No-IMG

په غزني کي د سلطان مسعود څلی، ۱۹۵۷ع

د نړۍ له تاريخي منارونو يو د غزني سلطان_مسعود منار دئ چي غزنویانو پکښي د معمارۍ هنر په نادر ډول په ډاګه کړی دئ. د پخو خښتو څخه جوړ دغه منار پر دوو وېشل کېږي چي لاندي برخه ئې اته څنډي لري او پورتنی برخه ئې د ستني په ډول ده، چي د یوې زلزلې په ترڅ کي ړنګ او اوس ئې نيمه برخه پاته ده چي د سل کاله وړاندي د امير حبيب الله په دوره کي چادري سر ورته جوړ سو.

ددې څلي اوس یوازي اته څنډیزه اوستوری ډوله برخه پاته ده چي دننه وبام ته کږه وږه مارپېچه لاره لري او پر منار باندي په کوفي ليک ليکل سوي:

"السلطان الاعظم ملک الاسلام علاءالدوله والدین ابوسعید مسعود بن ظهیر الدوله امیر المومنین ابراهیم خلدالله ملکه".

دغه څلي په ۱۱مه عسوي پېړۍ کي د غزنوي واکمنانو لخوا د لسو کالو په دوران کي په خورا برم سره جوړ سو؛ چي اوس يو سل او څلوېښت فوټه قد لري.

ددې سره په څنګ کي بل څلی هم سته چي د [بهرام شاه ځلی] ئې بولي، خو لوی څلي ته ساده او ووړ دئ. بهرام شاه د مسعود زوی، د ابراهیم لمسی، د دوهم مسعود کړوسی او سلطان محمود کوسی دئ. چي په ۵۱۲ق کي پر شاهي تخت کښېناست او دوه ځله ئې پر هند يرغلونه وکړل.

په ۱۸پېړۍ کي د بهرنيو سيلانيانو د راتګ له امله دغه منار نړۍ ته ور وپېژندل سو، خو طبعي افتونو او بارانونو د سر د خوا ډېر وتوږه. د ښه مرغه چي امير حبيب الله خان د سر چادري پوښ ورکړ او دغه منار ئې له نړېدو وژغوره.

نوموړی څلی په دې وروستيو کي په بې خونده ډول بيا ورغول سول.

غزنوي واكمنو اټکل۲۰۰ كاله په هندي نيمه وچه واكمني وكړه چي پلازمېنه ئې د غزني ښار وو، دوی د علم او ادب ډېر زيات خوښوونكي ول، په ځانگړي ډول سلطان محمود غزنوي د پېر فردوسي او البېروني كارنامې نن هم نړۍ د يادولو وړ بولي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟