No-IMG

ټامیان او د غني خواخوږي بلا کوي؛ په یوه ګوته لمر پټوي!

نن سبا پر ټولنیزو رسنیو د اشرف غني پلویان او خواخوږي د تېر په څیر ادعا کوي چي غني اقتصاد پوه وو، د نړۍ ستر مفکر، حضرت جمیع الکمالات وو، د هېواد اقتصاد یې په پښو درولی، د هېواد د ابادۍ لپاره یې خورا زیات زیار ایستلی وو، ګڼ شمېر پروژې یې پیل او بشپړې کړې وې، هر څه ته یې طرحه تیاره په ژبه او لاس کي وه.

هو!! ځکه خو موږ وایو چي امنیت برقرار وو، د ټولو سر او مال خوندي وو، د صراف، پانګه وال، داکتر، انجنیر، ..... د هر سړي ژوند پوره په امن کي وو، هره ورځ په سلګونو افغانان هم نه وژل کیدل، د قدرت جزایر هم نه وو، ملک الطوایفي هم نه وه یو مرکزي قوي نظام حاکم وو، غاصبین خو بیخي نه وو، یوه لویشت ځمکه هم چا نه وه غصب کړې، اها رشتیا صفر یو، دوه او درې قطعاتو خو بیخي ظلم نه کولو آن تردې چي د ټوپکو خولې یې ور بندې کړې وې، د هیڅ افغان په کور یې چاپه نه وهله د پکتیا د زرمت، ننکرهار، خوست ..... وحشتونه یې هسې درواغ او دسیسه وه، نه څوک بیکاره وو، نه څوک وږي وو، نه څوک معتاد وو، نه رشوت، نه غلا، نه چور چپاول، بهر ته د میلیونونو ډالرو انتقال خو بیخي نه وو خیرو خیریت وو، له قانون ور ها خوا یو ګام چا کوږ نشو ایښودلی، له ګمرکونو څخه یوه افغانۍ چا نشو غلا کولی ټولې پیسې په امانتدارۍ سره د بیت المال خزانې ته انتقالیدلې، د بیت المال خزانه هم په بشپړه توګه په امن کي وه یوه ثانیه یې هم چا بریښنا نشو پرې کولی، د بیت المال د ساتنې په ځای کي دریم نیم ساعته د بریښنا پرې کول خو بیخي منطق نه مني، کابینه کي بیخي سرپرست نه وو د حکومت د دواړو دورو په لومړیو ورځو کې یې رسمي کابینه جوړه کړې وه، حکومت یې ۱۵۰% له اساسي قانون سر سم جوړ کړی وو، داسې اهل، ورزیده، تحصیل یافته کادرونه یې د وزیرانو او معینانو په توګه ګمارلي وو چي ورنه به د وپوښتل د سمنګانو ولایت مرکز څه نومیږي؟ ځواب کي به یې ویل کنړ، شایسته سالاري کار اهل کار ته سپارل خو همدېته وایي نور یې نو څه کړي وای او رښتیا هغه ښاروال خو یې لا دونه فعال وو چي آن د مُحَرم په لسمه به یې د رهایشي بلاکونو هواکشونه پاکول؛ خو بس نصیب مو خراب وو خدای رانه واخیست رڼا ورځ راباندې توره شپه سوه هرڅه مو ولاړه د کنړ په سیند لاهو شول.

د وضعیت په تغییر سره ولس څه ترلاسه کړل؟ پورته ذکر شوې بدبختۍ لا هم شته که ولس ورنه نجات ترلاسه کړی؟ ولې موږ او نور هېوادوال مو د وضعیت تغییر ته خوښ یو دلایل یې څه دي؟ دې ټولو پوښتنو ته په لاندې توګه ځواب وایو:

۱- هره ورځ لږ تر لږه تر دوه سوه (۲۰۰) زیات افغانان وژل کیدل اما نن دا شمېر په اوسط ډول (۵-۸) پورې را ښکته شوی.

۲- د کوچنیو او سترو غلاو، انسان تښتونې او ګڼ شمېر نورو جنایي جرمونو کچه تر ۵۹% لوړه وه خو نن تر ۱۰% نده پورته شوې.

۳- اداري او اخلاقي فساد خپل نهایي اوج ته رسیدلی وو اما نن تر ۵% لوړ ندی.

۴- د مهمو کلیدي څوکیو لکه د ګمرکونو، ولایتونو، ولسوالیو، ښاروالیو، تدارکاتو او نورې ...... څوکۍ د لکونو ډالرو په مقابل کي پلورل کیدې خو نن د څوکیو پیر او پلور صفر ته را ښکته شوی.

۵- ستر مفسد چارواکي نشته چي د ولس حق وخوري.

۶- د تش په نوم جهادي ټیکه دارانو د قوم، سمت، ژبې او جهاد په نوم د باج ګیرۍ داستان پای ته ورسید.

۷- د قدرت جزایر له منځه ولاړل.

۸- د دولتي او شخصي ځمکو ستر غاصبین نور شتون نلري.

۹- شخصي وحشیانه زندانونه مات شوي.

۱۰- اسلامي او ملي ارزښتونو ته د سپکاوي، توهین او تحقیر وخت پای ته رسیدلی پدې اړه څوک یو کوچنی جرأت هم نشي کولی.

هیڅوک زموږ شخصي دښمن ندی خو د ولس دښمن، د مسلمانانو او هېواد دښمن زموږ دښمن دی؛ ذلت، سپکاوی، د دنیا او آخرت شرمندګي یې غواړو. دا خپل مسئولیت ګڼو چي د یو خائین، غله، مفسد، درواغجن، دوکه باز او فریب کاره شخص د خیانتونو پر وړاندې چوپ پاتې نشو.

اشرف غني کومه اقتصادي پروژه افتتاح کړې؟ عملي کار یې پیل کړی او یا یې زمینه سازي ورته کړې او کومه پروژه یې بشپړه کړې؟؟؟ پوره اووه کاله یې ولس ته په سترګو کي خاورې و پاشلې او په درواغو یې دا وخت تېر کړ؛ همدا یې پایله وه چي د اشرف غني د نا وړه او غلطو سیاستونو، د نه پاملرنې او بې کفایتۍ له امله لاندې پروژې ځنډیدلې وې او کوم پیشرفت پکې نه وو:

۱- ټاپي.

۲- ټاپ ۵۰۰.

۳- کاسا۱٠۰۰.

۴- ټوټاپ.

۵- ټاټ.

۶- تجدید شوې او مساوي الحقوق اپټا.

۷- د وریښمو لار او د لارې او کمربند  چینايي نوښت.

۸- پنځه ملتي ریل کرښې پروژه.

۹- د لاجوردو د لارې پروژه.

۱۰- چابهار بندر.

۱۱- میس او عینک په څیر پروژې.

که نظام د غني د فاسد ټیم پر ځای د داسې چا په لاس کي وای چي افغاني او اسلامي ارزښتونو ته ژمن وای او پدې مظلوم او بیچاره ولس یې لږ زړه درد کولی نو باور لرم چي دا پروژې به پر خپل وخت سره عملي کیدې او بهرني دخیل هېوادونه به یې حتمي هڅول چي دا پروژې عملې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

والسلام

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟