No-IMG

د ښه او خوشحاله ټولنيز ژوند لپاره بايد کله کله په ځينو شيانو سترګې پټې کړو

په سر او ږيره کې چې کوم سپين ډکي لرو د هغو خبرو تاوان دی چې نه يې شو کولای په زوره او ښکاره يې ووايو،  خو هسې نورو ته وايوو چې دا ارثي همداسې سپين شوی دي.

که مو نننی عقل او پوهه درلودلی پروني کارونه مو نه کول ، ولې خو که پروني کارونه مو نه وای کړي ننتۍ عقل او تجربه به مو نه لرله.

هغه څه چې درباندې تېر شوی دي مه ترې ډارېږئ ، ويې منئ ځکه هماغه پرون دی چې ستاسې نن یې جوړ کړي دی

يوهٔ غريب سړي دری مالټې په بازار کې واخيستلې

لومړۍ يې چې سپينه کړه خرابه وه

د دويمه يې چې پوټکی واړاوه هم خرابه وه

جګ شو د بریښنا ګروپ يې خاموش کړ او درېيمه يې په تياره کې سپينه کړه او ويې خوړه

نو د ښه ژوند او خوشحاله فردي او ټولنيز ژوند لپاره بايد کله کله په ځينو شيانو سترګې پټې کړو ، په ځينو بدو پښې کېږدو ، ځينې سرغړونې ووينو خو ځان ناګاره واچوو.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک