No-IMG

پاچا د مرګ په بستر پروت وو

پاچا دمرګ په بستر پروت وو لوی سالار یی راوغوښت خپل حال یی ورته ووایه

او دری وصیتونه یی ورته وکړل چې تر مرګ وروسته یی عملی کړی

حاضرین ټول ویرجن دي او په تلوسه د پاچا لوري ته ګوري

پاچا وویل:

لمړی : زما دجنازې کټ به یوازې زما ماهره طبیبان پورته کوي

او تر قبره به یی وړي.

دويم : له کوره تر قبره به په ټوله لار

سره ، سپین ، لعلونه ، مرغلری او جواهرات وشیندئ

دریم: چې کله می هدیری ته وړئ

نو دواړه لاسونه به می له کفنه راوباسئ

او موټی به می خلاص پریږدئ

پاچا ته یي دعملی کولو ډاډ ورکړل شو خو

پدی وصیتونو کی د نغښتو حکمتونو پوښتنه یی هم تری وکړه

پاچا یی حکمتونه داسی بیان کړل:

لمړی: د جنازی کټ به می ځکه ماهره طبیبان پورته کوي تر څو د خلکو یقین راشی چی مرګ په نیټه دی

او چې کله یی وخت راشی نو

د نړی ماهره طبیبان یی هم مخه نشی نیولی

دويم : زما دجنازی په لارو کی طلا او جواهرات ځکه وشیندئ چې خلک پوه شی

هغه شیان چې موږ یی راټولولو ته

شپه او ورځ په ځان یوه کړې نه د مرګ مخه نیولی شی

او نه قبر ته له چا سره تللی شی

دريم: لاسونه می له کفنه ځکه خلاص موتي راوباسئ

تر څو خلک وپوهیږي چې

موږ دنیا ته خالی لاس راغلي وو

او خالي لاس به بیرته ځـــو.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟