No-IMG

حکمتيار: امريكا در پى انتقام شكست شرم آور و ننگين خود است

متن خطبه محترم حکمتيار صاحب (جمعه 28 عقرب 1400)

الحمد للّٰهِ و كفى و سلام على عباده الذين اصطفى و بعد: فاعوذ باللّٰهِ من الشيطن الرجيم بسم الله الرحمن الرحيم

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ لَا تَتَّخِذُواْ عَدُوِّى وَعَدُوَّكُمۡ أَوۡلِيَآءَ تُلۡقُونَ إِلَيۡهِم بِٱلۡمَوَدَّةِ وَقَدۡ كَفَرُواْ بِمَا جَآءَكُم مِّنَ ٱلۡحَقِّ يُخۡرِجُونَ ٱلرَّسُولَ وَإِيَّاكُمۡ أَن تُؤۡمِنُواْ بِٱللّٰهِ رَبِّكُمۡ إِن كُنتُمۡ خَرَجۡتُمۡ جِهَٰدٗا فِى سَبِيلِى وَٱبۡتِغَآءَ مَرۡضَاتِى ۚ تُسِرُّونَ إِلَيۡهِم بِٱلۡمَوَدَّةِ وَأَنَاْ أَعۡلَمُ بِمَآ أَخۡفَيۡتُمۡ وَمَآ أَعۡلَنتُمۡ ۚ وَمَن يَفۡعَلۡهُ مِنكُمۡ فَقَدۡ ضَلَّ سَوَآءَ ٱلسَّبِيلِ *  الممتحنه: 1

الله تعالى فرمايي:

اې هغو چي ايمان ئې راوړى! زما دښمنان او خپل دښمنان؛ دوستان مه نيسئ، داسي چي د دوستۍ (پيغام) وررسوئ، حال دا چي دوى په هغه حق كافران شوي چي تاسو ته درغلى، پيغمبر او تاسو له دې كبله باسي چي پر خپل رب مو ايمان راوړئ، كه (په رښتيا) زما په لار كي د جهاد لپاره او زما د رضاء په لټه كي وتلي يئ؛ په پټه هغوى ته د دوستۍ (پيغام) استوئ په داسي حال كي چي زه په هغه څه هم ښه پوهېږم چي تاسو ئې پټوئ او په هغه څه هم چي تاسو ئې څرگندوئ؛ او له تاسو چي هر څوك دا كار وكړي نو يقيناً چي سمه لار ئې وركه كړې.

د دې مبارك آيت لارښووني دا دي:

•             اې مؤمنانو! هغه څوك د دوست په توگه مه نيسئ او دوستي ورسره مه پالئ چي له الله تعالى سره دښمني كوي، تگلاره ئې د الله د دښمنانو تگلاره ده، كړني ئې د الله د قهر او غضب باعث دي، الله هغه د حق دښمن گڼي او دى له الله، د هغه له دين او الهي سننو سره عناد او دښمني كوي.

      لومړى اصل چي له يو چا سره د موالات او دوستي په اړه بايد مراعات شي او همدې ته په پام سره خپل دوست او دښمن وټاكئ؛ دا دئ چي وگورئ هغه ستاسو د رب او دين په وړاندي كوم دريځ او تگلاره غوره كړې، د خداى دوست دئ كه دښمن، داسي نه چي شخصي گټي، قومي او نسبي اړيكي او سياسي مصالح د ملاك او معيار په توگه ونيسئ او له مخي ئې هغه څوك خپل دوست وگڼئ چي د خداى دښمن دئ.

     همدا راز د مسلمانانو دښمن ته د دوست په سترگه مه گورئ؛ څوك چي له مؤمنانو سره دښمني كوي، كه د زمكي په هر گوټ كي، د زمانې په هر پړاو كي او د مسلمانانو له هري ډلي او ملت سره وي؛ له هغه سره به دوستي نه پالئ.

•             هغو دښمنانو ته د دوستۍ پيغامونه او د حسن نيت هيئتونه مه لېږئ چي له حق او حقيقت انكار كوي، ستاسو د دين په اړه ئې د كفر او انكار لار غوره كړې، پيغمبر عليه السلام او مؤمنان يوازي له دې كبله له خپل كلي، كور او وطن باسي چي پر خپل رب ئې ايمان راوړى، دا هغه ناوړه او ناروا كار دئ چي نه د الله د لاري له مجاهدينو سره ښايي او نه له هغو سره چي د الله تعالى د رضاء په لټه كي وي.

•             مه په پټه هغوى ته د دوستۍ پيغام استوئ او مه په څرگنده؛ بايد دې ته متوجه وئ چي ستاسو معامله له هغه رب سره ده چي په هر څه پوهېږي؛ په هغه څه هم چي تاسو ئې پټوئ او په هغه څه هم چي تاسو ئې څرگندوئ.

•             له تاسو چي څوك دا كار وكړي نو يقيناً چي سمه لار ئې وركه كړې، له هغي لاري كوږ شوى چي د الله تعالى په لور درومي، هغه چي په دنيا كي بريا او په آخرت كي سعادت او فلاح ورپوري تړلې ده.

     په حقيقت كي د الله او د دين له دښمن سره موالات داسي معيار او ملاك دئ چي له مخي ئې د هر چا ايمان ارزولى شو، چا چي د خداى او دين؛ او اسلام دښمنو ځواكونو په وړاندي خپل حساسيت، نفرت او عداوت له لاسه وركړ، كركه او عداوت ئې په موالات او مؤدت بدل شو، هغوى له ده سره او ده له هغوى سره خواخوږي څرگنده كړه، هغوى ته ئې د دوستۍ لاس اوږد كړ، نه د كفر جبهه له ده د خطر احساس وكړي او نه دى دغي جبهې ته د دښمن په سترگه وگوري، دواړه يو بل ته طمع او هيله ولري؛ دې كس په حقيقت كي د كفر په وړاندي خپل حساسيت له لاسه وركړى، ايمان ئې صدمه ليدلې، د ايمان ځلا ئې تته شوې، له فكري او اخلاقي پلوه د كفر جبهې ته نږدې شوى، د ايمان دعوى ئې دروغجنه ده، په زړه كي ئې هغه حساسيتونه ځپل شوي چي منشأ ئې رښتينى ايمان وي. د ايمان له كرښي د انسان د انحراف وروستۍ نښه دا ده چي د كفر په وړاندي ئې حساسيت تت شي او په خپل قول او عمل كي د كفارو په اړه خپله خواخوږي او موالات ښكاره كړي، د دې نښي له څرگندېدو وروسته د ده او د كفر تر منځ هيڅ د پام او اعتبار وړ واټن نه دئ پاته.

په ورپسې آيت كي په همدې ارتباط داسي راغلي:

إِن يَثۡقَفُوكُمۡ يَكُونُواْ لَكُمۡ أَعۡدَآءٗ وَيَبۡسُطُوٓاْ إِلَيۡكُمۡ أَيۡدِيَهُمۡ وَأَلۡسِنَتَهُم بِٱلسُّوٓءِ وَوَدُّواْ لَوۡ تَكۡفُرُونَ ٢

كه په لاس ورشئ نو دښمنان به مو وي او خپل لاسونه او ژبي به د تاوان په موخه ستاسو په لوري دراوږدوي او دا به خوښوي چي تاسو هم كافران شئ.

د دې مبارك آيت لارښووني دا دي:

•             كه مناسب فرصت تر لاسه كړي او پر تاسو ئې لاس بر شي؛ نو حتماً به ئې دښمني درته جوته شي، له لاس او ژبي به ئې تاسو ته تاوان رسېږي او دا به خوښوي چي تاسو د دوى په څېر كافران شئ.

•             هغه چا ته د دوست په سترگه مه گورئ چي مسلمانان ئې له لاس او ژبي خوندي نه وي، له هر فرصت په استفادې سره غواړي په خپل لاس او ژبي سره مسلمانانو ته تاوان ورسوي، په كمين كي دئ، كه تاسو په داسي حالت كي ومومي چي د خپل تېري له نتائجو ډاده وي نو له تېري به ډډه ونه كړي، دښمني به ئې جوته شي، پوه به شئ چي دى د دوست په جامه كي مناسب فرصت ته منتظر دښمن دئ، هڅه او خوښه ئې دا ده چي تاسو د دوى په څېر شئ، د ايمان له لاري ستاسو د كږولو، د دوى په لاري د تگ لپاره ستاسو د چمتو كولو او له فكري او اخلاقي پلوه په دوى پوري ستاسو د تړل كېدو لپاره پراخي او خطرناكي منصوبې لري.

يعني هم له هغه چا سره له دوستي ډډه وكړئ چي مسلمانان ئې له لاس او ژبي خوندي نه وي او هم له هغه چا سره چي له فكري پلوه د مسلمانانو مقابله كوي او د دوى د انحراف په لټه كي وي.

قرآن د همدې پورتنيو لارښوونو لپاره زموږ په وړاندي د ابراهيم عليه السلام او د هغه د مؤمنو ملگرو تگلاره د تاريخي مثال په توگه ږدي او فرمايي:

قَدۡ كَانَتۡ لَكُمۡ أُسۡوَةٌ حَسَنَةٞ فِيٓ إِبۡرَٰهِيمَ وَٱلَّذِينَ مَعَهُۥٓ إِذۡ قَالُواْ لِقَوۡمِهِمۡ إِنَّا بُرَءَٰٓؤُاْ مِنكُمۡ وَمِمَّا تَعۡبُدُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ كَفَرۡنَا بِكُمۡ وَبَدَا بَيۡنَنَا وَبَيۡنَكُمُ ٱلۡعَدَٰوَةُ وَٱلۡبَغۡضَآءُ أَبَدًا حَتَّىٰ تُؤۡمِنُواْ بِٱللَّهِ وَحۡدَهُۥٓ إِلَّا قَوۡلَ إِبۡرَٰهِيمَ لِأَبِيهِ لَأَسۡتَغۡفِرَنَّ لَكَ وَمَآ أَمۡلِكُ لَكَ مِنَ ٱللَّهِ مِن شَيۡءٖۖ رَّبَّنَا عَلَيۡكَ تَوَكَّلۡنَا وَإِلَيۡكَ أَنَبۡنَا وَإِلَيۡكَ ٱلۡمَصِيرُ ٤ رَبَّنَا لَا تَجۡعَلۡنَا فِتۡنَةٗ لِّلَّذِينَ كَفَرُواْ وَٱغۡفِرۡ لَنَا رَبَّنَآۖ إِنَّكَ أَنتَ ٱلۡعَزِيزُ ٱلۡحَكِيمُ ٥

بې شكه چي تاسو ته په ابراهيم او د ده په ملگرو كي غوره بېلگه شته؛ هغه مهال چي خپل قوم ته ئې وويل: له تاسو او له ټولو هغو معبودانو بې زار يو چي تاسو ئې له الله پرته لمانځئ، له تاسو منكر يو، زمونږ او ستاسو ترمنځ به عداوت او دښمني د تل لپاره او تر هغه څرگنده وي چي تاسو يوازي پر يوه الله ايمان راوړئ، مگر خپل پلار ته د ابراهيم هغه وينا چي حتماً به تا ته بخښنه غواړم په داسي حال كي چي له الله تا ته كوم څه په واك كي نه لرم، اې زموږ ربه! پر تا مو توكل كړى، ستا لوري ته مو رجوع كړې او بېرته ستنېدا ستا لوري ته ده، 5- اې زموږ ربه! موږ هغو ته يوه آزموينه مه كړې چي كفر ئې غوره كړى او اې زموږ ربه! موږ ته بخښنه وكړه، يقيناً چي ته باحكمت عزتمن يې.

دلته د مخكينيو اساسي مطالبو لپاره يوه تاريخي بېلگه زموږ په وړاندي انځور شوې؛ د كافر او مشرك قوم او خپلوانو په وړاندي د ابراهيم عليه السلام او د ده د موحدو ملگرو دريځ زموږ مخي ته ږدي چي په ترڅ كي ئې د موالات په څرنگوالي ښه پوه شو او د هر ډول ابهام او شك مجال له منځه ولاړ شي؛ موږ ته وايي:

•             د ابراهيم عليه السلام او د ده د خداى پالو ملگرو په تگلاري كي د مؤمنانو لپاره غوره بېلگه او مثال شته؛ راشئ وگورو چي د خداى پالو او موحدينو ستر جد ابراهيم عليه السلام چي قرآن د خليل الله لقب وركړى، ستر موحد، د مسلمان ملت جد، د تاريخ اتل بت ماتوونكى، د بيت الله معمار، د حج لومړنى مؤذن، د خلكو امام او لارښود، په سختو سختو الهي آزموينو كي بريالى او د ده رښتيني او مؤمنو ملگرو له خپل مشرك قوم او كافرو خپلوانو سره څه كړي او قرآن موږ ته د دوى د قصې په ترڅ كي څه درس راكوي؟! څه دريځ او تگلاره ئې غوره كړې؟

قرآن موږ ته وايي چي دوى خپل قوم ته وويل: له تاسو او له ټولو هغو معبودانو بې زار يو چي تاسو ئې له الله پرته لمانځئ، يعني له دې وروسته له ټولو هغو اړيكو بې زار يو چي تر نن پوري مو له تاسو سره درلودې، نور زموږ او ستاسو تر منځ د دوستۍ او خپلوۍ هيڅ اړيكه نشته، ټولي اړيكي مو شلولې دي، ستاسو له دروغجنو آلهه او معبودانو كركه لرو، له هر هغه څه خپل برائت او بېزاري اعلانوو چي تاسو ئې له الله تعالى پرته لمانځئ. گورئ چي ابراهيم عليه السلام او د ده خداى پال او مؤمن ياران هم له (مشرك قوم) خپله بې زاري اعلانوي او هم د دوى له (كاذبو اصنامو او معبودانو)، نور نو نه قومي او نسبي اړيكو ته ارزښت وركوي او نه د مشرك قوم معبوادنو ته احترام او درناوى!! داسي نه وايي چي د (نمرود) په خلاف د (ولس) د حمايت او مرستي ترلاسه كولو لپاره كه د ولس پر (اصنامو) د درناوي څادر وغوړوو او د گلانو گېډۍ ئې مخي ته كېږدو دا كار جائز دئ او كومه شرعي مانع نه لري!!! 

•             نه يوازي دا چي له خپل مشرك قوم سره خپلي اړيكي شلوي او د دوى له دروغجنو معبودانو انكار كوي بلكي نفي او انكار كافي نه گڼي او په صريحو الفاظو اعلان كوي چي له نن وروسته به زموږ او ستاسو تر منځ (عداوت) او (بغض) تر هغه په مستمره او انقطاع نه منونكې توگه ادامه كوي چي تاسو له شرك او كفر لاس واخلئ او پر يوازيني رب ايمان راوړئ، دا دئ گورئ چي د شرك او كفر د جبهې په وړاندي د ابراهيم عليه السلام او د ده د خداى پالو پلويانو او امتيانو په چلن كي د (دوستۍ) پر ځاى (عداوت) او د (نرمښت او مداهنت) پر ځاى (بغض او كركه) اعمال كېږي، هغوى ته وايي: له تاسو منكر يو، زمونږ او ستاسو ترمنځ به عداوت او دښمني د تل لپاره او تر هغه څرگنده وي چي تاسو يوازي پر يوه الله ايمان راوړئ.

له هغه وروسته چي ابراهيم عليه السلام او ياران ئې له خپل قوم او د دوى له دروغجنو معبودانو خپل برائت څرگندوي، خپل مستمر بغض او عداوت اعلانوي؛ په دې تلپاته او نه پخلا كېدونكې مبارزې كي؛ سره له دې چي تش لاسي دي او سره له دې چي د دوى او دښمن تر منځ د ځواك، عدد و عدة له پلوه ژور توپيرونه شته، خو هغوى پر خپل رب توكل كوي، له الله تعالى پرته بل ته د مرستي لاس نه اوږدوي، بل درشل ته پناه نه وړي، خداى ځان ته كافي گڼي او په خپلي دعاء كي وايي: اې زموږ ربه! پر تا مو توكل كړى، ستا لوري ته مو رجوع كړې او بېرته ستنېدا ستا لوري ته ده، اې زموږ ربه! موږ هغو ته يوه آزموينه مه كړې چي كفر ئې غوره كړى او اې زموږ ربه! موږ ته بخښنه وكړه.

•             يعني پر خپل رب توكل كوي، له بل هر چا او هر لوري په بشپړي بې نيازۍ او استغناء سره د الله تعالى لوري ته رجوع كوي، هره پېښه او حادثه له دې كبله په ورين تندي مني او پر نتائجو ئې راضي او قانع وي او په وړاندي ئې صبر كوي چي مطمئن دي په پاى كي د خپل رب لوري ته درومي او اجر به ئې ترلاسه كوي.

•             دوى په دې باور دي چي الله تعالى عزيز او حكيم دئ، په دې قادر دئ چي دوى ته پر دښمن برى وركړي كه څه هم د زور ځواك، عدد و عدة او وسائلو او ذرائعو له پلوه دښمن برلاسى دئ، عزيز خداى د مغرور دښمن په ماتولو او تش لاسو مؤمنانو ته د بريا په وركولو قادر دئ، همداراز په دې باور دي چي په هري پېښي كي دوى ته خير او مصلحت مضمر دئ، دا ځكه چي پېښي د هغه الله تعالى په اراده رامنځته كېږي چي حكيم دئ؛ نو ځكه نه د ضعف احساس كوي، نه مأيوس كېږي او نه دښمن ته تسليمېږي.

     برادران و خواهران عزيز!

     ناتو و كشور هاى شامل اين پكت؛ بعد از شكست شرم آور؛ در پى انتقام از افغان ها و جبران حيثيت ذوب و زائل شده شان اند؛ از يك سو حكومت جديد افغانستان را زير فشار هاى مضاعف گرفته اند، تحريم ها وضع كرده اند، سرمايه هاى بانكي افغانستان را منجمد نموده، از مخالفين نظام حمايت مى كنند، دفترى در واشنگتن براى مقاومتگران مستقر در كولاب؛ باز كرده، مانع به رسميت شناختن حكومت جديد شده اند، نگذاشتند نماينده افغانستان در سازمان ملل متحد از كشور ما نماينده كند، همانگونه كه سفراء حكومت قبلى به نمايندگى از افغانستان در تمامى سفارت هاى اين كشور ها به مأموريت قبلى شان ادامه داده اند؛ خواستند نماينده قبلى افغانستان در سازمان ملل متحد نيز به كارش ادامه دهد و در اجلاس اسامبله عمومى ملل متحد سخنرانى كند؛ اما او اين شهامت را داشت كه مرتكب اين ننگ تاريخى نشود

اما در عين حال تلاش مى ورزند؛ نمايندگى هاى ديپلوماتيك شان را در كابل بازگشايى كنند، همكاران نظامى، سياسى، استخباراتى و مطبوعاتى شان را از افغانستان انتقال دهند،  و اجازه فعاليت هاى سياسى - استخباراتى شان را تحت پوشش كمك هاى بشرى دريافت كنند.

نه ايمان اجازه مى دهد، نه عقل و نه عزت النفس كه با تمامى اين دشمنى ها و كينه توزى ها؛ اجازه فعاليت هاى سياسى و استخباراتى به كشور هايى داده شود كه دشمنى هاى شان را عليه كشور ما تشديد كرده اند و در پى تحميل جنگى ديگر و سرنگونى حكومت كنونى اند.

ممكن است عده اى تصور كنند كه انعطاف و تنازل در برابر فشار هاى ايالات متحده امريكا؛ هم از دشمنى غرب عليه افغان ها خواهد كاست و هم از مشكلات ما. اين را مى توان ساده انديشى كسانى خواند كه نه از آموزه هاى قرآن آگاه اند، نه از نيات بد و عزائم معاندانه استعمارگران غربى در باره جهان اسلام و امت اسلامى واقف اند و نه از تاريخ استعمارگران غربى و جنايات شان در تمامى كشور هاى اسلامى آسيا، افريقا و اروپا؛ در طول تاريخ و مخصوصاً در دو قرن گذشته؛ اطلاعى دارند. بريتانيا، فرانسه، جرمنى، ايتاليا، هاليند و در رأس همه ايالات متحده امريكا؛ همه مشتركاً و هر يكى جداگانه؛ در كشور هاى اسلامى افغانستان، عراق، سوريه، ليبيا، مراكش، سودان، سومال، يمن، اردن، عمان، ايران، پاكستان، هند، مليزيا، اندونيزيا و بقيه كشور هاى اسلامى؛ مليون ها مسلمان را كشته اند، كشور هاى شان را اشغال كرده اند، جنگ هاى خونين و طولانى را بر آنان تحميل نموده، جهان اسلام را به كشور هاى كوچك كوچك قريه نما؛ تقسيم نمودند، حكومت هاى مفسد و وابسته را بر آنها مسلط كردند و از طريق آنها بر تمامى ثروت هاى اين كشور ها و مقدرات شان مسلط شدند.   

انتظار و طمع حمايت و كمك از غرب؛ نه تنها يك اشتباه بزرگ و جبران ناپذير است بلكه سفاهت است؛ كسى اين اشتباه را مرتكب مى شود كه نه به ارزش ها و رهنمود هاى دينى تمكين دارد و نه از چهار دهه جنگ خونين افغانستان درس و پندى گرفته. طمع خام رسيدن به قدرت؛ از طريق سازش هاى ننگين و تنازل هاى ذلت آور و اهانت بار و پشت پا زدن به ارزشها؛ انسان را به افتادن در پاى دشمن مى كشاند.

قرآن اين را از خصلت هاى نفاق و منافقين مى داند كه كسى از كافر و دشمن خدا و پيامبرش؛ طمع رسيدن به عزت داشته باشد؛ چنانچه مى فرمايد:

بَشِّرِ ٱلۡمُنَٰفِقِينَ بِأَنَّ لَهُمۡ عَذَابًا أَلِيمًا ١٣٨ ٱلَّذِينَ يَتَّخِذُونَ ٱلۡكَٰفِرِينَ أَوۡلِيَآءَ مِن دُونِ ٱلۡمُؤۡمِنِينَ ۚ أَيَبۡتَغُونَ عِندَهُمُ ٱلۡعِزَّةَ فَإِنَّ ٱلۡعِزَّةَ لِلّٰهِ جَمِيعٗا ١٣٩ النساء: 138-139

به منافقان بشارت بده كه براى شان عذاب دردناك است؛ آنان كه به جز مؤمنان؛ كافران را اولياء و دوستان خود مى گيرند؛ آيا عزت را نزد شان مى جويند؛ در حالى كه عزت همه نزد خداست.

منافق از سياست هاى منافقانه اش انتظار نتائج دلخواه را دارد؛ منتظر دستيابى به اغراض و اهداف منحط خود است؛ خداوند جل شأنه مى فرمايد كه به او بر عكس انتظار واهى اش؛ از فرارسيدن عذاب دردناك بشارت بده.

تمامى افغان هاى مؤمن، هوشيار و آزادى خواه؛ به خوبى درك مى كنند كه امريكا در پى انتقام شكست شرم آور و ننگين خود است، هرگز افغانستان آزاد، مستقل، سربلند، فارغ از جنگ و داراى حكومت اسلامى را تحمل نخواهد كرد و براى جلوگيرى از تأسيس چنين كشورى؛ از هيچ تلاشى خوددارى نخواهد ورزيد.

     راه حل مشكلات كنونى كشور و ملت ما كه عامل اساسى آن؛ تجاوزگران و اشغالگران اند؛ اين نيست كه از آنان استمداد بجوييم و دست نيازمندى به سوى شان دراز كنيم؛ راه حل همان است كه ابراهيم عليه السلام؛ جد امت اسلامى، معمار كعبه، قهرمان يكتا پرستى و توحيد، نامور ترين بت شكن تاريخ و ياران مؤمن و موحدش اختيار كرد؛ توكل بر خدا، عزم راسخ، اكتفاء بر امكانات ذاتى و توحيد صفوف تمامى افغان هاى متعهد به اسلام و هموطنان مؤمن و مجاهد ما؛ كه كشور در نتيجه جهاد و قربانى هاى آنان آزاد گرديد؛ يقيناً كه يگانه راه حل مشكلات ما همين است؛ آنان كه دو ابر قدرت را از اشغال دائمى كشور شان؛ مأيوس ساختند و واداشتند به اراده افغان هاى مؤمن و آزاده تمكين كنند و با سرافگندگى از افغانستان بيرون شوند؛ قادر اند به بحران بعد از جنگ نيز پايان بخشند و به عنايت و فضل الهى بر مشكلات موجود فائق آيند.  

سُبْحَانَكَ اللهُمَّ بِحَمْدِكَ نَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ، نَسْتَغْفِرُكَ وَنَتُوبُ إِلَيْكَ

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟