No-IMG

اسلام پالو ته د سیکولرانو او مرجفینو د یو پیغور ځواب

دوکتور عمر عماد

 

افغان سیکولران چه هیلی او ارمانونه یی- دخپل فاسد حکومت په څیر- ونړیدل، او پرته له فیسبوکی درواغو اوازو اوپروپاګند څخه ورته نور څه نه دی پاتی فیسبوک یی ښه ګرم کړی دی، یو یی د رښتیا اودرواغو نه ډک پوست وکړی او نور پری راټول شی اوپه کمنتو کی د خپلو زړونو تڼاکی وچوی ،او بړاس یی اوکاږی.

 ایله چه اوس یی یو بل سره پیدا، او اوپیژندل...

د امریکا او اروپا نه یی دلته دوربینونه را اچولی ، او تمامه ورځ دخپلی سپیڅلی دندی د تر سره کولو په پار لا لهانده لګیا دی تر څو داسی څه پیدا کړی چه خپل پر هرونه پری ټکور او نامقدس بنډار پری برابر کړی.

د همغی فکری تبلیغاتی جګړی په ترڅ کی دوی اسلام پالو ته پیغور ورکوی اوورته وایی چه :

تاسی به همیشه د فلسطینی او برما او کشمیر او شرقی ترکستان پرحال ویر ، ژړا ، فریاد او مظاهری کولی ،دا دری میاشتی وشوی چه په افغانستان کی اسلامی حکومت هیڅ مسلمان هیوادهم په رسمیت نه دی پیژندلی ، او تاسی یی په خپل ناورین کی یواځی پریښی یئ...

نو راشئ نور دا د اسلام او مسلمانانو بی ګټی چیغی پریږدئ او یوازی خپل ویر وژاړئ، بلكه نشنیلست واوسي ....

ځواب:

 تر هر څه د مخه باید دا خبره د هر چا په ذهن کی رڼه وی چه  نشنلیزم او توکم پالنی ته رسول الله صلی الله عليه وسلم د جاهليت بويناکه غږ ويلي دي . اسلام مسلمانانو ته د ( امت پالنی ) درس ورکوی نه د ( ملت پالنی).

اوس راځو اصلی مطلب ته، اوهغه دا چه :

افغانان اسلام پالو  او يا دنړئ نورو مسلمانانو هيڅکله هم د هغو حکومتونو څخه دفاع نده کړي او نه يي د هغوي په پلوئ چيغي او مظاهري کړي دي چه د ملت په خيټه ناست او يا کينول شوي دي او د افغانانو د لاس نيوي پريکړه يي په لاس کي ده، بلکه د نړئ ټولو اسلام پالو د مظلومو مسلمانو ولسونو څخه ددفاع په پار غږ پورته کړي دي، او ولوسونه اوس هم د افغانانو سره خواخوږي لري خو له بده مرغه چه نن سبا مسلمانولسونه مغلوب علی امرهم دی او د لاسه يي هيڅ هم نه کيږي .

او حکومتونه ټول  عملا په سیکولریزم کی ښکیل او د نشليزم دغه بويناکه چيغه زمزمه کوي ، که نه ، نو حتما به يي د افغانو درد او غم خپل درد او غم او د هغوي په ناورين کي به يي ځان شريک ګڼلو .

ګيله د هغه چا نه کيږي چه تمه تري کيږی ، او د امت د اوسنيو چارواکو نه زمونږ تمه شليدلي ده .

ددی نه مهمه خبره - چه هرڅوک یی باید په خلاصو غوږو واوری - دا ده چه:

 دا د اسلام امر دي چه تاسی ټول مسلمانان باید يو دبل سره ورونه اوسئ ، او دا يي د مسلمانانو ځانګړتيا بللي ده چه هغوي داسي دي لکه يو تن او وجود ، ټول یو د بل په غم  او خوشحالئ  کی شریک دی.

يعني دا موضوع سياسي او د بدل او د خپلي خوښي معامله نه ده لکه تاسي چه انګيرئ ، بلکه دا داسلام د نورو احکامو په څير يو حکم دي ، دا چه څومره افغان يا غير افغان عمل پري کوي یا  یی نه کوی هغه به يي د هر بل عمل په څیر د الله تعالی په نزد کي ځواب وايي .

مونږ  د مسلمانانو سره په اسلامی چلند ملزم  یو نه په سیاسی ، مونږ پدی موضوع کی د اسلام حکم ته ژمن یو ،  او دوطن او نړئ د مسلمانانو سره زمونږ د خواخوږئ انګیزه اسلام دی او بس.

( مَنْ أَحَبَّ لِلَّهِ، وَأَبْغَضَ لِلَّهِ، وَأَعْطَى لِلَّهِ، وَمَنَعَ لِلَّهِ فَقَدِ اسْتَكْمَلَ الْإِيمَانَ)

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟