No-IMG

قیامت به کله راځي؟؟؟

د پلازمینې کابل ښار په زړه کې د پوهنې د سپیڅلي کاروان د یو سپین ږیري مظلوم، بې وسه، فقیر او بیچاره خدمت کوونکي له دردونکي پېښې خبر شۍ:

۱- یو مظلوم سپین ږیری بوډا بابا د کابل ښار د پنځمې تعلیمي حوزې اړوند د پروفیسور رسول امین د ښوونځي خدمت کوونکي له بیت المال څخه د دفاع په ډګر کي خپل ژوند قرباني کړ، د پخواني مفسدې واکمنۍ پر مهال همدې لیسې ته غله (وحشي صفت انسانان) ورځي سپین ږیری شهید بابا وهي او د ښوونځي یو شمېر اجناس غلا کوي او له ځانه سره یې وړي، په سبا یې مسئول چارواکي لدې پېښې خبریږي، په ځای د دې چي له امنیتي ادارو د غلو د نیولو په اړه مرسته وغواړي او د نیولو په اړه یې اقدام وکړي برعکس دا مظلوم او بې وسه سړي باندې غلا شوي اجناس تاوانوي او په معاش کي خساره ورنه ګرځوي خو د میلیونونو ډالرو ستر ستر مفسدین نه محاکمه کیدل بلکه د نظام حاکمان وو.

۲- مفسد حکومت ړنګیږي او پر ځای یې نوی حکومت رامنځ ته کیږي، یو ځل بیا د تیر په شان وحشي صفته انسانان یاد ښوونځي ته د اجناسو د غلا په موخه داخلیږي خو مظلوم او بې وسه اما شجاع او د هېواد واقعي خدمت کوونکی سپین ږیری بابا وحشي صفته انسانان نه پریږدي چي د بیت المال اجناس غلا کړي، د دې لعنتي او جاهلو انسانانو له وحشیانه غبرګون سره مخ کیږي او د چړو په واسطه یې لړزان بدن سوری سوری کوي او په شهادت یې رسوي إنا لله و إنا إالیه راجعون، الله تعالی دې د معارف ستر، مخلص او وفادار خدمت کوونکی وبښي، د شهادت لوړې درجې د نصیب شي، کورنۍ او ټولو خواخوږو ته یې د زړه صبر غواړم.

قاتلین یې په دنیا سپک، ذلیله، رسوا او شرمنده او اشد مجازات ورته غواړم او په آخرت کي د الله ج ابدي ځای دوی ته دوزخ وګرځوي.

 

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟