No-IMG

افغانان

افغانان داسې خلک دي چې د ځمکې د مخ اوبه یې نورو ته بهیږې خو دوی په هر کور کې د څکلو د اوبو لپاره ژوري څاګانې کنلي دي او په وارداتي برښنا پرې اوبه راکاږي. که وارداتې بریښنا پرې قطع شي د څکلو لپاره اوبه هم نلري.

افغانان داسې خلک دې چې دښتې يې شاړې او کورونه یې تیاره دې خو سیندونه یې نورو ته بهیږي او دوی پرې د زراعت او بریښنا لپاره بندونه نشې جوړولی. او که د ناکامورا په څیر کوم بهرنی خپل وطن پریږدې او دویته دښتې ابادې کړې وژني يې.

افغانان داسې خلک دې چې درې ټریلیون ډالره د مختلفو طبیعي منابعو شتمني لري خو د ولږې له امله خپل بچیان او د بدن اعضا په نورو خرڅوي.

افغانان داسې خلک دې چې په بلیونونو ډالره او افغانۍ یې د صرافۍ په مارکیټونو کې د اسعارو د خرڅولو او اخستلو په قمار کې ښکته پورته کیږي خو په تولید او صنعت کې چې هم حلاله ګټه لري, هم د خلکو ضرورتونه پوره کوي او هم خلکو ته کار او شغل پیدا کوي څوک پانګې اچونې ته حاضر ندي.

افغانستانه چې ته خو زما وطن نه وای.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟