No-IMG

د مالیزیا تجربه؛ ارزښتي مبارزه او اقتصادي پرمختګ

د اسیا سوېل شرقي هیوادونه د غرب له راپورته کېدو وروسته اکثر مستعمرې پاته شوي خو دوی د استعمار د چنګه له خلاصېدو وروسته ډېر ژر ځانونه د نړۍ ستنډرډ ته لوړ کړل، اقتصادي پرمختګ، نسبي آرامي، پېشرفت او پرمختللی ټکنالوژۍ دا هیوادونه ډېر ژر د نړۍ د توجو مرکز وګرځول. مالیزیا هم یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د دې پرمختګ لویه برخه تشکیلوي.

مالیزیا د استعمار په وخت کې لږه موده د جاپان او ډېره موده د انګلیس مستعمره پاته شوې. د مالیزي ټولنې  له منځ څخه راټوکېدلي یو ولسي سیاسي جریان UMNO په ۱۹۵۷ میلادي کې د تنکو عبدالرحمن په نوم د یو مالیزیايي‌ مشر په لاس له برطانوي استعمار څخه آزادي واخستله. دا چې سیاسي او ټولنېزه آزادي او استقلال همېش ملتونه دعروج په طرف بیايي، مالیزیا هم موقع پیدا کړه چې د خپل ملت د مخلصې رهبرې لاندې په لومړي ځل د نړۍ په مخ خپل مستقل سیاست پیل کړي.‌

د مالیزیا له آزادۍ مخکې د مالایا سیمې هر یو ولایت د پاچاهۍ نظام درلود دا نظام له ډېر پخوا دلته حاکم وو. کله چې مالیزیا ته هندیانو او یمنیانو تجارانو اسلام راوړ هم د دې سیمې خلکو د پاچاهۍ نظام لاندې ژوند کاوه. کله چې برطانوي هند راغی هم د ولایتونو پاچاهان یې په خپل ځای پرېښودل خو د هیواد د سیاست، اقتصاد او وسائلو واګې یې په خپل لاس کې واخستلې. کله چې مالیزیا د انګریزي استعمار څخه آزادي واخستله د هیواد د مشرانو تر منځ لویه مسئله دا وه چې د نظام بڼه به څه وي؛ جمهوریت، شاهي او که کوم بل سستم؟ تنکو عبدالرحمن او د مالیزیا شاهي خاندان سره خبرې وکړې خو نتیجې ته ونه رسېدل او بلاخر په دې فیصله وشوه چې دوی باید دا مشکل د انګلیس شاهي خاندان ته یوسي تر څو یو حل ورته پیدا کړی. تنکو عبدالرحمن دا نظر ورکړ چې ښه ده دا پلاوی لندن ته په کشتۍ کې سفر وکړي تر څو لاره کې د دې فرصت ډېر وي چې  د دوی تر منځ د مشکل په اړه بحثونه وشي. همداسې وشول. د شاهي خاندان استازی ټیم او د تنکو عبدالرحمن په مشری د نوې مالیزیا ټیم په کشتۍ کې سفر پیل کړ. دوی چې تر څو د سفر اولې دمې لپاره د سریلنکا یو ساحل ته رسیدل، مشکل یې د خبرو له لارې حل کړای ؤ. دوی په یو مشروطه شاهي نظام باندې سره هوکړه کړې وه. د خبرو، جوړجاړي او د دې دور اندېشې مشرتابې خوبي همدا وه چې مالیزیا ته یې یو شمولي، وخت او حالاتو سره سم سیاسي ساختار ورکړ.همدا د مالیزیا د پرمختګ او پیشرفت بنیاد شو.

کله چې په یو هیواد کې داخلي کرکېچ ختم شي، سیاسي اوضاع مستقره اوسي او د نظام د مشروعیت سوال ختم شي هلته سوله، امن او استقرار راځي‌ او همدا استقرار دی چې بیا ملتونه د عروج دنګو منارو ته رسوي.‌

د تنکو عبدالحمن وروسته تن عبدالرزاق او بیا تن حسین د مالیزیا مشران شول، په دې وخت کې د مالیزیا داخلي مشکلات مخ په حل کېدو شول خو بیا هم په بهرني سیاست کې یې ډېره تکیه په انګلیس او نورو اروپايي هیوادونو وه.

له تن حسین وروسته په ۱۹۸۲ میلادي کې خدای د مالیزیا بختور ولس ته تن ډاکټر مهاتیر محمد ورکړ.‌ دا چې تن مهاتیر د مسلک په لحاظ د طب ډاکټر وو په سیاسي ډګر یې هم د خپل هیواد حالات داسې تشخیص کړل چې مالیزیا ته یې نوی رنګ ورکړ. ده د مالیزیایانو په اصطلاح د ‪“مالیزیا بارو‪یا ‪“نوې مالیزی‪ا بنیاد کېښود.

د ډاکټر مهاتیر د کامیابۍ راز په دې کې وو چې په خپل ملت یې بارو درلود او خپل ولس ته بې انتهاء زیات اخلاص درلود. ده هم د غرب تاریخ او سیاست ښه په دقت لوستی وو او هم یې د انګلیس د استعمار تر چتر لاندې تورې شپې کړې وې.

ډاکټر تن تقریبا ۲۰ کاله د مالیزیا صدر اعظم پاته شو. په دې موده کې ده په لاندې شیانو کار وکړ.‌

اقتصادي پرمختګ؛

مهاتیر محمد په دې پوهېده چې په اوسنۍ نړۍ کې د پرمختګ یواځینی لار د قوي، آزاد ا مستقل اقتصاد شتون دی. کله چې ده د واک واګې په لاس کې ونیولې د مالیزیا اقتصاد تر ډېره زراعتي اقتصاد ؤ، مالیزیایانو هم له پخوا بزګران او دهقانان ول،‌ ځنګلونو کې یې ژوند کاوه او دې کار کې یې ښه مهارت هم درلود. له ټولو وړاندې ده فکر وکړ چې اول باید د مالیزیا اقتصاد له زراعت څخه صنعت ته راوباسي ځکه په اتیاومه لسیزه کې دا د نړۍ یوه اړتیا وه او داسې احساس کېده چې که چېرته د دوی اقتصاد همداسې زراعتي پاته وي‌ ښايي د پېشرف ډېر امید ونه اوسي.‌ همداسې شول ده نوې اقتصادي پالیسي NEP اعلان کړه. له دې اقتصادي پالیسۍ مخکې مالیزیا کې بل لوی مشکل دا ؤ چې دمالیزیا خپلو خلکو ته د هیواد په اقتصاد کې هیڅ برخه نه وه ورکړل شوې.‌ دا چې مالیزیایان د دې هیواد ۶۰٪ نفوس تشکیلوي یواځې ۲٪ یې د هیواد د شتمنوي خاوندان ول. نور ۹۸٪ اقتصاد د اروپایانو، چینایانو او هندیانو لاس کې ؤ. ده د نوې پالیسي په رڼا کې مالیزیا ته په بهرنۍ پانګونې هم ډېر لوی کار وکړ. همدا وو چې د هیواد اقتصاد یې ډېر ژر په پښو ودراوه او په نتیجه کې یې د مالیزیا نقشه بدله کړه. ‌سړکونه، لویې لارې جوړې شوې، بې کاري په کمېدو شوه، سړي سر عاید مخ به لوړېدو شو، زده کړې اسانه شو، د صحت سکتور قوي شو او د فقر کچه هم ورځ تر بلې په کمېدو شوله.‌

بهرنی سیاست؛

د مهاتیر بله لویه لاسته راوړنه د بهرني سیاست نوی فصل او نوی رخ ؤ. له دې مخکې د مالیزیا بهرنی سیاست تر ډېره د غرب په طرف مایل ؤ. مهاتیر محمد دا چې غربیان یې ډېر ښه پېژندل په دې پوه وه چې مونږ له غرب پرته هم کولی شو پرمختګ وکړو، بهرني سیاست کې ده د Look East پالیسي اعلان کړه. د دې پالیسۍ هدف دا وو چې مالیزیا به نوو تجربو او اړیکو لپاره د غرب په ځای جاپان، سوېل کوریا او چین طرف ته مخ اړوي.‌ مهاتیر له ټولو زیات جاپان څخه ډېر متأثر ؤ. هغه د نړیوالې دوهمې جګړې څخه ورسته د جاپان تجربه لوستلې وه، پوه ؤ چې جاپانیانو چې په کومې تېزۍ خپل هیواد ته پرمختګ ورکړی په نړۍ کې یې مثال نشته. ده د دې پالیسي له مخه مالیزیایان جاپان ته په بورسونو ولېږل، جاپانیان یې مالیزیا ته راوغوښتل، جاپان مالیزیا سره روابط ګرم شول. مالیزیا د موټرو دوه کمپنۍ پروټون او پیروډوا جوړې کړې، جاپانیانو دې کار کې مالیزیا ته ښه لاس ورکړ، له دې سر بېره کله چې کومې لویې کمپنۍ ته کوم مشکل پیدا شو، مهاتیر به له جاپانه کومک غوښت او هغوی هم د خپلې تجربې اتتقالولو لپاره دوی سره کومک ته زړه ښه کاوه. ډاکټر مهاتیر د جاپانیانو د کاري اخلاقو څخه هم ډېر متأثر وو، د هغوی نظم، پاکوالی او ډسپلین د مهاتیر په فکر د شرق واقعي ارزښتونه وو او غوښتل یې چې مالیزیایان یې هم له دوی زده کړي.

د جاپان سر بېره ډاکټر مهاتیر محمد مالیزیا سیمې سره ونښلوله. ده سول کوریا، انډونیزیا او د آسین نورو هیوادونو سره قوی اړیکې جوړې کړې. چین سره د مالیزیا اړیکې وغځېدې او د مالیزیا په پیشرفت کې دوی په ډېر درایت له چین څخه کار واخست. دوه کاله وړاندې ډاکټر مهاتیر د امریکا په یو ستراتیژیک مرکز کې وپوښتل شو چې د چین پیشرفت ته په څه نظر ګوري. ده وویل چې چین سره مونږ له زرګونو کلونه د چین په سوېل سمندرګي کې اوسو، بیا به هم اوسیږو او مونږ چین سره مشکل نه لرو.

مهاتیر د امریکا د سترګو ښار ؤ. ډېر مشکلات یې ورته ایجادول، تر دې چې یو وخت یې په جاپان فشار راوړی ؤ چې مالیزیا سره باید روابطو کې جاپان سرې کرښې کراس نه کړي.

امریکا سره د مهاتیر له ټولو لوی مشکل دا ؤ چې ده د امریکا د همجنسګرایانو او د بشر د حقوقو په نوم د مالیزیا په داخلي چارو کې لاسوهنه نه منله. ده ویل امریکا حق نه لري مونږ ته د بشر د حقوقو درس راکړي

دا بهرنی سیاست ډېر کامیاب سیاست ؤ. په ۱۹۹۸ کې چې کله مالیزیا کې اقتصادي بحران رامنځ ته شو، IMF ډېر کوښښ وکړ چې مالیزیا دې ته تشویق کړي چې له دوی قرض واخلي خو ډاکټر مهاتیر نه غوښتل ملت یې د غرب په دسیسه ګرو خرڅ کړي.

همدا د ډاکټر مهاتیر محمد لویه کامیابي وه.

دا دی نن د مالیزیا سړي سر عاید ۱۱۰۰۰ ډالره دی، ۹۵٪‌ د لوست کچه ده، ۳ فیصده مالیزیایان د غربت د کرښې لاندې ژوند کوي، لوی فساد په نشت حساب دی، نن هغه مالیزیایان چې په  شرقي سوېل اسیا کې یو غریب هیواد ؤ خلا ته وختل، هارورډ، آکسفورډ، هاپکنز، یلز او کمبرج د مالیزیا له محصلینو ډک دي. دا ټول د یو رهبر کارنامه وه. هغه د خپل ملت لپاره د هر مشکل په وړاندې ودرېد، مشکلات یې وګالل، د خپل ولس اعتماد یې تر لاسه کړ، ده نړۍ ته دا وښودله چې څنګه ملتونه د خپلو اصولو او ازښتونو سره سمه مبارزه کوي.

دا تجربه زمونږ د ګران هیواد لپاره ډېر درسونه لري، مونږ باید ویښ اوسو، د نظام څخه بیرون پاتې افغانان باید نظام ته داخل کړو، نظام باید قوي شي، مرکزیت یې خوندي شي، زمونږ خارجي سیاست باید قوي شي، له دې پرته مونږ نشو کولی چې د خپلو سیالانو سیالي وکړو.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک