No-IMG

د عدم تشدد (گاندهي گیري) متشدد لارویان

داوړ وايي د پاکستاني حکومت او پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) تر منځ د مذاکراتو مخالف دئ، ښاغلی د افغان دولت او افغان طالبانو تر منځ هم د مذاکراتو مخالف وو؛ چي هغه نظام د ده د سرپرستانو او سپارنسرانو پر فرار او زوال منتج شو، دا سخت دریځي نېشنلیستان په هیڅ صورت د موجوده نظامونو مخالفینو ته د ژوند کولو مجال پرېښودلو طرفدار نه دي، دوی د عدمِ تشدد تر عنوان لاندي د وزو په جامه کي متشدد لېوان دي؛ چي د نورو کورنیو په له منځه وړلو او ړنگولو د انتقام خوندونه اخلي...

دا واورئ! د نشنلیزم په قاموس کي رحم نسته، تاسي له نورو څنگه د رحم توقع کولی شئ؛ چي خپله مو دومره سخت زړونه دي او د بخښني پر ځای وحشي انتقام ته ترجیح ورکوئ! د طالبانو عمومي عفوه او ستاسي د حساب غوښتنه که سره پرتله کړل شي؛ کوم یو به غوره وي؟ په داسي حال کي چي دې عفوي د زرگونو انسانانو ژوند خوندي کړ خو ستاسي د حساب غوښتنه به لا څومره ناورین زېږوي، له همدې څرگندونو مو ښکاري چي دعوه او عمل مو یو پر بل لعنتونه وايي... حساب؛ یعني څه؟!

تاسي خبر نه یاست چي د دغو نظامونو حساب څنگه دئ؟! او څوک ئې ډېر قرباني کیږي؟!! په غربي جمهوریتونو کي خو حساب د طیارو او ټانکونو په زور تصفیه کیږي همهغسي لکه ولسمشر غني چي د هلمندي طالبانو او د هیواد د ټول ولس سره د طالب پر نوم حساب کاوه! له مذاکراتو ئې وېره درلوده او همدا تاریخ ثابته کړه...

که د پاکستان د دولت حساب د طالبانو سره مناسب دئ؛ بیا نو د علي وزیر سره هم همدغه منصف نظام ښه تصفیۀ حساب کوي، د راؤ انوار سره هم پر همدې حساب قناعت وکړئ، دا بېــلتون پالنه مردوده وبولئ او د خپلو وروڼو ملتونو سره د امن ژوند پیل کړئ

هلته هم شرم وکړئ خاموش پاته شئ؛ چي په کومه کاسه کي ئې خورئ؛ مردارئ ته همهغه کاسه درسره وړئ!

تاسي څنگه داسي متشددي غوښتني کوئ؟!

تاسي خو ځانونه سپیني کوتري بولئ دا د لاښخورو Vulture صفات مو له کومه کړل؟!!

د سولي چیغي ووهئ! د ویني د ودرېدلو هڅي وکړئ!! له تشدده منکر شئ!!! د عدم تشدد فلسفه بیا ولولئ!!! بیا او بیا...

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک