No-IMG

مهم ترین های امروز یکشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏محمد نعیم، سخنگوی دفتر سیاسی امارت اسلامی در قطر به طلوع‌نیوز می‌گوید که هیأت‌های امارت اسلامی و اتحادیه اروپا روز گذشته و امروز در دوحه دیدار داشته‌اند و در باره مسایل سیاسی، اقتصادی و کمک‌های بشردوستانه گفت‌وگو کرده‌اند.

: ‏د کابل نادر پښتون واټ د خیرخواه سوداګریز کمپلکس د جوړولو قراداد د ااا د ریاست الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د چارو ادارې لوی رییس مولوي احمد جان احمدي، د مالیې او زراعت وزارتونو، د افغان ملي بانک، کابل ښاروالۍ مسوولینو او د خیرخواه مارکیټ اتحادیې په حضور کې لاسلیک شو.

: ‏د افغانستان کورنيو چارو وزارت وايي چې په نېږدې وخت کې به د افغانستان په پولو کې ځانګړي ځواکونه ځای پر ځای کوي چې د هېواد له پولو به ساتنه کوي.

په تېر وخت کې د افغانستان پولې خوندي نه وې او د افغانستان پخواني حکومت هم په دې اړه شکايتونه کول خو په دې اړه يې اقدامات نه کول.

: ‏د ا.ا د رئيس الوزرا د فرمان پر بنسټ د تېر حکومت د هغه چارواکو بانکي حسابونه به پرانېستل شي، چې هېواد کې دي او د ا.ا په چوکاټ کې دندې لري.

دې فرمان کې ويل شوي دي چې د تېر حکومت د هغه چارواکو بانکي حسابونه دې بند وي، چې له هېواده تللي دي.

: ‏عباس ستانکزی وایي پخواني چارواکي دې بېرته خپل هیواد ته راشي خو دا فکر دې نه کوي چې بیا به وزیران شي.

عباس ستانکزي بهرنیو چارو وزارت کې یوې غونډې ته د خبرو پرمهال وویل، چې افغانستان اوسمهال تر پخوا ډېر امن دی او د هر ډول پانګونې زمینه پکې برابره شوې.

: ‏د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د جعفر مهدوي په مشرۍ له یو شمېر اهل تشیع علماوو او مشرانو سره کتلي او په بېلابېلو برخو کې یې د دوی غوښتنې او وړاندیزونه اورېدلي دي.

: ‏د افغانستان ا.ا د رییس الوزرا دویم مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي چې په پخواني نظام کې د معاشونو په سیسټم کې ناانصافي شوې ده خو په خبره یې ا.ا پرې کار کړی دی او له اصلاحاتو وروسته به د بې عدالتیو مخه ونیول شي او ډېر ژر به د معاشونو د وېش بهیر پیل شي.

: ‏سوداګرۍ خونه وایي چې د روان لمریز کال له پیله تر اوسه پورې ایران ته د افغان توکو د صادراتو کچه ۱۷ میلیون ډالرو ته رسېدلې چې د تېر کال په پرتله پنځوس سلنه ډېروالی ښیي.

: ‏متحده عرب اماراتو له کندهار ولایت سره د ۲۲۸ ټنو خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وکړه.

په دغه مرسته کې اوړه، وریجې،غوړي، بوره،درمل او کمپلې شاملې دي.

  د ځایي چارواکو په لارښونه  به دا مرستې اړمنو کورنیو او دولتي مامورینو ته ووېشل شي.

: ‏په ننګرهار کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش بهير بيا پيل کېږي.

 د یاد ولایت  مرستيال والي حاجي مدثر د احصايې او مالوماتو رئيس عبدالمالک سليمان زي سره کتلي او ویلي دي، ډېر ژر به په دې ولايت کې د برېښنايي پېژند پاڼو جوړولو لړۍ يو ځل بیا پیل شي.

‏مدثر د احصايې رئيس ته د همکارۍ ډاډ ورکړی او دغه راز يې ورته سپارښتنه کړې،چې د برېښنايي پېژند پاڼو چارې له هر ډول فساد پرته په شفاف ډول پرمخ يوسي.

: ‏د روغتیا نړېوال سازمان د ۹۰ زرو امریکايي ډالرو په ارزښت په لوګر کې له نائب امین الله خان لوګري روغتون سره د (PCR)   معایناتو دستګاه مرسته وکړه.

: ‏افغاني الاصله  الماني سوک وهونکي  یما سعیدي تېره شپه فرانسوي سوک وهونکي  فواد المسعودي ته ماتې ورکړه.

: ‏د پینګ پانګ لوبو دولسم پړاو د کابل منتخبې لوبډلې لپاره د غوره څېرو په پېژندلو سره پای ته ورسېد.

د تنکیو ځوانانو په برخه کې منیب شریفي لومړی، انیب شریفي دویم او مبین صمدي دریم مقام خپل کړ.

د لویانو په برخه کې وحید سادات لومړی، سلام قاسمي دویم او شاکر مومن زاده درېیم مقام خپل کړ.

: ‏د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په مالي ملاتړ د نیمروز د کډوالو چارو ریاست په دغه ولایت کې پر ۳۳۴ اړمنو کورنیو نغده مرسته ووېشله.

مسوولین وايي چې په نږدې راتلونکي کې به پر ۱۰۰۰ نورو کورنیو هم نغده مرسته او غیر خوراکي توکي ووېشل شي.

: ‏باختر آژانس: په لوګر کې ۱۰۱ مجاهدینو له منصوري قول اردو څخه فراغت لیکونه ترلاسه کړل.

دمنصوري قول اردو دڅلورمې پلې لوا قوماندان وايي چې فارغو شویو مجاهدینو پوځي اوفکري زده کړې بشپړې کړې اوپه پرمختللو وسایلو اوتجهیزاتو سمبال شوي دي.

په وينا یې دا.ا ځواکونه له هر ډول ګواښ سره دمبارزې وړتیا لري.

: الهام علی‌اف، رئیس‌جمهور آذربایجان طی سخنانی در پانزدهمین اجلاس سران سازمان همکاری اقتصادی (اکو) در عشق‌آباد، پایتخت ترکمنستان اظهار داشت: می‌توانم بگویم که کریدور زنگه‌زور به واقعیت تبدیل شده است. این زیرساخت حمل و نقل جدید، بخش مهمی از کریدور شرق-غرب و شمال-جنوب خواهد بود. مطمئن هستم که کشورهای عضو اکو نیز از آن استفاده خواهند کرد.

وی در ادامه با یادآوری اینکه در سال 2020 طی 44 روز به اشغال 30 ساله اراضی آذربایجان توسط ارمنستان پایان دادند، افزود: آذربایجان قطعنامه‌های شورای امنیت سازمان ملل را که بر خروج بی قید و شرط ارمنستان از اراضی اشغالی تاکید داشت، اجرا کرد.

: رجب طیب اردوغان و ابراهیم رئیسی، روسای جمهوری ترکیه و ایران در حاشیه پانزدهمین اجلاس سران سازمان همکاری اقتصادی (اکو) در عشق آباد، پایتخت ترکمنستان دیدار کردند.

دیدار اردوغان و رئیسی به مدت نیم ساعت در هتل قره‌قوم عشق‌آباد صورت گرفته است.

: ‏په هند کې یوه ټرافیکي پېښه کې ۱۸ کسان مړه شوي.

د ځايي رسنیو د راپور له مخې، د هند لوېدیځ بنګال ایالت کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله ۱۸  کسان مړه شوي او یو شمېر نور ژوبل دي.

: ‏د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماریا زخارووا په تازه څرګندونو کې ویلي، چې امریکا په تېره پنټاګون په افغانستان کې فساد خپور کړ او دغه هېواد یې د فساد پر کنده بدل کړ.

: ‏د راپورونو له مخې دمګړی په برېټانیا، المان، چک او هالنډ کې د کرونا ویروس نوې بڼه ثبت شوې ده. د کرونا نوې بڼه امیکرون نومول شوې چې روغتیايي پوهان یې خطرناکه او پرمختللې بولي.

: ‏په واشنګټن کې د روسیې سفیر په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د افغانستان د بحران په اړه د امریکا او روسیې ترمنځ نږدې اړیکې او بحثونه دوام لري.

: ‏رییسان جمهور ایران و تاجیکستان: باید حکومت همه‌شمول واقعی با حضور همه‌ اقوام و گروه‌ها در افغانستان تشکیل گردد.

ابراهیم رییسی و امامعلی رحمان در حاشیه نشست اقتصادی «اِکو» در ترکمنستان، بر ایجاد حکومت فراگیر واقعی در افغانستان تاکید نموده و از حمایت آن سخن زدند.

: ‏د خوراک نړيوال سازمان ويلي چې افغانستان سره يې ۲۵۰۰ مټريک ټن اوړو مرسته کړې.

دغه اوړه د منځنۍ اسيا هېوادونو کې اخېستل شوي چې د تاجکستان له لارې افغانستان ته ولېږل شول. د WHO په وینا چې مرسته شوي اوړه به افغانستان کې په هغو اړمنو کورنيو ووېشل شي، چې لوږې سره مخ دي.

: ‏د پاکستان د ديموکراسۍ غورځنګ مشر مولانا فضل الرحمن خبرداری ورکوي چې يوه ډله يې مخ پر اسلام اباد رهي کړې او د عمران خان حکومت به پرې چپه کړي.

نوموړي د پاکستان اوسنی حکومت لاسپوڅی بللی او ګواښ کوي چې دې يې پر وړاندې مبارزه کوي او څوک يې مخه هم نه نېولی.

: ‏د شمالي وزیرستان په دته خیلو سيمه کې د پاکستاني پوځيانو پر يوې پوستې بريد شوی چې له امله يې دوه پاکستاني پوځيان وژل شوي او له بريد وروسته نښته شوې ده.

تر اوسه د بريد مسووليت کومې ډلې نه دی منلی خو د  پاکستان پوځ ويلي چې دغه بريد د ترهګرو کار وو.

: ‏چین يو ځل بيا تېرو شلو کالونو کې افغانستان کې د امريکا پر ناکامو سياستونو نیوکې کړې او زیاتوي چې افغانستان لپاره د امريکا د ديموکراسۍ موډل له اوله مناسب او برابر نه وو، د چين بهرنیو چارو وزارت وياند ويلي چې افغانستان کې د امریکا د ډيموکراسۍ پايله دا شوه، چې نیږدې سل زره افغانان ووژل شي او په اخير امريکا له افغانستان ووځي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟