No-IMG

مهم ترین های امروز دوشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏ملګري ملتونه وايي، د افغانستان بانکي سیستم د له منځه تلو له احتمالي خطر سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام په یو تازه راپور کې وايي، چې د پورونو نه ورکړه او د پس انداز ټیټه کچه کېدای شي تر څو میاشتو د افغانستان بانکي سیستم د له منځه تلو سبب شي.

‏د یادې برخې مسوول رویټرز خبري اژانس ته ویلي، د افغانستان د بانکي سیسټم د ملاتړ له پاره باید کوټلي ګامونه واخيستل شي او پر یوه داسې طرحه کار وشي چې د افغانستان د بانکي نظام ملاتړ پکې شوی وي.

: ‏افغاني ټولنه کې په عاميانه اصطلاح ډاکټر ته د قصاب کلمه هم کارول کېږي؛ د ناروغ او ناروغ لرونکو موخه له دې کلمې دا ده، چې په شخصي روغتونونو او کلينيکونو کې ډاکټر لوړ فيس اخلي؛ پرته له دې چې د خلکو اقتصادي وضعيت په اړه فکر وکړي، په ډېر مقدار او لوړ قيمت درمل ليکي.

د عامې روغتيا وزير وايي چې ورته ستونزو ته د حل په پار يې پر يوې داسې طرحې کار روان کړی دی چې په پایله کې به د شخصي روغتونونو او کلينيکونو فسيونه، د درملو بيې او د معاينې پيسې او فيس مشخص شي.

: ‏د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، چې حکومت د ځنګلونو د وهلو د مخنیوي لپاره پوځي قطعه جوړوي.

 کرنې وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د لرګیو د قاچاق او غیرقانوني لېږد د مخنیوي په پار يې کړنې ګړندۍ کړې دي.

: ‏د ځغاستې نابینا افغان لوبغاړي ولي محمد نوري په لندن کې یوه سیالۍ کې اتلولي وګټله.

نوري د ۱۰ کیلومټره واټن ځغاستې سیالۍ کې، د ۵۰۰ نابینا ځغاستونکو له منځه، لومړی مقام خپل کړ.

: ‏د کورنیو چارو وزارت وایي، چې کابل کې یې د انسان تښتونې په تور دوه کسان نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت په وینا، پر دغو دوو کسانو تور دی، چې څه موده وړاندې یې یوه مور او زوی تښتولي وو او بیا یې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېښي وو.

: ‏د افغانستان ا.ا د ویاند مرستیال بلال کریمي د رسنیو اړوند خپور شوي هغه مکتوب ته په اشارې چې پکې له رسنیو څخه د خپرونو د سمونې غوښتنه شوې وه ویلي، د رسنیو اړوند خپور شوی مکتوب یوازې یوه توصیه وه او عملي کول یې جبري نه دي.

: ‏سعید خوستي ویلي چې په پاسپورټ ریاست کې رامنځته شوې تخنیکي ستونزه اوارېدو ته نږدې شوې ده او په راتلونکو ورځو کې به دغه بهیر بېرته پیل شي.

: د افغانستان اسلامي امارت د بریټانیا د لومړي وزیر د هغو څرګندونو هرکلی کړی چې له اسلامي امارت سره یې د تعامل په اړه کړې وې. د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د افغانستان اسلامي امارت په تړاو د بوریس جانسن د دریځ ستاینه کوي. مجاهد زیاته کړې چې اسلامي امارت د بریټانیا په ګډون له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو درلودو غوښتونکی دی او ټولو نړیوالو اصولو ته ژمن دی.

: ‏شیرمحمد عباس ستانکزی، معین وزارت خارجه در دیدار با مسوولان در نیمروز گفت که مسوولان امارت اسلامی سعی و تلاش شبانه روزی می‌کنند که به همه مشکلات ملت رسیدگی کنند، زیرا آسایش و آرامش حق همه اتباع افغانستان است.

: ‏بنیاد خیریه کاتور برای ۱۲۰ خانواده آسیب‌دیده در مرکز و ولسوالی‌های رخه و عنابه پنجشیر موادخوراکی توزیع کرد.

: ‏په ننګرهار کې د تل پسرلي شرکت تاجکستان ته ۷۶ ټنه د چرګانو خوراکه صادره کړه.

مسوولین وايي چې ډېر ژر به نورو هېوادونو ته هم ولېږدول شي.

ننګرهار کې د چرګانو خوراکه په نړيوال معيار جوړېږي او تمه شته چې په نږدې کې به په بهر کې هم ښه بازار ولري.

: ‏مسوولان در هلمند می‌گویند که به کمک صندوق مالی حمایت از اطفال سازمان ملل متحد یک دستگاه تولید آکسیجن به ارزش نزدیک به ۴۱ میلیون افغانی در آن ولایت به فعالیت آغاز کرد.

به گفته مسوولان این دستگاه در ۲۴ ساعت ظرفیت تولید ۲۰۰ بالون آکسیجن را دارد.

: ‏موسسه KRO برای ۶۵۰۰ دهقان در مرکز و ولسوالی‌های ناوی، مارجه، نادعلی و گرم‌سیر ولایت هلمند تخم اصلاح شده گندم توزیع کرد.

: خدیجه چنگیز، نامزد جمال خاشقجی، روزنامه‌نگار اهل عربستان سعودی که در سرکنسولگری این کشور در استانبول کشته شد، با انتشار نامه‌ای سرگشاده به جاستین بیبر خواننده معروف کانادایی از وی خواست تا کنسرت خود در عربستان سعودی را لغو کند.

او در این نامه که در روزنامه واشنگتن پست منتشر شده‌ است، نوشت: شاید شنیده‌ای آن قتل وحشیانه و بی‌رحمانه که در سراسر جهان تیتر یک رسانه‌ها شده بود و از آن روز تاکنون تعداد زیادی از سازمان‌های حقوق بشری و مدافعان عدالت از جمله من می‌خواهیم عاملان این قتل مواخذه شوند.

چنگیز در ادامه افزود: لغو کنسرت توسط شما یک واکنش قوی برای رژیم عربستان سعودی خواهد بود که صدای مخالفان را خفه می‌کند.

کنسرت جاستین بیبر خواننده معروف کانادایی در پنجم دسامبر ماه آینده در عربستان سعودی برگزار خواهد شد.

: سهیل شاهین، سخنگوی دفتر طالبان در قطر در گفت‌وگو با خبرنگار آناتولی اظهار داشت: قبول دارم که مشکلاتی داریم، اما این مشکلات مشکلی نیست که بقای ما را تهدید کند. 20 سال پیش ما مقاومت در برابر اشغالگری ایالات متحده و 54 کشور دیگر را از صفر آغاز کردیم، غرب عمدا به بحران اقتصادی در افغانستان دامن می‌زند.

شاهین با بیان اینکه هدف اولیه طالبان غلبه بر مشکلات اقتصادی است، گفت: متأسفانه قبل از روی کار آمدن ما خزانه و بانک‌های دولت خالی شده بود، مدیران رژیم قبل هنگام خروج پول‌ها را از بانک‌ها بردند، اما این پول مال مردم ما بود. با وجود این، ما همچنان از منابع خود مانند درآمدهای گمرکی و مالیاتی حقوق کارمندان و برخی از وزارتخانه‌ها را پرداخت کردیم.

: ‏د مالیزیا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویلي، چې طالبان باید افغانستان کې داسې نوی حکومت رامنځته کړي، چې د ټولو خلکو، په ځانګړي ډول د ښځو حقونه پکې تضمین وي.

: ‏میلبرن د افغانستان د اوسني وضعیت مسوولیت پر بایډن او د هغه پر ناکامو پوځي چارواکو ور اچولی دی او زیاته کړې یې ده چې امریکا باید دومره په اساني د افغانستان د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې نه وای بربادې کړې.

: ‏د سپینې ماڼۍ د مرکزي اسیا د چارو مسوول برت مک ګورک له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د وتلو ننګه کړې ده او زیاته کړې یې ده چې له دغه هېواد څخه وتل ځکه په ګټه و چې اوس د دوی ټول تمرکز پر منځني ختیځ دی.

: ‏د بیلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشنکو ویلي چې هېواد یې د افغانانو په ګډون د دوه زرو په شاوخوا کې د هغو کډوالو منلو په اړه د اروپایي ټولنې ځواب ته په تمه دی چې له ډېرې مودې راهیسي د پولنډ او بیلاروس د پولو ترمنخ سرګردانه ګرځي.

: د امریکا مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له فاکس نیوز سره په تازه مرکه کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل د دغه هېواد د تاریخ تر ټولو شرموونکې پېښه بللې ده. ټرمپ ویلي چې د افغانستان تخلیه د امریکا د تاریخ تر ټولو شرموونکې او تحیقروونکې پاڼه وه چې د دغه شرم مسوول جوبایډن دی. نوموړي ویلي، دی په ډېر عزت او تدبیر له افغانستان څخه د ځواکونو وتلو ته چمتو و او که چېرته یې دنده پای ته نه وای رسېدلې نو حتی یو میخ به هم ترې په افغانستان کې نه و پاتې شوی.

: ‏د ایران د ازاد او ځانګړي اقتصاد د عالي شورا مسوول ویلي چې سږکال یې له افغانستان سره د سوداګرۍ کچه کې لوړوالی راغلی دی. هغه زیاته کړې، ایران په پام کې لري چې له پاکستان او افغانستان سره د ځمکنۍ سوداګریزې راکړې ورکړې کلنۍ کچه پنځه میلیارد ډالرو ته ورسوي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟