No-IMG

قرانکریم او د ایتونو تدریجې نزول

د قرانکریم ۶۲۳۶ ایتونه تقریبا د ۲۳ کلونو په موده کې نازل شوي دي. یعنې په متوسطه توګه په کال کې ۲۷۱, په میاشت کې ۲۳ او په هفته کې پنځه ایتونه نازل شوي دې. په دې اړوند, سورة الاسرا کې الله (ج) فرمایي "چې مونږ قران لږ, لږ او برخه, برخه رالیږلی دی چې ته یې ښه په مهلت او درنګ سره خلکو ته ووایي او دا قران مونږ په مرحلو نازل کړی دی." الاسرا, ۱۷: ۱۰۶

په سورة الفرقان کې د کافرانو ددې سوال په ځواب کې چې ولې قران پر محمد (ص) په یو ځل ټول نازل نشو, د ورو او تدریجې  نازلیدو حکمت داسې بیان شوی دی: " چې تر څو مونږ ستا زړه پرې ښه ټینګ او  تا پرې ښه پوه کړو. "

په تدریجي نزول کې یو لوی حکمت دا ؤو چې صحابه کرامو ته دا فرصت مساعد کړي چې د قران په ایتونو کې په میاشتو, میاشتو تفکر او تدبر وکړي, د دنیا او اخرت په اړه ترې ژور مفاهیم او معناوې راوکاږي, د ژوند لارښود یې وګرځوي او پرې عمل وکړي.

که چیرې د الله (ج) اراده دا وای چې قران باید یوازې ولوستل شي نو ټول قران به یې په یو ځل (جملة واحدة) نازل کړی وای, صحابه کرامو به په زرهاو ځلې لوستی وای, په یوه شپه او ورځ کې به یې ټول قران ختم کړی وای او هر وخت به یې د ختم محفلونه جوړ کړې وای.

نن چې څومره په مسلمان امت کې د قرانکریم په لوستلو تأکید کیږي هومره یې په پوهیدلو او عمل کولو نه کیږي.

مونږ قرانکریم په فاتحو, هدیرو, د مړو په ختمونو او د تجوید او خوشخوانۍ په محفلونو کې وایو. څومره مو چې د قرانکریم په ژر لوستلو او ختمولو تأکید وکړ هومره یې له ژورو معانیو او مفاهیمو لیرې شولو.

فاین تذهبون. مسلمانانو کومې خوا ته روان یاستۍ.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟