No-IMG

د ریاضي اته ويشتم درس

د درس پي دي ايف فايل لپاره پر لاندې لينک کليک وکړئ:

د ریاضي اته ويشتم درس!

 

زه غواړم، چې په ریاضي کې له تاسې سره مرسته وکړم، او زما هدف یوازې د ستاسې د زړه له کومي دعا ده، او بس.

زه به ان شاءالله، دغه لړۍ جاري وساتم، او هغه ټوله ریاضي، چې د لومړي ټولګي څخه شروع، او تر پوهنتون پورې دوام لري، د ستاسې قدرمن حضور ته وړاندې کړم.

اګر چې زما مسلک ریاضي ندی، لېکن، هغه چا چې په الکترانکس انجینرنګ کې، د دکتورا تر کچې په انګلستان کې زده کړې سرته رسولې وي، نو هغه د ریاضي په معنٰی او قدر ښه پوهیږي. یعنې ریاضي، د الکترانکس د پوهېدلو دپاره ډېره ضروري ده.

د یادولو وړ ده، چې ما ۶ کاله، د کابل پوهنتون د انجینرۍ په پوهنځۍ کي، او ۲۷ کاله د انګلستان په یوه پوهنتون کې، د الکترانکس انجینرنګ په برخه کې د معلمۍ دنده سرته رسولې ده. یا په بل عبارت، دغه ۳۳ کاله، مې محصلینو ته درس ورکړیدی، او د امتحان سوالونه، او د هغو حل مې ورته وړاندې کړیدی.

نو له ګرانو او قدرمنو لوستونکو څخه هیله کوم، چې دغه درسونو ته په کمه سترګه ونه ګوري.

پدغه درسونو کې به ان شاءالله هغه مثالونه وړاندې شي، چې عموماً شاګردان غلطي پکې کوي.

دغه لومړنی درس دی، او کېدای شي، پدغه درس کې یو نوی شی پیدا نکړئ. لېکن، اصلي خبره دا ده، چې شاګردانو ته، د دوی د سویې په کچه درس ورکړل شي.

د ریاضي د درسونو څخه وروسته به ان شاءالله، زه د خپل مسلک درسونه هم وړاندې کړم.

د پام وړ ټکي!

ډېر ځله مونږه یو کار کوو، لېکن، د هغو په هکله په غور سره فکر نه کوو. یعنې که چېرې هر کار ته ښه متوجه شو، نو بیا به راته معلومه شي، چې په ریښتیا سره، مونږه او تاسې یو کار کوو، لېکن، سم فکر نه ورته کوو.

په بل عبارت، مونږه ته هر وخت یو سوال راکړ شوی دی، او د هغو ځواب راڅخه غوښتل شوی. یعنې په یکطرفه جاده کې مو هر وخت حرکت کړیدی.

د مثال په توګه، مونږه او ستاسې ټولو ته هروخت داسې ویل شوي دي، چې فرضاً یو څیز مو په (۱۲۰) افغانۍ رانیولی، او غواړو، ۱۲ فیصده ګټه پکې وکړو، او هروخت مو دغسې سوالونه حل کړیدي. اما، که داسې راڅخه وپوښتل شي، چې یو څیز مو په (۱۳۰) افغانۍ خرڅ کړ، او په هغو کې مو ۱۳ فیصده ګټه وکړه، نو د رانیولو قېمت به یې څو وي!؟

د یادونې وړ ده، چې دغه د فیصدۍ موضوع په ابتداىٔیه کې تدریس کیږي، او شاګردانو ته باید د دوی د پوهې په اندازه سمه طریقه ور وښودل شي، چې دوی پرې پوه شي، او هېڅکله د فیصدۍ په سوالونو کې غلطي ونکړي.

کېدای شي، ځینې لوستونکي، دغه سوال د تناسب، او یا د معادلې له لارې حل کړي. لېکن، هغه عاجزان شاګردان، په هغه وخت کې په تناسب، او معادلو څه پوهیږي!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک