No-IMG

د انسان لخوا فضايي مخلوق ته لېږل شوې سپوږمکۍ Voyager 1 اوس چېرته ده؟!

ډېره جالبه موضوع ده،ترپايه يې ولولئ!

د انسان په لاس جوړه شوې فضايي سپوږمکۍ د ځمکې له کرې څخه څه باندې ۲۲زره ميليون کيلومتره واټن کې لا هم روانه ده.

دا فضايي بېړۍ چې د ويجر ۱ (Voyager 1) په نامه يادېږي، اوس زموږ د لمريز نظام له ساحې څخه وتلې ده. د ناسا د راپور له مخې دا فضايي بېړۍ څه کم ۴۳ کاله مخکې په ۱۹۷۷ زېږدي کال کې له ځمکې څخه فضا ته وتوغول شوه؛ ۷۲۲ کيلوګرامه وزن لري او  له تقريباً شل زره ميليون کيلومتره مزل کولو وروسته زموږ له لمريز نظام څخه وتلې او (Interstellar space یا Outer space) ته داخله شوې ده.او دا د انسان له خوا جوړ شوی لومړنی شی دی چې زموږ له لمريز نظام څخه او همدارنګه د ځمکې له کرې څخه دومره لرې واټن ته تللې او لا هم خپل سفر ته ادامه ورکوي.

پوهان پر دې باور دي چې (Voyager 1) د لمر پر شاوخوا له را چورلېدلې ساحې هيلو سفير څخه وتلې ده (هيلوسفير heliosphere هغه وروستۍ مقناطيسي ساحه ده،چې د لمر پرشاوخوا را څرخېدلې.)

دا سپوږمکۍ ناسا په لومړيو کې د لرې پرتو سيارو اورانوس او نيپتون د څېړلو په موخه لېږلې وه ،چې په ۱۹۸۹زېږدي کال کې يې دا ماموريت پای ته ورسېد، نو د ناسا چارواکو یې سفر لا پسې وغځاوه.

څېړونکي وايي: داسپوږمکۍ په ثانيه کې ۱۷ کيلومتره مزل کوي او داسې هيله نشته چې دا سپوږمکۍ دې د کهکشان د يوه ستوري ساحې ته هم ورداخله شي، ځکه چې تر ټولو نږدې ستوری چې دا سپوږمکۍ به يې له څنګه تېرېږي (Gliese 445) نومېږي ،چې له دې څخه (۱،۶)نوري کاله يا 15,137,168,756,129.28 کيلومتره واټن لري ، او په هغه صورت کې چې که چېرته دا بېړۍ خپل سفر ته همداسې ادامه ورکړي ۴۰۰۰۰ زره کاله وروسته به ددې ستوري ساحې ته ورداخله شي! چې د ناسا چارواکي وايي : هغه پلوټونيمي بېټرۍ چې ويجر۱ ته برېښنا برابروي تر ۲۰۲۷ زېږدي کال وروسته ختمېږي او له هغه وروسته به ويجر۱ ځمکې ته د عکسونو او خپلو راپورونو له رالېږلو او حرکت کولو څخه ولوېږي. چې بالاخره هغه ورنږدې ستوري ته به هم ونه رسېږي، او په فضا کې به لالهانده اخوا دېخوا ګرځي.

دا چې سپوږمکۍ له ځمکې څخه ډېره لرې ده نو هغه اطلاعات چې دا سپوږمکۍ یې ځمکې ته (د ناسا مرکز) ته مخابره کوي او يا اړيکه ورسره ټينګه وي ۱۷ ، ۱۸ ساعته وخت نيسي.

په دې سپوږمکۍ کې د Voyager Golden Record په نامه يو ريکارډر دی چې انسانانو پکې د نورو سيارو د اوسېدونکو (ايلينزAliens) لپاره ثبت کړي چې موږ انسانان يوو د ځمکې په کره ژوند کوو او بيا یې په کایناتو کې د ځمکې د کرې موقعيت ،د مرغانو،حيواناتو، باد او تندر غږونه ، د انسان د پښو ښکالو او د زړه درزا ، د کوچني تي خوري ماشوم ژړا، د سمندر د څپو شور، او نور پکې ثبت کړي دي، همدارنګه د تاريخ په اوږدو کې انساني تمدنونو په اړه معلومات پکې ذخيره دي. د بېلابېلو ملتونو د فولکوريکو سندرو موزيک، او د نړۍ په ۵۹ (لرغونو او اوسنيو) مړو او ژونديو ژبو د سلام او ستړې مشې غږونه، په فضا کې د نورو سيارو مخلوقاتو ته ثبت کړي دي، د امريکا د هغه وخت د ولسمشر جيمي کارټر او د ملګروملتونو د هغه وخت د سرمنشي کورټ والډهېم پېغامونه هم پرې ريکارډ شوي دي.

په دې کې د امريکا د ولسمشر جيمي کارټرپيغام داسې ثبت شوی دی:

موږ دا پېغام فضا ته لېږو....۲۰۰ ميليارده ستوري او سيارې په کهکشانونو کې موجودې دي، چې امکان لري ځينې یې د فضايي تمدنونو درلودونکې وي، که له دوی څخه يې يو هم ددې پېغامونو په لوستلو بريالي شول زموږ پېغام ورته دادی: موږ د خپل وخت او زمان په تېرولو کې يوو، نو امکان لري چې له يو بل سره ښه ژوند وکړای شو،او هيله لرم چې يوه ورځ ددې ټولو اوسنيو مشکلاتو په تېرېدلو او ختمېدلو سره وکړای شو، د کهکشاني تمدنونو له ډلې (تاسې!) سره يوځای شو. دا ثبت شوی غږ د يوه پراخ او عالي جهان د درلودلو لپاره تاسې ته زموږ د ښو هيلو، ارادو، او ښه نېت بيانونکی دی.

په دې ريکارډر کې له ۵۹ ژبو څخه یې زموږ د شاوخوا ژبې : اردو، هندي،راجستاني، ټيليګو،ګجراتي،سينهالي، بنګالي، ترکي ، عربي،پارسي باندې پېغامونه ثبت دي (د ۵۰۰۰ کلن تاريخ د درلودونکو پښتو پکې نشته)

نورې ژبې له سومري نيولې تر يوناني ، اکدي، انګرېزي، فرانسوي ، هالېنډي،سپرانټو، عبري او نورو ژبو څخه دي.

په ځينو شناخته ژبو پکې دا پېغامونه ثبت شوي دي:

اردو: اسلام و علیکم ـ هم زمین کے رهنے والوں کی طرف سے آپ کو خوش آمدید کهتے هو

هندي: धरती के वासियों की ओर से नमस्कार

پارسي: درود بر ساکنین ماورای آسمان‌ها.

انګرېزي: Hello from the children of planet Earth

نورو لاندې تر پښو ستوري سپوږمۍ کړل - دی لا دوو مېږو ته ناست دی او شپني کا!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک