No-IMG

د ورور حکمتيار د نويو چاپ شويو کتابونو سيمينار

جمال الدين اسحاقي

 

پنجشنبه؛ د قوس میاشتې څلورمه:

د حزب اسلامي افغانستان د محترم امير ورور حکمتيار د نويو چاپ شويو کتابونو د تحقیقی کتنې سيمينار د حزب اسلامي افغانستان مرکزي دفتر د غونډو په تالار کې دائر شو، چې د هېواد ګڼ شمېر مخورو، نومياليو علماءو، د پوهنتون استادانو، ليکوالانو او فرهنګي شخصيتونو په کې برخه لرله.

په دې سيمينار کې يادو شخصيتونو د حزب ا ا د قدرمن امير د ليکنيزو هڅو او خدمتونو قدردانی وکړ او هغه يې د هېواد په علمي، سياسي، فرهنګي، تاريخي او أدبي ډګر کې يو شهکارانه ګام وباله.

په ياد سيمينار کې ګډونوالو د لاندې کتابونو په اړه خپلې علمي مقالې ولوستې، چې د تشويق او هڅونې تر څنګ په کې خال خال تنقيدي جاج اخيستل هم وو.

 دين او سياست.

 متضاد روايات او مذهبي اختلافات.

 حکمة البارئ.

 سائنس او د قرآن علمي إعجاز.

 آيا عيبی در قرآن يافته اند؟

 اشتباهات هاوکنگ و غوغا های خدا منکران.

 داروين او د تدريجي ارتقاء غلطه نظريه.

 بايبل د قرآن په رڼا کې.

 د اسلامي دولت اساسي قانون.

نگاهی به نظريه پردازی های بی مايه سروش.

 حقوق زن در قرآن.

 او...

پر پورتنيو ياد شويو کتابونو لاندې علمي او فرهنګي شخصيتونو خپلې علمي، تحليلي او تنقيدې مقالې ولوستې؛

قاضي محمودالحسن جاهد.

پوهاند دکتور عبدالقدوس راجی.

دکتور عبدالبديع صياد.

دکتور عبدالباري حميدي.

پوهنوال محمد شريف رحماني.

دکتور عبدالحق حنيف.

دکتور مزمل اسلامي.

پوهاند دکتور دل آقا وقار.

پوهاند دکتور عزيز الرحمان مکي.

استاد مجاهد ابراهيمي.

مفتي حفيظ الرحمان نقی.

يادو شخصيتونو پر يوه خوله ورته سيمينارونه ګټور وبلل او د حزب اسلامي له معزز مشر يې غوښتنه وکړه، چې دا ډول فرهنګي برنامې بايد زياتې او پراخې شي. په ځانګړي ډول د ننګرهار پوهنتون استاد پوهنوال محمد شريف رحماني په خورا ټينګار غوښتنه وکړه، چې حزب اسلامي بايد په خپله ګوندي اډانه کې د ستراتيژيکو مطالعاتو يو ستر او مجهز مرکز ولري، څو د نوي حزبي نسل د تنور او فکري ودې له پاره يوه اغېزمنه فضا منځ ته راوړي.

نوموړي همدا راز د مشر د کتابونو د لا ښې تحقیقی کتنې، تدوين او تدقيق په پار د يوې مسلکي تدقيق کميټې او بورډ جوړونې وړانديز هم وکړ، چې د برجسته ديني علماءو په شمول په کې تکړه ليکوالان، نوميالي فرهنګي شخصيتونه او مسلکي نقادان هم برخه وال وي.

همدا راز پوهاند دکتور دل آقا وقار، دکتور مزمل اسلامي، دکتور عبدالبديع صياد، دکتور عبدالقدوس راجي او د نورو شخصيتونو وړانديز بيا دا وو، چې هر کتاب تر چاپ وړاندې بايد يو علمي، مسلکي او فرهنګي بورډ ته د کره کتنې په پار وړاندې شي، مأخذونه او مراجع يې بايد پر ګوته او د کتاب په پای کې بايد اضافه شي. دوی همدا راز په خپلو خبرو کې پر دې هم تأکید وکړ، چې پر هغه مسائلو بايد ډېر ټينګار و نه شي، چې مفسرينو او علماءو پرې إجماع کړې او په اوسنيو شرائطو کې يې يادول جنجال منځ ته راوړي. او که أحياناً يادونه ترې هم کېږي، نو بايد په داسې انداز وشي، چې د خطأ او صواب دواړو إحتمال ته په کې ځای پاته وي، نه دا چې خپله خبره او نظر وروستی معيار او د نورو هغه پر يو مخيز او ټوليز ډول رد شوی اوسي.

د غونډې په وروستۍ برخه کې محترم حکمتيار صاحب هم په سيمينار کې ګډون وکړ، راغليو مېلمنو ته يې د هرکلي او قدرداني تر څنګ له هغوی سره دا ژمنه هم وکړه، چې نظرونه به يې په غور سره لولي، وړانديزونه به يې مني او د اړتيا په صورت کې به يې د بريا نړيوال ټلويزيون له سکرينه مطرح کړو پوښتنو او تنقيدونو ته ځواب هم ووايي.

ياد سيمينار چې نږدې پنځه ساعته يې دوام وکړ، د پوهنې وزارت د پخواني علمي معين استاد محمد عارف ملکيار په دعائيه وينا پای ته ورسېده.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟