غزل
روا په دې جنت کې ده مېوه د غنم وخوره
خو دا وطن چې پرې نه ږدې په مینه یې غم وخوره
درمان د زخمي ژبې دې نغمه د وطن بویه
بلبله له خوشبو نه ډک د ګلو شبنم وخوره
ښامار په غشو وَ وله لالونو ته دې غل دی
په وږو ځیږو کاڼو باندې مار و لړم وخوره
ګل ګل د رنګینۍ شه د ژوندون په سپین ټوکر، کې
تار تار شه د ورېښمو ځان د ستنې په سپم وخوره
په خپلو خزانو کې، درته چا داسې ویل چې
په سوال په ګدایي باندې عرب و عجم وخوره
داستان د اوښکو وینو خو باید په موسکا واوړي
پرهر، د پرهرژلي ژوند ته غم د مرهم وخوره
چې څانګې څانګې لمر په کې زرغون شي سباوون شي
د شمعو په لښکر باندې دا شپې د تورتم وخوره
که مینه د وطن یې زمزمه نه کړه کاروانه
ګونګی ښه دی د رنګ پر ځای رانجه په قلم وخوره
۳ قوس ۱۴۰۰ هجري شمسي، خوست توره وړۍ