No-IMG

متین بیک ته ولې سره او شنه کیږۍ؟!!

نن سبا د اشرف غني د ارګ خونې نازولي پخپل منځ کي سره برګ دي او یو بل باندې ګواهي ورکوي، د ځینو اوس ککرې کار کړی چي موږ غلط شوي وو او یو نړیوال فاسد غله ته مو د بابا او وطن دوست لقب ورکړی وو، ځینې لا هم غني ته دوه نیم سوه دانې القاب کاروي او ځینې چي د غني په بغل کی په چل ول او د خپلو شخصي موخو لپاره ننوتلي وو نن ور تف کوي، رټې یې او په سپکو یې یادوي؛ یو له هغو متین بیک وو، پوښتنه دا ده چي بیک ته ولې د ده خپل ملګري لاس په ماشه دي او هر یو هڅه کوي چي هدف و ولي خو ټول د یو اتلس رقمي دسترخوان په چار چاپیر کي ناست ملګري واست، خبره دا ده چي بیک د تش په نوم قومي ترکیب په ټیل ما ټیل کي، د ولس په سترګو کي د خاورو پاشلو په موخه چي ګواکې کابینه کي مو د هر ټبر استازي شتون لري، د یو ګوند د تضعیف او تجزیې په موخه او د ځوان نسل د فریب او غلطولو په موخه راوستل شوی وو؛ لکه قحط الرجال چي وي یوه ورځ یې هم بیکاره نه پرېښودلو او هرې ادارې ته یې ور مخ ته کولو.

په کوم نظام کي چي موخه د هېواد ابادي، د ولس سوکالي، د نظام د پایښت او بقاء، په ادارو کي د بنسټیز کارونو ترسره کول موخه نه وي، د ولس د هوساینې لپاره طرحه او برنامه نه وي، د ګمارنو لپاره تقوا، پاکي، اهلیت، شایستګي، وړتیا، اخلاص او ژمنتیا معیار نه وي؛ او د دې هرڅه پر ځای معیار او موخه بد اخلاقي، چور تالان، نا اهلو ته پر اهلو ارجحیت ورکول، له بیت المال غلا او بهر ته یې انتقالول او په ټوله کي نظام او نظامدارانو د هېواد تباهۍ، د بیت المال چور تالان، او د ولس په بد مرغۍ کي د خپلې نېکمرغۍ لټول موخه او کړنلاره وي نو خامخا به د متین بیک په شان یو نا اهله او بیسواده نازولی شهزاده د یو لاس تړلي او مظلوم ولس پر سر حکمران وي، د تبصرو او نیوکو کول خو یې بلکل حق دی د یوې کاسې او دسترخوان پخواني ملګري د ناحقه نه ورته سره او شنه کیږي، اوس وخت له وخته تیر دی او هیڅ په لاس نه درځي، که شل وضاحتونه او ځوابونه هم ولیکۍ ګټه نلري ځکه افغان ولس تاسو ښه پیژندلي یاست ستاسو درواغجنې، په اداري او اخلاقي فساد ککړې څیرې یې ښې پیژندلي دي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟