No-IMG

مهم ترین های امروز شنبه

: ‏د مالیې وزارت وایي، چې د دولتي کارکوونکو د درې میاشتو معاشونو یوځای ورکوي.

د مالیې وزارت ویاند وویل، چې د ټولو دولتي کارکوونکو د سنبلې، میزان او عقرب میاشتو معاشونو به یوځای اجرا شي.

: ‏ذبیح الله مجاهد، سخنگوی امارت اسلامی می‌گوید که امارات متحده عربی سفارت‌اش در کابل را باز کرده است.

: ‏کورنیو چارو وزارت وايي د کابل ښار له مختلفو سیمو یې په نشه يي توکو  ۲۷۱۸ روږدي کسان را ټول کړي او روغتونونو ته یې منتقل کړې دی.

مسوولان وایي، دغه کسان یې تېره یوه اونۍ کې را ټول کړي او ځیني یې تر درملنې وروسته بېرته رخصت کړي دي.

: ‏د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د قزاقستان استانه کلپ په شپږم کنفرانس کې په انلاین ډول برخه اخستې.

حامد کرزي په دې کنفرانس کې تېرو شلو کلونو کې له افغانستان سره د قزاقستان هیواد له مرستو په ځانګړې توګه افغان ځوانانو ته د بورسونو د ورکړې برخه کې مننه کړې.

‏کرزي له دې هیواد څخه غوښتنه کړې، څو افغان ځوانانو ته لا ډېر بورسونه ورکړي.

: ‏د افغانستان د ماليې وزارت وياند نن په يوې خبري ناستې کې ويلي، چې  تېر نظام له پورونو بل څه په ميراث نه دي پرېښودلي؛ درې میلیارده ډالر يې له شرکتونو وړي.

نوموړي دا هم ويلي دي چې د تخنيکي بهير وروسته به د تېر حکومت متقاعد کسانو ته هم معاشونه ورکړي.

: ‏کورنیو چارو وزارت په يوې خبرپاڼې کې ليکلي، چې بلخ کې د مشهور ډاکټر نادر عالمي په وژونکو پسې سر دي او به يې نېسي.

د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د نوموړي او دوه نور کسانو د تښتونې په تړاو يې د يوې لس کسيزې ډلې اته نېولي چې دوه نور به يې هم ونېول شي.

: ‏د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازي، ضمیر کابلوف له يوی روسۍ  ټلویزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي چې هېواد یې په افغانستان کې د لویو اقتصادي پروژو د ګډون لپاره چمتو دی.

نوموړي دا هم ويلي دي چې روسيه په افغانستان کې د سیاسي ثبات او يو غښتلي او واحد افغانستان هيله لري.

: ‏امریکا پر اروپایي هېوادونو غږ کړی چې پر اوکراین د روسیې د برید د مخنیوي لپاره باید پر یوه جامع تګلاره توافق وکړي او په خبره یې څومره چې په دې مسئله کې ځنډ رامنځ ته کېږي د روسیې د برید مخنیوی دومره ګرانېږي.

: ‏د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن په صنعا کې د امریکا پر سفارت د حوثیانو برید غندلی دی او زیاته کړې یې ده چې حوثیان باید د امریکا سیمه ییز کارکوونکي خوشې کړي، لوټ کړي توکي بېرته سفارت ته یوسي او ژر تر ژره د سفارت له صحنه ووځي.

: ‏والی ادیمو، معاون وزارت خزانه‌داری امریکا روز گذشته در سفری به دوحه با مقام‌های بلندپایه قطری دیدار کرد. وزارت خزانه‌داری امریکا می‌گوید که در این دیدار دو طرف در کنار سایر مسایل، در باره فراهم سازی کمک‌های بشردوستانه به مردم افغانستان نیز گفت‌وگو کردند.

: ‏وانگ‌یو، سفیر چین در افغانستان می‌گوید که تا اکنون ده پرواز جلغوزه افغانستان به چین صادر شده است. او می‌افزاید که بیست شش تُن جلغوزه افغانستان در مدت چند دقیقه در چین به گونه آنلاین به فروش رسیده است.

: ‏له ماشومانو د ملګرو ملتونو سازمان د ملاتړ صندوق، سږکال له لوږې او خوارځواکۍ سره مخ د زرګونو افغان ماشومانو له امله، د ماشومانو نړۍواله ورځ ونه لمانځله.

یونېسف ویلي دي چې په افغانستان کې څه باندې یو مېلیون ماشومان د خوارځواکۍ له امله د مرګ له ګواښ سره مخ دي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟