No-IMG

مهم ترین های امروز سه شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏جنرال مبین، سخنگوی فرماندهی امنیه کابل می‌گوید که دو تن از نیروهای امارت اسلامی در انفجار امروز در نزدیکی بازار مجاهدین از مربوطات حوزه دوم امنیتی شهر کابل زخم برداشته‌اند. به گفته‌ او، این رویداد ناشی از انفجار ماین مقناطیسی بوده که یک رنجر نیروهای امارت اسلامی را آماج قرار داد.

: ‏د کابل په بازارونو کې د افغانیو پروړاندې د ډالرو بیه یوځل بیا لوړه شوې.

نن د کابل په شهزاده سرای کې یو امریکايي ډالر د ۹۴ او ۹۵ افغانیو په بدل کې تبادله شوی دی.

: ‏د طالبانو سرپرسته کابینه وایي توقیف شوي او بندي شوي کسان دې بې برخلیکه نه پاتې کیږي.

د سرپرستې کابینې رییس الوزراء ملا محمدحسن آخند د بندیانو او توقیف‌شویو کسانو وضعیت ته د پاملرنې په هدف اړوندو ادارو ته حکم کړی، چې بندیان له ټاکلې نېټې زیات ونه ساتي او دوسیې یې محکمو ته راجع کړي.

: ‏پر ټولنيزو رسنيو د امر الله صالح له یو انځور سره ليکل شوي چې نوموړي پنجشېر ته تازه سفر کړی؛ هلته له څو ساعته لېدونو وروسته بېرته د چورلکې په وسيله تاجکستان ته تللی.

په خپله صالح او يا هم د ا.ا چارواکو د دغه ګنګوسو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

: ‏کابل امينه قوماندانۍ په يوې خبرپاڼې کې راغلي، چې د کابل ښار د اوومې امنيتي حوزې منسوبينو تېره شپه د يادې حوزې د دوغ آباد له سيمې څخه د څلورو ښځو په ګډون نهه تنه د اخلاقي فساد او د شرابو د څښلو په تور ونيول ‏د خبرپاڼې د مالوماتو پر بنسټ، نيول شويو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی او تر څارنې لاندې دي؛  دوسيې به يې تر بشپړیدو وروسته اړوندو څانګو ته واستول شي.

: ‏په دوه جلا پېښو کې ننګرهار کې درې کسان وژل شوي دي، چارواکو هم د يادو پېښو پخلی کړی.

لومړۍ پېښه پرون ماښام د ننګرهار لومړۍ حوزې اړوند شاوخوا سیمه کې رامنځته شوې، چې له کبله یې د کډوالو چارو ریاست دوه کارکوونکي د ناپېژانده وسله‌والو له لوري وژل شوي دي ‏دغه راز په یوه بله پېښه کې وسله‌والو پرون مازدیګر د جلال‌اباد ښار اتمې ناحیې اړوند سیمه کې یو ریکشا چلوونکی وژلی دی.

: ‏د سرچينو د مالوماتو پر بنسټ غزني ولايت کې ناڅرګندو وسله والو د مزمل اميري په نوم د سنايي ښوونځي د نهم ټولګي دغه زده کوونکی په ډزو وژلی.

تر اوسه يې د وژنې انګېزه نه ده روښانه شوې او ولايتي مسوولينو هم په دې تړاو مالومات نه دي ورکړي.

: ‏د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست مولوي نجیب الله حقاني وايي چې د غیر راجسټر شویو سیمکارټونو ستونزې د حل په موخه یوه طرحه برابره شوې ده او هیله یې وښوده چې دغه طرحه عملي شي.

‏نوموړی زیاتوي چي هڅې کوي د انټرنټي خدمتونو او مکالمې په بیو کې کمښت او په کیفیت کې یې ښه والی راشي.

: ‏د خوست سلګونو کسانو له نړيوالو غوښتنه وکړه چې د افغانستان حکومت په رسميت وپيژني.

دوی د امريکا له متحدو ايالتونو هم غوښتنه وکړه چې د افغانستان پر اوسني حکومت لګول شوي بنديزونه لرې کړي او د نا اعلان شوې دښمنۍ پر ځای دې له دوستۍ څخه کار واخلي.

: ‏مسوولان در قومندانی امنیه بلخ می‌گویند که در دو هفته گذشته، ۱۴ تن را در پیوند به قتل، دزدی و اختطاف بازداشت کرده‌اند.

به گفته آنان از نزد افراد بازداشت شده، ۳۴۵۰۰ دالر، ۱۶۰ هزار افغانی، سه عراده موتر، چندین میل اسلحه و مقدار مهمات بدست آمده است.

: ‏کمیشنری عالی سازمان ملل در امور پناهندگان برای ۳۵۱ خانواده بی‌جا شده در کاپیسا کمک نقدی کرد.

به گفته مسوولان برای هرخانواده ۲۶۵ دالر امریکایی توزیع شد.

: ‏د کابینې غونډې د هغو شخصي کورونو او وسائطو لپاره چې له پخوانیو چارواکو پاتې دي یا یې مالکان نه دي معلوم، د مولوي عبدالسلام حقاني په مشرۍ یو هیئت وټاکه.

یاد کمېسیون به د دغو کورونو او وسائطو دقیقه څېړنه کوي او بېرته به یې خپلو مالکانو سپاري.

: ‏په کندهار کې د کوکنارو ژمنی فصل ټولولو ته رسېدلی دی.

د یاد ولایت  میوند ولسوالۍ کې د کوکنارو ګروندګر وايي، د حاصلاتو لپاره د بازار نه موجودیت او وچکالۍ دې ته اړ کړي،چې یو ځل بیا د کوکنارو کښت ته مخه کړي.

: ‏عبدالحمید امارتي آمر امنیت ولایت پنجشیر: عکس های گروه مقاومت بدست ما رسیده که همه شان تاجکستان فرار کرده

و اشخاصی که ویدئو یا عکس نشر می‌کنند آنها مقاومت نمی‌کنند آنها راه فرار ندارند و یا  عکس سابق است و منتظر رفتن مخفی هستند

از همه مجاهدین و قول اردوی هوایی خواهشمندیم تا هیچ هلیکوپتر ناشناخته نزدیک سرحد نشوند.

: بنا به اعلام وزارت خزانه داری آمریکا، آنکارا و واشنگتن در خصوص اضافه شدن ترکیه به متن توافق مشترک آمریکا با پنج کشور انگلستان، اتریش، فرانسه، ایتالیا و اسپانیا در خصوص لغو تعرفه مالیات دیجیتالی این کشور برای شرکت‌های پر سود موافقت کردند.

بر این اساس، در چارچوب این توافق آمریکا برخی تعرفه‌های مالیاتی دیگر در مورد ترکیه را لغو خواهد کرد.

: قحطی؛ معضل 45 میلیون نفر در 43 کشور.

با افزایش شدید گرسنگی در سراسر جهان، تعداد افراد در آستانه خطر قحطی در 43 کشور به 45 میلیون نفر رسیده است.

: ‏روسيه: د افغانستان اوسنی وضعيت زموږ لپاره ګواښونکی دی.

 روسیې د امنیت شورا د منشي مرستیال، الکسانډر ګربنکین د روسیسکایا ګازتا له ورځپاڼې سره په مرکې کې ويلي دي چې ترهګرۍ ډلې د افغانستان له اوسني وضعيت داسې ګټه اخلي چې روسيې او ‏ترڅنګ هېوادونو لپاره يې ګواښ دی.

: امریکا باید په پاکستان کې د ترهګرۍ ضد جګړه او هوايي بریدونه پيل کړي. واشنګټن ایکزماینر وایي په پاکستان کې د ترهرګرو ډلو فعالیتونه ډېر شوي او د چټکې پراختیا په حال کې دي نو له همدې امله امریکا ته په کار ده چې په دغه هېواد کې هوایي بریدونه پیل کړي او د ترهګرۍ ضد جګړې لپاره تابیا وکړي.

په مطلب کې راځي چې که امریکا په پاکستان کې پر وخت اقدام ونه کړي نو د هر ډول خطر د پېښېدو احتمال شته دی. دغه نشریه وایي چې په پاکستان کې بېلې ډلې پراخ فعالیتونه لري او ښایي په سیمه کې د امریکا ګټو ته خطرونه جوړ کړي.

: ‏د راپورونو له مخې هندي او امریکايي پلاوي په تازه لیدنه کې پر هغه تګلاره بحثونه کړي چې له مخې به یې د امریکا او هند ترمنځ د سوداګریزو اړیکو او اقتصادي همکاریو یوه ستره هوکړه لاسلیک کېږي.

: ‏د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي چې دوی به ډېر ژر ټولټال پنځه زره ټنه خوراکي توکي او نورې بشري مرستې افغانستان ته ولېږدوي.

: ‏سرچینې وايي چې روان کال شاوخوا ۲۵۷۰۰ کډوال له کېښتیو په استفادې برېټانیا ته د ننه شوي چې د تېر کال په پرتله درې برابره ډېروالی ښيي.

: ‏د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخواني استازي زلمي خلیلزاد په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي د افغانستان نوی حکومت په دې لټه کې دی چې په رسمیت وپېژندل شي او له نړیوالې ټولنې سره ښې اړیکې ولري.

: ‏د اسراییلو ددفاع وزیر په تازه څرګندونو کې ویلي نړۍ باید نوره د ایران پر وړاندې چوپتیا ماته کړي ځکه دغه هېواد د نظامي برخې د پیاوړتیا په لټه کې دی او غواړي د چابهار سیمې په ګډون له ځینو نورو ساحو سمندري بریدونه ترسره کړي.

: ‏سعودي عربستان هم غواړي چې په کابل کې خپل سفارت پرانیزي.

عربي رسنیو خبر ورکړ، چې سعودي عربستان په کابل کې د خپل سفارت له بندولو درې میاشتې وروسته په دې غور کوي، چې خپل سفارت بېرته پرانیزي.

: ‏چین وایي، افغانان له ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخ دي او د افغانستان د شتمنیو کنګل کول، افغانانو ته ډله‌ییزه سزا ورکول دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند یو خبري کنفرانس کې وویل، چې نړۍ دې له افغانانو سره بېړنۍ مرستې وکړي او پردې هیواد دې لګول شوي یو اړخیز بندیزونه لرې شي.

: ‏د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د داعش خراسان ډلې مشر او دوه نور غړي د نړیوالو ترهګرو په لیست کې شامل کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، د داعش ډلې د مشر شهاب المهاجر، ددې ډلې ویاند سلطان عزیز اعظم او مولوي رجب نومونه یې د نړیوالو ترورستانو نوملړ کې شامل کړي دي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟