No-IMG

د انوال جنګ

سلمان قريشي

 

د انوال جنګ په ( 1921 ز ) کال د جولايې په ( 22 ) نيټه د مراکش او فرانسى تر منځ پيښ شو ، په دى جنګ کې د مسلمانانو قومانده د مراکش د شهزاده محمد بن عبدالکريم الخطابى په لاس کې وه ، نوموړي په خپلو ( 3000 ) مجاهدينو او ساده ټوپکو سره د فرانسيسي پوځ ته د عبرت څخه ډکه ماتى ورکړه چې د صليبيانو شمير په کې ( 28000 ) و او په هر ډول نوى او جديد اسلحى سره سمبال و ، بى شميره توپونو ، بارودو او ټانګونو هغوى د ماتى څخه ونه ژغورل ، په دى جنګ کې د صليب د زامنو څخه ( 15000 ) پوځيان جهنم ته وليږل شول او ( 700 ) صليب ساتونکي مسلمانانو ژوندي ونيول بلکې د صليبيانو يو ستر جنرال او قوماندان " سلفسري " هم په دى جنګ کې ووژل شو ( داسى هم ويل کيږي چې سلفسري دا تاريخي ماتى ونه زغملى شوه او ځان يې په خپله وړاژه )

نن هم نړۍ محمد بن عبدالکريم الخطابى د يو ګوريلا قوماندان په نوم سره پيژني چا چې په نوى طريقې سره خندقونه وکنستل ، پوستى او مورچې جوړى کړى چې له امله يې مسلمانانو د دښمن يو لوى شمير پوځ ته تاريخي ماتى ورکړه .

د انوال جنګ د ( 20 ) پيړۍ د خطرناکو جنګونو څخه يو جنګ ګڼل کيږي .

نه پوهيږم چې څومره مسلمانان لوستي ځوانان به وي چې زمونږ د دى اتل د نوم او کارنامو څخه به خبر وي !!!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟