No-IMG

مهم ترین های امروز پنج شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏عبدالله عبدالله پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي چې نن یې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي سره یوځای د افغانستان لپاره د المان له ځانګړي استازي جاسپر وییک او د هالنډ له ځانګړي استازي ایمایل ډی بونت سره کتلي دي.

‏عبدالله وایي په دې کتنه کې چې د افغانستان لپاره د المان سفیر مارکوس پوتزیل هم حضور درلود د افغانستان په روانو حالاتو او د افغانستان له خلکو سره د دغو هېوادونو د همکاريو په اړه خبرې وشوې.

: ‏د افغانستان لپاره د المان او هالنډ ځانګړو استازو کابل کې د اسلامي امارت له چارواکو او افغان سیاستوالو سره کتلي او د اړیکو، بشري مرستو او په افغانستان کې د اقتصادي، اجتماعي او بشري وضعیت د ښه والي په اړه یې بحث او خبرې کړې دي.

: ‏پخواني ولسمشر حامد کرزي کابل کې د ایران له ځانګړي استازي سره کتلي او د دواړو هیوادونو ترمنځ د روابطو په تړاو یې خبرې کړي.

په دې لیدنه کې، چې د حامد کرزي په کور کې ترسره شوې پخواني ولسمشر له افغانستان سره د ایران له مرستو او همکاریو مننه کړې.

: ‏د مصالحې عالي شورا پخواني رییس عبدالله عبدالله د ایران له ځانګړي استازي سره په خپل کور کتلي او د افغانستان پر روان وضعیت یې خبرې کړي.

عبدالله عبدالله وايي په دې کتنه کې ایراني لوري له افغانستان سره په اقتصادي، سوداګرۍ، بشري مرستو، تعلیم او نور برخو کې د همکاریو د دوام ژمنه وکړه.

: ‏د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، چې تېره شپه د کابل په خیرخانه کې د داعش خلاف عملیات شوي، چې په نتیجه کې یې یو داعش جنګیالی وژل شوی او څو تنه نور نیول شوې دي.

نوموړی وایي له نیول شویو کسانو څېړنې روانې دي.

: ‏د روسیې لخوا د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو لومړۍ جوپه را ورسیده.

دغه مرستې، چې په ۳ الوتکو کې را انتقال شوې او ۳۶ ټنه وزن یې درلود، اوړه، غوړي او کمپلې پکې شاملې دي.

: ‏افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې اته سلنه زیاتوالی راغلی دی.

له مخدره موادو سره د مبارزې برخه کې د ملګرو ملتونو اداره وايي، چې د مخدره موادو له اړخه د افغانستان عواید په کلنۍ کچه دوه میلیارده او ۷سوه میلیونو ته رسیدلي.

افغان بزګران هم وایي چې سږ کال خلکو ډېر کوکنار کرلي دي.

: ‏داعش ډلې د کابل په لویدیځه برخه کې د پرونیو دوو چاودنو مسوولیت پر غاړه اخستی دی.

: ‏د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي ملي وحدت د هیواد د عزت او د با ثباته نظام د جوړېدو یوازینۍ لار ده.

‏حامد کرزي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د طالبانو د امرباالمعروف او نهي عن المنکر وزیر وروستۍ څرګندونې د تبصرې وړ نه بولي، خو توصیه ورته کوي چې ملي وحدت، اتحاد او اتفاق د هېواد د عزت او د یو با ثباته ملي نظام د جوړیدو لاره ده.

‏دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزیر په خپلو وروستیو څرګندونو ویلي، چې حامد کرزی، عبدالله عبدالله او فضل هادي مسلیمار تر ټولو ستر مجرمین دي، خو د دوی له خوا عفو شول.

: ‏د حزب اسلامي یو تن غړی احسان توخی چې څه موده وړاندې د اسلامي امارت لخوا د یو سوء تفاهم په نتیجه کې زنداني شوې وو نن الحمدلله د الله تعالی په مرسته له زندان څخه ازاد شو.

: ‏امیرخان متقی، سرپرست وزارت خارجه با نماینده‌گان خاص کشورهای آلمان و هالند دیدار کرده است. محمد نعیم، سخنگوی دفتر سیاسی امارت اسلامی در قطر، می‌گوید که طرف‌ها در باره فراهم ساختن کمک‌های بشری به افغانستان صحبت کردند.

‏آقای نعیم گفته است که هیأت آلمانی و هالندی وعده داده اند که راه‌های را برای پرداخت معاشات استادان و کارمندان صحی جستجو می‌کنند.

: ‏غلام محمد اسحاق زي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ځانګړې غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې افغانستان باید له اوسني وضعیت وژغورل شي او نړیواله ټولنه دې د بشري مرستو لپاره خپلې هڅې ډېرې کړي.

: ‏ضمیر کابلوف، نمایندۀ ویژه رییس‌جمهور روسیه در امور افغانستان می‌گوید که طالبان بسیار بهتر از دولت امریکا و دولت سابق افغانستان با داعش مبارزه می‌کند و این اقدام طالبان را در راستای منافع منطقه‌یی و بین‌المللی مهم دانست.

: ‏واسیلی نبنزیا، نماینده روسیه در سازمان ملل در نشست شورای امنیت درباره تحولات افغانستان، با اعلام حمایت از ایفای نقش این سازمان در ارائه کمک‌های بشردوستانه به افغانستان، در خصوص آمادگی مسکو برای ارسال کمک‌های خوراکی و دارویی به کابل نیز ابراز آمادگی کرد.

: ‏د برېټانیا لومړي وزیر بوریس جانسون ددغه هېواد پارلمان ته په یوه استجوابیه غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې دوی د افغانستان وضعیت له نږدې څاري او ډېر مسایل ورته د اندېښنې وړ دي.

: ‏مخکښ امریکايي سناتور لیندسي ګراهام په خپله یوه تازه مرکه کې پر بایډن سختې نیوکې کړې دي او په وینا یې هغه تل د امریکا بهرنی سیاست زیانمن کړی دی.

: ‏په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي د امنیت شورا په غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي، چې د پیسو نړیوال صندوق او نړیوال بانک دې له افغانستان سره خپله همکاري پيل کړي.

: ‏د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو ویلي چې انقره به له باکو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي. هغه د اذربایجان پر خاوره د ارمنستان وروستی برید پارونکی بللی دی او ټینګار یې کړی دی چې که چېرته ارمنستان له خپلو کړنو لاس پر سر نه شي نو تاوان به وکړي.

: ‏د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره په اقتصادي، پانګونې، بشردوستانه مرستو، تعلیم او د کډوالو ستونزو ته د رسېدګي برخو کې همکاریو ته ژمن دی.

: ‏د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي د امریکايي تجهیزاتو په واسطه د طالبانو نظامي مانور یو غم انګیزه ننداره وه.

ټرمپ د طالبانو له خوا د امریکايي تجهیزاتو په واسطه مانور ته غبرګون ښودلی او ویلي، چې د امریکا ۸۵ میلیارد ډالري تجهیزاتو په واسطه دا مانور یوه غم انګیزه ننداره وه.

: ‏د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازې دیبورا لاینز د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ځانګړې غونډه کې د خبرو پر مهال د افغانستان وضعیت ترینګلی بللی او ویلي دي، چې په اوسني وضعیت کې د افغانستان د خلکو یوازې پرېښودل تاریخي تېروتنه ده.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟