No-IMG

دري تنه اما يو پوره کاري لښکر ...

کله نا کله لږ په ډيرو بريالي وي

دري تنه اما يو پوره کاري لښکر ...

دری اتلان!

شاوخوا څلور کاله انګرېزانو غر محاصره کړی و او ګومان یې کاوه چې هلته به بشپړ لښکر پروت وي او یا به لږ تر لږه یوه په لوړه کچه روزل شوې فرقه په کې پرته وي.

په انځور کې چې کوم دری کسان ښکارېږي، هغه اتلان دي چې د بلوچستان په غرونو کې یې ۸۳ انګرېزان په نښان ویشتونکي و ویشتل!

انګرېزانو له څلورو کلونو زیاته موده هغه غرونه محاصره کړي وو. څوک یې فکر هم نه شي کولی چې بشپړ انګرېزی پوځ دې څلور کاله له ۳ اتلانو څخه په وېره کې وي!

یوازې دا نه، بلکې برېټانیه مجبوره شوه چې هغه مالیې هم ختمې کړي چې د غره په شاوخوا کې پر پرتو کلیو باندې یې ایښې وې، آن له هغوی څخه یې د روغې جوړې غوښتنه وکړه.

برېټانیه له زرګونو پوځیانو سره له هغه خیالي لښکر څخه په وېره کې وه چې په غره کې پروت و..!

کله چې د دری واړو اتلانو ټولې ذخیرې ختمې شوې او انګرېزي پوځ له دې موکې څخه په استفادې پر غره یلغار ور ووړ، نو حیران پاتې شول چې هلته یې د سني مجاهدینو هېڅ لښکر و نه لید، بلکې هلته یوازې دری اتلان اوسېدل..!

هغوی یې ونیول او په ۱۸۹۱ م کال کې یې اعدام کړل رحمهم الله.

هغه اتلان هر یو كالا خان، جالامب خان او رحيم علي نومېدل.

اې بلوڅو اتلانو! رب تعالی دې پر تاسو ورحمېږی

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟