريزى ها و غارت ها مى انجامد و باعث بدنامى مجاهدين مى شود؛ و اين دقيقاً چيزى بود كه امريكا مى خواست؛ واشنگتن با مسكو به توافق رسيده بود كه مشتركاً از تأسيس حكومت مجاهدين در كابل مانع شوند؛ ترتيبى بگيرند كه جنگ ناتمام اتحاد شوروى در افغانستان تا زمانى دوام كند كه امكانات تأسيس حكومت مجاهدين براى هميش از ميان برود و افغانها خلع سلاح شوند و تمامى تجهيزات نظامى كه در دوران جنگ در اختيار دو طرف درگير افغان شده؛ و افغانستان را به گدام بزرگ سلاح تبديل كرده؛ همه ذوب شوند

بعد از خروج نيروهاى اتحاد شوروى از افغانستان و زوال اين امپراطورى مغرور و بدمست؛ ستراتيژى ايالات متحده امريكا در رابطه به افغانستان اين بود و هست كه از تأسيس حكومت مجاهدين؛ مخصوصاً به دست حزب اسلامى؛ به هر قيمتى مانع شود؛ نه تنها از اقمار خود در اين منطقه در همين جهت استفاده اعظمى داشته است؛ بلكه مخالفين منطقوى و جهانى اش را نيز با اعطاء امتيازات حرص برانگيز؛ به مخالفت عليه مجاهدين كشانده است.

كسانى كه رسانه هاى سعودى و خبرهاى خبرنگاران و تحليل هاى تحليلگران قضاياى سياسى اش را در اين مدت تعقيب كرده اند؛ به خوبى درك مى كنند كه مواضع شان بر چه اساسى استوار و از كدام جهت ها حمايت و با كدام ها به مخالفت پرداخته اند. جمال قاشقجى كه مشاور مطبوعاتى تركى الفيصل بود؛ در تركيه به قتل رسيد، نخست اختطاف شد؛ سپس كشته و تكه تكه شد، تيزاب بر جسد و اعضاء بدنش ريختند و در خريطه ها و پارسل ها برون بردند و نابود كردند.  حكومت سعودى متهم به ترور وى شد؛ او همواره عليه مجاهدين؛ مخصوصاً حزب اسلامى تبليغات خصمانه و دروغين داشت؛ نمى دانستيم كه انگيزه او از تبليغاتش عليه حزب اسلامى چيست؛ اما بعدها تمامى حقائق پشت پرده افشاء شد. تبليغات و تبصره هاى چينل تلويزيونى سعودى؛ الإخباريه؛ در مورد حزب اسلامى؛ دقيقاً شبيه بى بى سى است؛ با وجود شكايات مكرر حزب؛ به مسئولين سعودى؛ از آن دست نكشيد. و اين در حالى است كه حزب اسلامى از هر نوع تبليغات منفى عليه سعودى خوددارى ورزيده است.

خلاصه عرائضم اين كه: فيصله هاى مرگ و زندگى، پيروزى يكى و ناكامى و نامرادى ديگرى؛ از عرش صادر مى شود؛ نه از قصرهاى زمينى، مجاهدين و دعوتگران مؤمن بايد مطمئن باشند كه پيروزى نهائى در انتظار آنان است؛ خداوند شكور تلاش ها و قربانى هاى آنان را هرگز هدر نخواهد كرد و بى نتيجه نخواهد گذاشت

سُبْحَانَكَ اللهُمَّ بِحَمْدِكَ نَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ، نَسْتَغْفِرُكَ وَنَتُوبُ إِلَيْكَ

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟