No-IMG

د افغانانو لومړنی او ښايي اخرنۍ جوړه سوې توپنچه

د افغانستان په معاصر تاريخ کي امير_شېرعلي_خان په افغاني نبض پوه مدير او مدبر شخص وو چي يوه نيمه پېړۍ د مخه ئې پر افغانانو پخپله يوولس کلنه دوره کي د پرمختګ خورا ښې دروازې راخلاصي کړلې، خو د دښمنانو له لوري ډېر ژر وتړل سوې.

هغه په لومړي ځل د صنعت ماشېنونه راوړل او په لنډ وخت کي بايد ددې ماشېونونو ټول ګاريګر افغانان وای.

دې ماشېونونو کي د چاپ، باروتو، کاليو او عسکري درشيو او نورو کارونه چټک افغان کېدل او د هغه ارمان وو چي ټولي پوځي اړتياوې يې د کابل په ماشين خانه کي پوره سي. توپونه، عسکري اړتيا وي او نوري برخي فعالي کړې، هغه وتوانېد چي لومړی بايد افغانان خپلي وسلې او باروت ولري، شپه او ورځ ئې په نړۍ کي له خپلو خواخوږ هيوادونو په دې برخه کي ګاريګر او په کارپوه خلګ غوښتل، له څه مودې وروسته يو کندهاری افغان [عبدالحميد کندهاری] وتوانېد چي يوه لاسي توپنچه جوړه کړي، خو د انګرېزانو يرغل دغه هڅه بشپړه ودروله او د امير عبدالرحمن خان په راتګ بيرته له انګرېزانو وسلې واخيستل سوې او د وسلو جوړولو فکر بيرته ودرېد او يوازينۍ جوړه توپنچه به امير عبدالرحمن خان په خپل جېب کي ګرځول، دغه توپنچه بيا امير امان الله ميوزيم ته وسپارله او تر اوسه خوندي ده.

دې توپنچې په هرو لسو دقيقو کي يو ټک کولای سو، لاس ئې د نورستان له لرګيو او خوله ئې له ميسو جوړه او نسبتاً سپک وزن لرونکې وه.

#Amir_Sher_Ali_Khan was the first Amir, who has tried to industrialize Afghanistan. In his time, Afghanistan has the first arms industry built (Machine Khanna).

Here we see the pistol made by Amir

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟