No-IMG

د نوي اردو د جوړيدو په اړه د حکمتيار صاحب دريځ د ستايلو وړ دی

انجنیر فضل محمد ستانکزی

 

د نوي اردو د جوړیدو په اړه د حزب اسلامي امیر ښاغلي حکمتیار صاحب د تازه څرګندونو په اړه ځیني مغرضو کړیو او اشخاصو غیر موجه نیوکې کړي دي؛ دوی ته څو لنډ ټکي وړاندې کوم:

۱- د حامد کرزي او اشرف غني د حکومتونو له خوا د جوړې شوې اردو په اړه د امیر صاحب حکمتیار څرګندونې شپږ میاشتې یا یو کال پخوانۍ ندي بلکه لس کاله وړاندې یې هم دا موقف وو کوم یې چي تېره ورځ د جمعې په خطبه کې اعلان کړ هغه دا چي د پخواني حکومت له خوا جوړه شوې اردو په امریکا او ناټو پورې تړلې اردو وه، مصارف یې غرب ورکول، خپلواکه نه وه، قومنده یې د امریکا او ناټو په لاس کي وه؛ حکمتیار صاحب کلونه وړاندې په یوه مرکه کي ویلي وو چي د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره به هم زمان هم حکومت ړنګیږي او هم به امنیتي ځواکونه له منځه ځي نن دا خبره ټولو ته ثابته هم شوه.

۲- په دونه شمېر اردو چي موږ یې مصارف نشو پوره کولای او د هغه لپاره بیا یا د ناټو او یا هم د امریکا لمنې ته ځان غورځو هیڅ شریف او وطن دوست افغان ته د منلو وړ نده.

۳- داسې اردو چي د خپل هېواد او ولس څخه د دفاع پر ځای له نیویارک او واشنګټن ساتنه کوي هیڅ اصیل افغان ته د منلو وړ نده.

۴- ولې داسې اردو جوړه کړو چي د هغه د مصارفو د پوره کولو له امله ټول افغان ولس د امریکا او ناټو غلامۍ ته اړ کړو؟ اړتیا څه ده؟ مجبوریت مو څه دی؟

۵- دا سمه ده چي امیر صاحب حکمتیار څو میاشتې وړاندې ویلي وو چي اوسنۍ اردو باید پر خپل حال پاتې شي، نن مو کولی شول چي په کمو اصلاحاتو او تغییراتو مو اردو اصلاح کړې او یوه واقعي اردو چي له افغانیت او اسلامیت یې ننګه خپل مسئولیت ګڼلی جوړه کړې وای خو دا کار ونشو اوس څه کول پکار دي؟ وخت ضایع کول او که د اردو د جوړولو په اړه لازم اقدامات ترسره کول؟

اوس دا کار شوی، پخوانی اردو له منځه تللې او پاشل شوې ده د لومړۍ ردې جنرالان یې اکثریت په امریکایي کمپونو کي د پنا اخیستلو په کیس پسې سرګردانه دي.

د اردو جوړولو لپاره جدي اړتیا ده، اردو باید جوړه شي په افغاني او اسلامي روحیه سمبال، په هغه اندازه اردو د اوس مهال لپاره جوړه شي چي افغان حکومت یې له لګښتونو وتلی شي بل دا چي موږ باید منظمه، مسلکي او یوه ښه قوي اردو ولرو په راتلونکو پنځه شپږ کلونو کې زموږ د اردو شمېر باید تر پخوانۍ اردو زیات اوسي خو کم نه.

۶- امیر صاحب حکمتیار هیڅ وخت نه مخکې نه اوس داسې ویلي چي ګواکې موږ دې د همیش لپاره کوچنۍ اردو ولرو، بلکه وایي چي موږ باید د خپلو ذاتي امکاناتو ته په کتلو سره خپله اردو جوړه کړو ترڅو لاس مو نورو ته اوږد نشي.

والسلام

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟