No-IMG

هيڅوخت د هغو خلکو د ژوند ارمان مه کوه چې له منځه يې خبر نه يې

هيڅوخت د هغو خلکو د ژوند ارمان مه کوه چې له منځه يې خبر نه يې ، حسادت  د ځان په کم ګڼلو او کمزوري توب يو ډول اعتراف دی.

هر زړه يو نه يو غم او درد لري خو د بيانولو طرز يې فرق کوي.

څوک يو چټاک مشکل او ستونزې لري ، يو من يې مخ تروش او خپه نيولی وي.

څوک بيا يو خروار ستونزې لري خو مشکل او غم يې تر خپلې موسکا لاندې پټ کړی وي.

دروېش درانی وايي:

پر مړو کتو مې پر زړګي باندې باڼه تېروې

زما د کور پر کاڼي ما وته چاړه تېروې

د يار په زړه باندې به ستا اوښکې اثر ونکړي

پر دې غوړ لوښي به تر څو سړې اوبه تېروې

لمر مخې ياره ستا خويونه هم د لمر غوندې شول

په راتګ هره ورځ راځې مګر شپه نه تېروې

نصيبه بيا د يار له شونډو يم بې برخې روان

ظالمه دا ځل مې هم تږی تر وياله تېروې

زموږ هدف  بيت

نورو خپل خوږ پر سر اخستي وي په سرو زخمو کې

دروېشه ته يې پټ ساتې، ته يې پر زړه تېروې

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟