No-IMG

قطر به په افغانستان کې د امریکا ډیپلوماتیک استازي په توګه کار کوي

د امریکا  او قطر تر مینځ یو رسمي تړون لاسلیک شو، د امریکا لوړپوړي چارواکي وايي چې قطر به په افغانستان کې د امریکا ډیپلوماتیک استازي په توګه کار کوي، او زموږ سیاسي ګټې او د قدرت ساتنه به کوي، څو وکولای شي چې د دوه لسیزو جګړو وروسته د واشنګټن او طالبانو ترمنځ سیاسي اعتماد رامینځ ته کړي.

شاید دا یو ښه او مثبت اقدام واوسي. افغانستان حکومت ته د مشروعیت او رسمیت پيژندلو په برخه کې شاید مرسته وکړي او ممکن د ټولو نړیوال په مصلحت دا کار شوی اوسي.

له بده مرغه زموږ افغانانو ژوند پرله پسې د پردیو یرغلونو او وږدمهالو جګړو کې تیر شو، له علم، سیاسي تکتیکونو، اقتصادي سیستمونو، او ټیکنالوژۍ نه محروم پاتې شوي یو، یوازې له بهرنه په موږ داسې په سیستماتیک شکل جنګونه او سیاستونه تپل کیږي چې حیران به شئ چې افغانان به اوس په یو داسې بد وضعیت کې کومه لاره انتخاب وي؟

که افغانان وغواړي نړیوالو سره د خپلواک سیاست لاره اختیار کړي، او  همدغه بد وضعیت په سمه توګه مدریت کړي،  او په ضمن کې هر کار ته د هیواد پوه او مسلکي خلک راټول کړي مسؤلیت او صلاحیت ورته وسپاري، ممکن افغانان به ډیر ژر د دې لوی امتحان نه بريالي ووځي. البته دا بريا د اسلام په اصولو او قوانینو کې ترلاسه کیږي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟