No-IMG

تلاوت او استعاذه

قال الله تبارک وتعالی: فَإِذَا قَرَأْتَ الْقُرْآنَ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ.(النحل: ۹۸)

ژباړه: نو کله چي قرآن لولې الله ته درټل شوي شیطان پناه یوسه.

په استعاذې سره خوله او ژبه دالله سبحانه وتعالی په په یاد او پنا اخستو سره ډاډ من اوپاکیږي، زړه او دماغ روحاً او جسماً پیاوړی کیږي، دښکاره او پټ دښمن چې د دفع او مقابلې توان ئې نه لرومګر دالله سبحانه وتعالی په مرسته او توفیق دهغه له شر او وسواسه په آمن کې محفوظیږو.

د استعاذې ټول الفاظ په قرآنکریم کې یوځای نه دي ذکر شوي اونه بشپړ آیت دی، بلکه دخبر په توګه ذکردی.                        

شیطان او شیاطین نامريي مخلوق دی چې دخیر هیڅ یوه ماده پکې نشته له یویخوا شر، ګمراهي ته هڅونکي او بلونکي دي.

داسي دښمن چې په کمین کې ناست یوه شیبه هم غفلت نه کوي، په ستر ګو نه لیدل کیږي، حمله او ګذار ئې تباه کونکی دی.

 له مريي دښمنه په فاع او اسبابو ځان ساتلی شئ خو دنه لیدونکي دښمن(شیطان) له ضرره ځان ساتل ممکن نه دی مګر دالله سبحانه وتعالی په مرسته، په همدې اساس الله سبحانه وتعالی لار ښوونه کوي چې دشیطان له شیطانته الله سبحانه وتعالی ته پناه یوسئ.

د قرانکریم دتلاوت په اړوند داستعاذی په لوستلو کې له صحابه ئې کرامو نه تر سترو علماوو پوري بیلا بيل قولونه دي چې د هر یو دلیل همدا مبارک آيت(فَإِذَا قَرَأْتَ الْقُرْآنَ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ. النحل : ۹۸) دی.

ژباړه: نو کله چي قرآن لولې الله ته درټل شوي شیطان پناه یوسه.  

په مجموع کې علما کرام د قرآنکریم تلاوت په وخت  که په خفیه وي یا جهري د (أَعُوذُ بِاللَّهِ  مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ) په لوستلو کې درې رايې لري.

اول: دقرآنکریم تلاوت له پیل نه وړاندي ولوستل شي، چې دتلاوت په وخت کې دشیطان له وسوسو محفوظ شي (فإذا أردت أن تقرأ القرآن، فاستعذ بالله من الشيطان الرجيم)، داقول مشهور او عام دی.

دویم قول: دحضرت ابوهریره(رضی الله عنه) په شمول دیو شمیر علماوو په نزد دتلاوت قرآنکریم نه وروسته وویل شي، چې نفس، اوریدل او عمل د شیطان له لاس وهنو په آمان شي ،(تفسیر امام رازي)

 د دوی دلیل دقرانکریم دا مبارک آیت : (فَإِذَا قَرَأْتَ الْقُرْآنَ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ. النحل : ۹۸)،

 د دوی په قول په دې ډول داستعاذې په لوستلو کې دوه ګټي دي،لمړی تلاوت دقرآنکریم دحکم په اساس لوستل کیږي،دویم له عبادته وروسته که بنده ته غرور پيښیږي هغه له منځه وړي،همدا قول او مذهب دابو حاتم سجستاني او یو شمیر نورو علماوو دی چې ابوالقاسم یوسف بن علي په خپل کتاب(العبادة الکامل) کې په تفصیل سره ذکر کړی.

امام قرطبي په خپل تفسیر کي همدا مذهب د امام مالک هم بیان کړی، لیکن ابن العربي دیته غریب ویلي.

دریم قول: یو شمیر مفسرین دتلاوت قرآنکریم  په پیل او پای کې لوستلو ته مشروعیت او غوره والی ورکوي.

د دوی دلیل دادی چې په دواړو پورتنیو قولونو عمل تر سره کیږي.

دریواړه قولونه په اصل کې یو دي خوطریقه ئې بیلا بیله دی، یو هم دانه دي ویلي چې پرته له خپل رائې او نظره بل ئې ناروا او یا له ثوابه خالي دی، اصل او بنیاد د الله سبحانه وتعالی دا مبارک کلام دی(فَإِذَا قَرَأْتَ الْقُرْآنَ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ. النحل : ۹۸) معنی او مراد ئې هم یو دی یواځي په تفسیر او موقعیت کې بیلا بیل قولونه دي، چې دا هم رحمت دی ،هر څوک کولای شي په ډیر اساني دثواب او عبادت په نیت ټول قولونه عملي کړي.

د تلاوت پیل په تعوذ یا استعاذې

تعوذ(أَعُوذُ بِاللَّهِ  مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ) تلاوت په پیل کې ځیني علما ئې لازمي ، ځينې واجب او ځينې سنت بولې.

د تجوید علما دقرآنکریم تلاوت لپاره د سورت په پیل کې تعوذ او تسمیه لوستل لازم ګڼي، تعوذ دالله سبحانه وتعالی د حکم په بنأ(النحل:۹۸) او تسمیه ځینې بزرګان د هر سورت جز ګڼي او ځینې سنت او تاکید په دې دی چې تسمیه  د دوو سورتونو تر منځ د لمړي سورت پای او د دویم سورت پیل نښه دی.

د تجوید علماوو په قول د قرآنکریم له هر ځای چې تلاوت پیل کوئ محل د تعوذ دی.

د تلاوت قرانکریم دهر سورت پیل لپاره د استعاذه او تسميه څلور وجوهات غوره او جایز ګڼل شوي پرته دسورت(التوبه) نه

لمړی : بشپړ فصل : استعاذه بیا وقف، تسمیه بیا وقف ،بیا تلاوت پیلولو، په دې تر تیب چې لمړی تعوذ بیا وقف یعنې ساه واخستلی شي بیا تسمیه بیا وقف یعني دوباره سآه واخستلی شي او بیا تلاوت پیل کړی شي، دتجوید علماوو په قول دا طریقه غوره او افضله دی.

دویم:لمړی فصل دویم وصل: استعاذې نه وروسته وقف بیا تسمیه د تلاوت سره وصل، په داسي ترتیب چې لمړی به تعوذ بیا به سأه اخلئ او له هغه وروسته به تسمیه او دتلاوت پیل په یوه ساه سره کوئ.

دریم: لمړی وصل دویم فصل:  استعاذه او تسمیه وصل له دي وروسته وقف او بیا تلاوت پیلول، په دې تر تیب چې تعوذ به له تسمیه سره وصلوي، بیا به وقف کوي سأه به اخلي بیا به تلاوت پیلوي .

څلورم: بشپړ وصل: استعاذه ،تسمیه او د تلاوت له پیل سره دریواړه  وصل، چې سأه به نه اخلي تعوذ، تسمیه او تلاوت په یو سأ تلاوت کول دي .

تلاوت او تسمیه

 دتسمیه الفاظ (بِسْمِ ٱللّٰهِ ٱلرَّحْمٰنِ ٱلرَّحِيمِ) د سورت نمل دیرشم مبارک آیت(إِنَّهُ مِن سُلَيْمَانَ وَإِنَّهُ بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ) کې ذکر دی او په مصحف کې پرته دالتوبه سورته  نور دهر سورت په پیل کې لیکل شوی ،په همدې اساس ئې لوستل هم ضروري دی.

د التوبه یا برأت سورت په سرکې تسمیه نه دی لیکل شوې دا په ټولو مصحفونو کې همداسي دی او د قرآنکریم په ټولو طباعتي چاپونو کې هم، چې په مصحفونو کې په مجمو عي توګه (۱۱۴) ځله په تکرار لیکل شوی.

  دالتوبه سورت په پیل کې چې نه دی لیکل شوی د دې ځواب له سیدنا حضرت عثمان(رضی الله عنه) نه پوښتنه وشوه، هغه وفرمایل: دلته همداسي د حضرت رسول الله (صلی الله علیه وسلم) نه پاتي دی موږ ئې د لیکلو جرأت ونه کړ، همدا راز ځينې نور دلیلونه...

ځینې وایي چې دا سورت د مشرکینو نه د برأت اعلان دی او تسمیه خپله آمان، برکتونه او درحمتونو کلمات دی نو دلته ئې لوستل پاتي کیږي...

د تجوید دځینو علماوو قول دی چې د التوبه سورت له پیل نه پرته د دې سورت په منځ کې چې له هر ځی نه تلاوت پیل کیږي قاري اختیار لري چې تسمیه ولولي یا خیر.

د کمال الفرقان مصنف لیکي: دهر سورت که هغه د التوبه سورت هم وي باید په تسمیه پیل شي، د ده دلیل دادی چې دلته تسمیه دبرکت لپاره نه بلکه د دې لپاره چې د سورت پیل دی، باید تلاوت شي. والله اعلم.

  تلاوت دسورت له پیله وي او یا په داخل کې د هرې برخې نه تعوذ لوستل ضروري دی ځکه دا مراجع د تعوذ دي.

همدا راز تسمیه په سر دسورت کې لوستل ضروري دی ځکه دا محل د تسمیه دی، خو د سورت په داخل کې چې له هر ځی نه پیل کوي اختیار لري چې تسمیه لولي یا یواځي په تعوذ اکتفأ کوي.

 که یو سورت دتلاوت په منځ کې پیل شي دلته تسمیه ضروري دی ځکه دا محل دتسمیه دی.

د سورتونو تر منځ تسمیه لوستل

لمړی:بشپړ فصل: د دوو سورتونو ترمنځ  چې کله لمړی سورت ختم شي وقف بیا تسمیه بیا وقف بیا دبل سورت تلاوت شروع کول.

 دویم:لمړی وقف دویم وصل: لمړی سورت ختم بیا وقف بیا تسمیه سره دبل سورت تلاوت دوصل په شکل پیلول.

دریم :بشپړ وصل: د سورت ختم سره وصل د تسمیه وصل تلاوت له بل سورت سره.

څلورم:لمړی وصل دویم فصل: په دې ترتیب چې لمړی سورت ختم سره تسمیه وصل کړی شي  بیا وقف وکړی شي بیا بل سورت شروع کړی شي دا طریقه داوریدونکو او لوستونکو لپاره ستونزه پیدا کوي، او ریدونکي ګمان کوي چې تسمیه دتیر سورت وروستۍ برخه دی، نو په همدې لحاظ د تجوید علماوئې غوره نه بولي بلکه ناجایز ئې ګڼي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟