No-IMG

واکمنو ته

   رسول الله ﷺ د خپل حکومت په زمانه کې یو صحابي معاذ رضي الله عنه یمن ته د والي په حیث ولیږه، هغه ته د څو ګټورو نصیحتونو په لړ کې یې دا نصیحت هم ورته وکړ چې د مظلوم له ښېرا به ځان ساتې، ځکه د مظلوم ښېرا عامه او عادي ښېرا نه ده، د مظلوم ښېرا ته الله تعالی دومره اهمیت ورکړی چې ده ته د رسیدا په لاره کې یې ټول خنډونه او حجابونه ختم کړي دي، مطلب څنګه چې د مظلوم له خولې وځي؛ دستي الله ته رسیږي. یوه بل روایت کې راغلي چې د مظلوم له ښېرا ځانونه ساتئ، ان که دا مظلوم کافر وي هم.

    عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا، أَنَّ النَّبِيَّ ﷺ بَعَثَ مُعَاذًا إِلَى الْيَمَنِ، فَقَالَ:  اتَّقِ دَعْوَةَ الْمَظْلُومِ؛ فَإِنَّهَا لَيْسَ بَيْنَهَا وَبَيْنَ اللَّهِ حِجَابٌ. رواه البخاري.

   نور به پریږدو عموماً د چارواکو په دروازو کې ناستو/ولاړو مراجعینو ته ناوخته ورتګ یا وختي ورنه تلل، یا خپلوان، شناخته او ملګري مخته کول وغیره، داسې چې د خلکو حقوق سم ادا نه کړل شي؛ د چارواکو ظلم ګڼل کیږي او د ظلم په صورت کې د مظلوم له ښېرا وېره په کار ده، که څه هم د واک په نیشه کې دا ډول وېره نه احساسیږي، مګر د ویښ ضمیر او ژوندي ایمان خاوندان یې احساسولی او له ظلمه ځان ژغورلی شي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟