No-IMG

افغانستان باید د سیاسي او استخباراتي رقابتونو په ځای د فرصتونو او اقتصادي همکاریو د رقابت محور وي

مونږ د یو داسې نړیوال سستم برخه یو چې له اقتصاده تر سیاسته د هیوادونو ټول امور پکې له یو بل سره نښتي دي. هیڅ هیواد نشي کولای په ځان ته ځان ژوند وکړي. د اوسني نړیوال سیاست بنسټ پر دې ایښودل شوی چې هیڅ یو هیواد د دې حق نه لري د بل هیواد په داخلي چارو کې لاسوهنه وکړي.

د نړۍ پر هر هیواد زمونږ د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت احترام داسې حق دی لکه د دوی د د آزادۍ احترام چې پر مونږ حق دی.

سیمه او نړۍ باید نوي افغانستان سره په داسې شکل تعامل وکړي چې زمونږ ارزښتونه او ملي ګټې پکې ساتل شوي وي.

نړۍ سره دا مهال د افغانستان په باب ده لارې دي‪:

یوه دا چې افغانستان ځان ته پرېږدي تر څو نړۍ ته د مشکلاتو جاله شي، بشري ناورین رامنځ ته شي، د دې کار ټول مسؤلیت به د نړیوالو په غاړه وي. بله دا چې افغانستان سره تعامل وکړي او د نوي حکومت مشرانو سره د هماغې توافق پر بنسټ تعامل وکړي کوم چې دوی د نړۍ په مخ کې امضاء کړ.

زه فکر کوم نړۍ دا مهال له دې دوهمې لارې پرته بله لار نه لري.

افغانستان باید د سیاسي او استخباراتي رقابتونو په ځای د فرصتونو او اقتصادي همکاریو د رقابت محور وي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟