No-IMG

مونږ د روحیې، مسلک،‌ مقدار او معیار له پلوه قوي اردو ته اړتیا لرو

کارل آیکن بیري د امریکا د پوځ درې ستوری جنرال ؤ چې د تېر نظام د اردو پلار ګڼل کېدئ. کال ۲۰۰۱م کې چې کله امریکایانو افغانستان اشغال کړ، د امریکا د وخت د دفاع وزیر رمز فیلډ نظر دا ؤ چې افغانستان ته د منظمې اردو اړتیا نشته، ده فکر کاوه چې د فهیم، عطاء، دوستم او اسماعیل خان ملېشې دې لپاره کافي دي چې په افغانستان کې د امریکا ګټې وساتي.‌ اصلا امریکا د ملت جوړونې لپاره نه وه راغلې له همدې امله دوی ته یواځې خپلې ګټې مهمې وې او هغه ملېشو هم ساتلای شوې.

د کال ۲۰۰۲م په اواخرو کې د امریکا مشرتابه په دې فکر شوه چې د داسې منظمې اردو اړتیا ده چې افغانستان کې د امریکا ګټې وساتلی شي. رمز فیلډ دې کار لپاره کارل آیکن بیري، چې هغه مهال په چین کې د امریکا دفاعي آتشه ؤ، راوغوښت. آیکن بیري، خلیلزاد او کرزي د نوي اردو د جوړولو په پلان کار پیل کړ.‌ خلیلزاد او کرزی په دې فکر ؤ چې دوی باید ۱۲۰،۰۰۰ اردو جوړو کړي خو د آیکن بیري نظر ۷۰،۰۰۰ ؤ. رمز فیلډ بیا په دې نظر ؤ چې ۴۰،۰۰۰ به بس وي خو بلآخر د آیکن بیري خبره ومنل شوه او د اردو په جوړولو کار پیل شو.‌ دا ۷۰،۰۰۰ اردو بیا په ۸ کلونو کې پوره شوه او همداسې د اردو د پراخولو پروسه روانه وه.

اردو جوړېدل چې پیل شول خلیلزاد او کرزی په دې فکر ؤ چې باید د ټولو قومونو خلک پکې اوسي خو دفاع وزیر قسیم فهیم بیا په بل نظر ؤ. فهیم په دې نظر ؤ چې امریکا د دوی پر مټ وتوانېدله افغانستان ونیسي، دوی باید ډېر سهم ولري. هماغه ؤ چې د دفاع وزارت په  ۳۳ ریاستونو کې ۳۰ رئیسان پنجشیریان ؤ. وروسته بیا د کرزي، آیکن بیري او خلیلزاد په لابي رمز فیلډ فهیم دې ته تیار کړ چې نور قومونه هم ومني. ده بیا ۱۹ ریاستونو پنجشېریانو ته ورکړل او پاتې نور د ټول افغانستان برخه شوه.

د دفاع، داخلې وزارت او د ملي امنیت ریاست په همدې شکل کار پیل کړ.

امریکا د اردو جوړول پیل کړل، هر ګروپ ته به یې ۶ هفتې ټریننګ ورکاوه او میدان ته یې استول. له ۲۰۰۶ ورورسته چې جګړه پیل شوه د اردو تلفات ډېر زیات شول. اردو کې اکثر داسې خلک ول چې پوهېدل په سمه نه دي روان خو د پیسو مجبوریت پسې راخستي ؤ.

آیکن بیري بیا خپل کتاب کې ولیکل چې زمونږ لوی مشکل دا ؤ چې تېرې اردو هېڅ روحیه نه درلوده.‌ له دوی څخه خپل هویت ورک ؤ ځکه مونږ بهرنیان افغانانو لپاره دښمنان ؤ، مونږ به چې هر څومره دوی ته ځان پاک کړ، دوی پوهېدل چې مونږ د دې وطن په ګټه نه یو.

کله چې ۲۰۱۲م کې امریکایانو په باګرام کې د قران کریم سپکاوی وکړ، په لسګونه د اردو ځوانانو په ډکو مجلسونو کې د امریکایانو په تجمعاتو حملې وکړې. فرانسویان په اولین ځل د همدې حملو له ډاره له افغانستان خپې سپکې کړې.

آیکن بیري لیکي‌ چې مونږ به دې فکر شو چې د اردو د هویت مسئله باید حل شي. مونږ باید دې کار کې خپله له افغانانو کار واخلو. افغانانو ته مو وویل چې تاسي باید دوه کاره وکړئ. یو دا چې اردو ته نشنلستي روحیه ورکړئ (چې اردو فکر وکړي د خپل وطن لپاره جنګېږي) او هم ورته یو بهرنی دښمن پیدا کړئ ( چې فکر وکړي دا جګړه د افغانانو تر منځ نه ده).

د امریکا پالیسي دا شوه چې امریکایان به امنیتي پلان د افغانستان حکومت ته ورکوي او هغوی به د امریکایانو پلان د اردو پر تطبیقوي. له دې لارې به د اردو ځوانان داسې فکر کوي چې دوی خپلواک دي، لذا جګړه به ښه کوي. همدا ؤ چې تر آخرې ورځې د افغانستان د ملي امنیت شوری کې بهرنیان د رسمي مجالسو برخه وه.

د حکومت په منځ کې فساد،‌ د اردو معاشات وهل، تېل پټول، غلاګانې، اخلاقي مشکلات،‌ د حکومتي مشرانو په منځ کې مشکلات، د امریکایانو له ظلمونو نفرت، د روحیې او هویت نه شتون د دې لامل شو چې تېرې اردو د جګړې لاس واخست. دوی ته تر آخرې ورځې همدا سؤال ؤ چې د امریکایانو بلېک هاک د دوی پر سر څه کوي؟

که دا جګړه واقعا د دوی وي، امریکایان یې ولې په داسې اخلاص پيسې ورکوي؟

اردو چې له یوې خوا د حکومت د مشرانو فسادونه، بې عقلۍ،‌ پردیبالي او عوام فریبي کتله،‌ دوی کیچ ول چې دوی لپاره سر قربانول ارزي؟

همداسې سلګونه نورې داسې پوښتنې وې چې اردو یې هېڅ ځواب نه درلود.

په داسې نا مالوم برخلیک کې اردو هېڅکله جګړه نه کوي.

مونږ قوي،‌ متعهدې او ژمنې اردو ته اړتیا لرو. داسې اردو چې ملي او دیني ارزښتونو یې سرې کرښې وي، خپله مو روزلې وي او خپله یې بسپنه کوو.‌

مونږ په داسې ستراتیژیک موقعیت کې پراته یو چې د روحیې، مسلک،‌ مقدار او معیار له پلوه قوي اردو ته اړتیا لرو.

 

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟