No-IMG

مهم ترین های امروز شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: د حزب اسلامي افغانستان د خدماتو ریاست مسئولین وایي چي د (177,000) افغانیو په انداره خوراکي توکي یې له مستحقو کورنیو سره او د (153,000) افغانیو په اندازه یې د شهیدانو له کورنیو او د مدرسو له استادانو سره میاشتنی مرسته کړېده.

: ‏د امیرخان متقي په مشرۍ دوحې ته تللي پلاوی له قطري چارواکو سره پرافغانستان خبرې کړې.

اسلامي امارت وایي دې پلاوي د قطر هيواد په بهرنیو چارو وزارت کي د یاد هیواد د بېلا بېلو وزارتونو او ادارو له مسئولینو او استازو سره د افغانستان پر سیاسي بشري او اقتصادي وضعیت خبرې وکړې.

: ‏د ا.ا.ا بهرنیو چارو چارسمبال وزير نن قطر ته د خپل سفر په ترڅ کې دوحه کې د افغانستان د سفارت له ودانۍ لېدنه کړې.

خپره شوې ویډیو ښيي چې د نوموړي تر شا د ا.ا سپين رنګه او همدا ډول تور، سور او شين ملي بيرغ ایښي دی.

: ‏د غني په حکومت کې يې عمر ۲۷ کلن وو؛ حسنا جليل نومي چې په کې د کورنیو چارو اؤ بیا ښځو چارو وزارتونو معينه وه، وايي چې تېر حکومت له فساد ډک او مفسد وو نوموړې چې اوس په امريکا کې اوسېږي، پر خپل فېسبوک پاڼې لیکلي دي چې له ۲۰۰۱ بيا تر ۲۰۲۱، افغانستان کې د امريکا په ملاتړ حکومتونه مفسد وو او چا چې په کې کار کړی بايد له ولس بخښنه وغواړي.

: ‏د ا.ا.ا. د بهرنيو چارو سرپرست وزیر مولوي امير خان متقي د قطر هېواد د بهرنیو چارو وزير سره کتلي.

د بهرنیو چارو وزارت وایي، په دغه کتنه کې دواړو لوریو پر دوه اړخيزو اړیکو، په افغانستان کې پر امنيت، تعليم او پر بشري وضعیت خبرې وکړې.

: ‏د امريکا د زلزلې پېژندنې بنسټ ويلي چې نن سهار ۷:۴۵ د تخار ولايت په فرخار کې د هندوکش غرونو په لړۍ کې د رېشتر په کچه ۴ درجې زلزلې شااوخوا سیمې لړزولې دي.

دغه زلزله ۲۱۹ کليو متره د ځمکې لاندې رامنځته شوې؛ د سیمې خلکو هم د زلزلې د ټکانونو ويلي.

: ‏د ملي دفاع چارسمبال وزير وايي چې داسې يو هوايي ځواک به جوړ کړي، چې پر ځان بسيا؛ امريکا، هند، پاکستان او يا د نړۍ کوم بل هېواد ته اړ نه وي.

نوموړي ویلي، چې افغانستان په تېر رژيم کې هم يو ناخپلواکه هوايي ځواک درلود، چې د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته يې لس ورځې هم دوام ونه کړ.

: ‏د افغانستان ا.ا د رییس الوزرا مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي چې افغانستان د ټولو هېوادونو ځانګړې توګه د ترکیې همکاریو ته اړ دی او دوی غواړي چې ترکیه په افغانستان کې پانګونه وکړي.

: ‏د ا.ا عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې دوی د ملګرو ملتونو ټولو هغو غوښتنو ته درناوی لري او د تایید وړ یې دي چې د اسلامي شریعت له قوانینو سره په ټکر کې نه وي.

: ‏د هلمند د مستوفیت مسوولین وايي چې د روان کال د لړم له ۲۸ یې د لیندۍ تر ۳ مې پنځه سوه پنځه څلوېښت لکه  ۵۱  زره ۷۰۰ افغانۍ عواید راټول کړي دي.

: ‏شام روز گذشته (جمعه، ۵ قوس) آتش‌سوزی در یکی از فروشگاه‌های بزرگ در بازار لیسه مریم از مربوطات حوزه یازدهم شهرکابل رخ داد.

به گفته مسوولان، تیم آتش‌نشانی به همکاری نیروهای امنیتی موفق به مهار آتش به‌زودترین فرصت شدند.

: ‏سهیل شاهین: اگر جهان طالبان را به‌رسمیت نشناسد، داعش قدرت را خواهد گرفت.

سهیل شاهین، نامزد حکومت طالبان برای کرسی افغانستان در سازمان ملل در مصاحبه با روزنامه‌ی «تهران تایمز» گفته است؛ در صورتی‌که حکومت آنان از سوی جامعه‌ی جهانی به رسمیت شناخته نشود، داعش قدرت را به‌دست خواهد آورد.

: مولود چاووش‌اوغلو، وزیر امور خارجه ترکیه در پانزدهمین اجلاس سران کشورهای عضو سازمان همکاری اقتصادی (اکو) که در عشق‌آباد، پایتخت ترکمنستان در حال برگزاری است، سخنرانی کرد.

وی در سخنرانی خود تاکید کرد: یکی از حوزه‌های مهمی که باید روی آن تمرکز شویم، تجارت و ارتباطات منطقه‌ای است.

چاووش‌اوغلو ضمن اشاره به بروز برخی تغییرات تاریخی در زنجیره تامین جهانی، گفت: آسیا نه تنها به عنوان یک مرکز تولید، بلکه به عنوان بزرگترین بازار مصرف کننده در حال رشد است.

: رجب طیب اردوغان، رئیس‌جمهور ترکیه که به منظور انجام برخی دیدارهای رسمی به عشق‌آباد سفر کرده است؛ مورد استقبال رسمی قربان‌قلی بردی‌محمدف، همتای ترکمنستانی خود قرار گرفت.

در مراسم استقبال رسمی اردوغان در کاخ اغوزخان، سرود ملی دو کشور نواخته شد.

روسای جمهور دو کشور پس از دیدار دوجانبه در مراسم امضای توافق‌نامه‌ میان ترکیه و ترکمنستان حضور یافتند.

فاتح دونمز وزیر انرژی و منابع طبیعی، خلوصی آکار وزیر دفاع ملی، محمود اوزر وزیر آموزش و پرورش، بکر پاک دمیر وزیر امور کشاورزی و جنگلداری، محمد موش وزیر تجارت، عادل کارا اسماعیل‌اوغلو، وزیر حمل و نقل و زیرساخت، ابراهیم کالین سخنگوی ریاست جمهوری ترکیه و فخرالدین آلتون، رئیس مرکز ارتباطات این نهاد اردوغان را در سفر به ترکمنستان همراهی می‌کنند.

: ‏د ناټو بهرنیو چارو وزیران د نومبر پر ۳۰مه د افغانستان په اړه ناسته کوي.

راپورونه وایي،د ناټو بهرنیو چارو  وزیران د راتلونکې اوونۍ په ناسته کې چې د لاتویا په پلازمېنه ریګا کې جوړېږي، پر افغانستان هم خبرې کوي.

مالومه نه ده،چې د ناټو غړي هېوادونه به د افغانستان په اړه پر کومو ځانګړو مسایلو خبرې وکړي.

: ‏په تاجکستان کې د خوړو نړیوال پروګرام چارواکو ویلي چې پرون ددې بنسټ اووه لارۍ خوراکي توکي د افغانستان پر لور روان شوي دي او هڅه کېږي چې له دې وروسته د تاجکستان له خاورې افغانستان ته د خوراکي توکو د لېږد په موخه کار واخیستل شي.

: ‏ټرمپ له فوکس نیوز سره په تازه مرکه کې ویلي چې د بایډن د خپلسرۍ او ناکام پلان له امله امریکا په نړۍ کې خپل باور بایللی دی او ټول نړیوال سیاستوال امریکایانو ته د احمقانو په سترګه ګوري.

: ‏د ایران د بهرنیو چارو وزیر د اروپايي ټولنې له استازو سره په خبرو کې ویلي چې نړیوال دې له ایران سره د مذاکراتو لار غوره کړي او په خبره یې که دا کار وکړي د دواړو لورو لپاره ګټه کوي.

: ‏د اندونیزیا ولسمشر جوکو وديدو په تازه څرګندونو کې ویلي چې د افغانستان وضعیت څاري او د بشري حالت په اړه اندېښمن دي.

: ‏په تاجکستان کې د پیل شویو درې ورځنیو تاوتریخجنو لاریونو په ترڅ کې تر اوسه پورې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي. د راپورونو له مخې، په وژل شویو کې امنیتي سرتېري او لاریونوال دواړه شته دي خو تر اوسه پورې یې کره شمېر مالوم نه دی.

: ‏امریکا او اروپا وروسته تر هغه له اووه افریقایي هېوادونو زیمبابوې، نامیبیا، لیسوتو، ایسواتیني، موزمبیق او مالاوي څخه د الوتکو پر ورتګ بندیز ولګاوه چې په افریقا کې د کرونا وبا د یوې خطرناکې بڼې د ثبتېدو راپور ورکړل شو.

: ‏د اروپایي کمیسیون رییسې اورسولا فون در لاین ویلي چې اروپایي ټولنه باید په افغانستان کې د روان اقتصادي کړکېچ مخنیوي لپاره خپلې هڅې دوامداره وساتي او دغه راز یاد هېواد ته د بشري مرستو د دوام ملاتړ وکړي.

: ‏ینس استولتنبرگ، سرمنشي ناتو در آستانه نشست وزیران خارجه این سازمان می‌گوید که وضعیت بشری در افغانستان وخیم است و با آمدن زمستان شمار زیادی از مردم رنج خواهند دید. او می‌گوید که ناتو از فراهم سازی کمک‌های بشردوستانه به افغانستان از سوی شماری از کشورهای عضو این سازمان ستایش می‌کند.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟