No-IMG

د نړۍ لوی قوتونو په ګډه خلک له ګڼو ننګونو او اقتصادي بحران سره مخامخ کړي

د افغانستان په جغرافیه کې د نړیوالو سیاسي نظامي او اقتصادي رقابتونه غیر سالم حرکتونه او لاس وهنه خورا ډیر خطرناک کار دی.

 “هر څوک چې له اور سره لوبې کوي هغوی به ضرور د اور په لمبو کې سوزي

زما په اند د چین او امریکا دواړو ولسمشرانو د نړۍ اوسني وضعیت په رابطه به یو څه حقایق درک کړی اوسي، د سیاسي تعامل له لارې شاید دوی داسې فکر کړی وي، چې غیر سالم حرکتونه او رقابتونه ممکن لامل د دې شي چې ټول  خپل ملي او اقتصادي ارزښتونه له لاسه ورکړو؛ او بالاخره ساړه او ګرم جنګونه مو له شکست سره مخ کړي، نو د دوه لویو قوتونو تر مینځ جنګ د حللاره نه ده .

حتی د دوی ویره او تشويش د خپل مینځي سیاسي نظامي او اقتصادي شخړه دا هم ده چې ګویا نړۍ به حتماً له یو لوی اقتصادي ګواښ او بحران سره مخ کیږي او مسؤلیت به هم دوی ته راجع وي.

نو د نړۍ مؤثرو لیډرانو نه مو هیله دا ده چې ټول بشریت ته د ژوند کولو حق ورکړي، څو انسانان په دې نړیوال کلي کې د عزت او سوکاله ژوند ترسره کړي.

خو له بده مرغه د نړۍ لوی ځواکمنو قوتونو په ګډه له ګڼو ننګونو او اقتصادي بحران سره خلک مخامخ کړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟