No-IMG

په افغانستان کی د شعله یانو یا ماویست گوند سرنوشت

زلمی زابلي

 

ماوویزم  یو سیاسي مکتب او فکري اندېښنه ده چې د کمونیست چین د پخوانی مشر ( ماوتسه تونګ)  د نظریاتو مجموعه ده، چې د کمونیست چین  بنسټ اېښودونکی دی

او همدارنگه ماوتسه تونگ د ‌کمونیسم ‌فلسفی او د نړی د کمونست پلوه هیوادونو  د رهبرۍ  په سر د مخکینی شوروی اتحاد د مشر جوزف ستالین سره یی سخت اختلافات وروسته پیدا سول،

چه همدغه اختلافات د چین او شوروی د هیوادونو په نه پخلا کیدونکی تضاد باندی واوښت

شعله یان د چین د کمونیسم د مفکوری او فلسفی پلویان دی ، دچین اومخکینی  شوروی اتحاد ته منسوب د کمونیسم مفکوره او نظریه ، په ماهیت کی کوم ځانگړی توپیر نلری یوازی د کمونیسم د بلاک د رهبری په سر اختلافات راوټوکیدل او بل داچه سوسیالیستی ټولنی ته په کوم‌تکتیک ورسیږی ،

نور کوم تفاوت د کمونیسم په ماهیت کی شتون نلری

شعله یان د چین د کمونیستی  ټولنی د راوستلو لپاره په افغانستان کی مبارزه کوی ،

دا په داسی حال کی ده چه د شوروی ماډل سیوسیالیسم هم په افغانستان کی همداسی یوه فلسفه عملی کیدل غوښتل چه په ماهیت کی دواړه د کمونیستی غیر مشروع ټولنی طرفداره وو،

چه په افغانستان کی د تطبیق چانس هیڅ نلری

په افغانستان کې د ماویستانو بنسټ اېښودونکی ډاکټر عبدالرحمن محمودي، سرور جویا ،  برات علي تاج او یو تعداد نورمشهور ماویستان دی چه وروسته یی نومونه ذکر کوو ،

دا چې د چین انقلاب دوه دېرش کلونه د روسیې له سوسیالیستي انقلاب څخه وروسته رامنځ ته شوی، نو ځکه په افغانستان کې ماویستان د مسکو له ملاتړو وروسته پيدا شوي دي.

ماویستانو پرته له دې چې د افغاني ټولنې شرایط درک کړي، د شخصي عقدو پر بنا یی د ماوتسه تونګ د ایډیالوژۍ په درلودلو د احساساتو او تاوتریخوالي سره ،  د سیاست ډګر ته راودنګل، چې په ډېرې تېزۍ سره یې د منځنۍ طبقې ځوانانو په منځ کې چې د قومي تعصباتو پلویان خلک وو ، نفوذ وکړ.

په لومړي سر کې د خلق او پرچم د ګوندونو پر ضد یې تبلیغات پیل کړل، لکه څنګه چې په (۱۳۴۸ او ۱۳۴۹ ش) کلونو کې یې پر خلق‌ پرچم ،

او په اخوانیانو باندې په (۱۳۵۱ش) په کابل کې حملې کولې،

په دې پایله کې د شعله یانو د ډلې یو مشر چې (سیدال خان   سخندان) نومېده د کابل پوهنتون په یوه مظاهره کی  ووژل شو.

په پایله کې انجنیر ګلبدین حکمتیار د څو نورو کسانو سره د نوموړي سیدال سخندان  د   قتل په تور زنداني شول.

وروسته د شعله یانو نشراتي ارګان ( شعله جاوید) پر نشراتو پیل وکړ چې ډېر ملاتړي یې لرل.

د شعله یانو او د مسلمانو ځوانانو د غورځنگ ( نهضت جوانان  مسلمان ) د مبازو په لاره کې په کابل پوهنتون کی ، شعله یانو ماتې وخوړه، نو ځکه شعله جاوید ګوند پر څو برخو ووېشل شو.

د ۱۳۵۷ هه ش کال د ثور له کودتا وروسته د شعله جاوید ګوند په بېلابېلو نومونو په سیاسي، نظامي او فرهنګي ساحو کې یا په مستقل او یاد نورو اسلامي ګروپونو  تر چتر لاندې خپل فعالیت ته دوام ورکړ،

چې په پایله کې د افغانستان د اهل تشیع ډله ډېره ترې زیانمنه شوه.

دا ځکه چې د اهل تشیع د ملي او مذهبي محرومیت څخه یې ناسمه ګټه اخېسته او قومي اختلافونو ته یې لمن وهله چې دا مفکوره یوه ملي مفکوره نه وه چه په اخرکی یی په خپل ضرر تمامه سوه.

په افغانستان کې د شعله جاوید د ګوند بنسټ اېښودونکي لاندې کسان یاد شوي دي:

ډاکټر رحیم محمودي، ډاکټر هادي محمودي، ډاکټر اکرم یاري چې د جاغوري ولسوالۍ د چهل تن کلي دی، ډاکټر محمد صادق یاري، انجنیر محمد عثمان لنډی، ډاکټر محمد عظم دادفر چې د حامد کرزي د حاکمیت په وخت کې د لوړو زده کړو وزیر پاتې شوی دی، ډاکټر فیض محمد قندهاری، واصف باختری، محمد اسحاق، مضطرب باختري، عبدالمجید کلکاني چې د ساما د ګروپ بنسټ اېښودونکی دی، عبدالله رستاخیز مزاري، سیدال سخندان، ډاکټر سید کاظم د کابل د طب پوهنځي استاد چې د کمونیسانو په دوره کې ورک شو، محمد عظیم چه په اصل کی د پنجشیر و، د کارتوګرافي رییس  او د( سرخا ) د ګروپ مسوول و.

د شعله جاوید نشراتي ارګان د یوولسمې ګڼې له نشرولوبعد ،  وروسته له  یو کال خپریدلو  څخه بنده شوه.

شعله یان د یو اوږد او خونړي جنګ او مبارزې ملاتړی  دي، لکه څنگه چه په  چین کی ماو تسه تونگ ، همداسی اصول درلودل ،  د ښارونو محاصره د کلیو له لوري ، د بزګرانو ملاتړ کول او قدرت ته رسیدل هغه هم  د تاوتریخوالی د مبارزی دلاری،  ددوی دمبارزی اصول تشکیلوی ځکه یی د مبارزی شعار دی چه :

( سیاست د توپک د میل څخه راوزی )

شعله یان د خپل ګوند په منځ کې د مختلفو ګروپونو پيدا کېدل او اختلافاتو درلودل، د خپلو ګوندي غړو د فکر او نظر پرمختګ او وده بولي.

دا په داسې حال کې ده چې د شعله یانو احساسات پر عقل غالب و چې د دوی د خپلمنځي اختلافونو سبب وګرځېد.

د شعله یانو تاوتریخوالی او احساساتي کړنې د دې لامل شوې چې دوی یې د مسکو د ملاتړ کمونیستانو او اسلام پاله ډلو پر وړاندې ودرول چې آن د دوی اصلي ملاتړ کوونکي یانې چین  د شعله یانو له ملاتړ او سازمان ورکولو څخه ناتوانه شول.

نو ځکه په پایله کې په (۱۳۴۹ش) کال لاندې انشعاب د شعله جاوید په ګوند کې رامنځ ته شوی دی:

د محمودي د کورنۍ په رهبرۍ سازمان، د یاري د کورنۍ په رهبرۍ  سازمان، د انجنیر محمد عثمان لنډی  د کورنۍ په رهبرۍ سازمان ، د مجید کلکاني او ورور یی خپل سازمان د ساما په نوم  درلود  ، د عبدالله مزاري د کورنۍ په رهبرۍ  سازمان، د بامیاني د کورنۍ په رهبرۍ سازمان او یو بل سازمان د مترقي ځوانانو تر نامه لاندې تشکیل شول.

د افغانستان د ازادۍ خو ښوونکو سازمان ( سازمان رهایی بخش افغانستان):

په ۱۳۵۱ش کال ډاکټر فیض محمد قندهاري تاسیس کړی،  چې نوموړی ډاکټر د شعله جاوید د بنسټ اېښودونکو له جمله څخه دی.

مجید کلکاني په (۱۳۵۸ش) کال د ساما په نامه یو سازمان جوړ کړ ،

او په همدې وخت کې د اخګر په نوم یو شخص بل سازمان تاسیس کړ.

د افغانستان انقلابي ګروپ چې مرکز یې په پېښور کې و په (۱۳۵۹ش) کال په یوه اعلامیه کې د دغه سازمان نوم (سازمان رهايي افغانستان) کېښود چې په پاکستان کې یې نشریه د مشعل رهايي په نوم یادېده او همدا رنګه د نوموړي سازمان د ښځو برخه د ( جمعیت انقلابي زنان افغانستان) په نامه یادیدله او نشریه یې د ( پيام زن) په نوم خپرېده.

جمعیت انقلابي زنان افغانستان(راوا):

د (۱۳۵۶ش) کال د جدي په میاشت کې د سردار محمد داوود خان د جمهوریت دوره کې تاسیس شوی چې بنسټ اېښودونکې او رهبره یې د ډاکټر فیض محمد قندهاري میرمن مینا کشور کمال وه.

په (۱۹۵۷م) کال په کابل کې زېږېدلې چې په اصل کې د کونړ د ساداتو له کورنۍ څخه ده، پلار یې سید عبداللطیف نومېده چې د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي محصل و چې د کمونیستانو له راتګ سره پاکستان ته مهاجر او د بلوچستان  د کویټې په ښار کې یې یو ښوونځی د پیام زن په نامه  جوړ کړ.

په دغه ښوونځي کې د سازمان رهايي بخش افغانستان د غړو بچیان په زده کړو بوخت وو.

مینا کشور کمال په(۱۹۸۲م) کال د اکتوبر په ۲۱ د فرانسې د سوسیالیست ګوند په کنګره کې په افغانستان کې د شوروي پر ضد د مقاومت د استازې په توګه ګډون وکړ.

په یاده کنګره کې د ۱۲۰ هېوادونو استازو ګډون کړی وو، چې شمېر یې تر پنځو زرو کسانو ډېر وو.

مینا کشور کمال په کنګره کې یوه وینا وکړه چې د فرانسې په ټولو رسنیو کې یې د سر عنوان جوړ کړ.

د مینا کشور کمال مستعار نوم په سازمان رهايي بخش افغانستان کې( عصمت ) او په جمعیت اسلامي انقلاب زنان کې د (لیلا ) په نامه یادېده، چې وروسته بیا په کشور کمال مشهوره شوه.

په (۱۳۶۰ش) کال د مینا له وژل کېدو وروسته د جمعیت انقلابي زنان افغانستان رهبره فریده احمدي وټاکل شوه.

اخګر ګروپ:

 نوموړی د ماویستانو ګروپ په (۱۳۵۴ش) کال د سازمان رهايي بخش افغانستان څخه بېل شو چې وروسته یې د ایډیالوژي څه ده؟ تر نامه لاندې سازمان رهايي بخش افغانستان محکوم کړ.

بله نشریه یې د (یک ګام به پيش دو ګام به پس )یانې یو قدم مخ ته او دوه قدمه شاته،  تر نوم لاندې نشر شوه.

نوموړی ګروپ د دوجهان انور خواجه چې یو الباني سیاسي رهبر و د نظریاتو پیروي یې کوله.

د ماویستانو نورې ډلې په داخل او په بهر د هېواد کې ، په پنځه څلوېښتو مختلیفو ګوندونو او اتحادیو کې غړیتوب لري

له دې جملې څخه په ځینو اسلامي جهادي تنظیمونو کې هم ګډ شوي دي لکه د اسلامي انقلاب حرکت، اسلامي جمعیت، ملي محاذ، د ملي نجات جبهه، د نصر سازمان او د اسلامي وحدت ګوند.

چین او ځینې غربي هېوادونه لکه المان، فرانسه او امریکا د ماویستانو ملاتړ کوي.

د (۱۳۵۲ش) کال د سردار محمد داوود خان له کودتاه وروسته ماویستانو په المان کې اتحادیه جوړه کړه او فعالیت یې پيل کړ.

د جهاد په دوران کې یې د مجاهدینو په لیکو کې نفوذ وکړ چې د غربي ملاتړ کوونکو له خوا یې هرکلی کېده.

د فرانسې د سوسیالیست ګوند مشر فرانسوامیتران په (۱۹۸۱م) کال د مینا کشور کمال  څخه ملاتړ اعلام کړ، چې د راوا تر نامه لاندې یې فعالیت کاوه او په فرانسه کې یې د سوسیالیست ګوند د کنګرې په مراسمو کې ګډون کړی و.

مینا کشور کمال په (۱۹۸۲م) کال کې د فلورانس کنفرانس ته هم دعوت شوې وه او همدا رنګه د کمال په واسطه د انتل ریډ د کمېټې له خوا د کراچۍ په ښار کې په ملیونونو کالدارې د سازمان رهايي بخش افغانستان ته کومک لېږل کېده چې د مینا له مرګ وروسته یوه امریکايي مایکل باري په نوم یاد کومکونه فریدې احمدي چه د نوموړی سازمان مشری  یی کوله ،  ورکول کیدل.

د مجاهدینو له کامیابۍ وروسته هم غربي کړۍ د ماویستانو سیاسي، ټولنیز اواقتصادي ملاتړ ته دوام ورکړی دی.

د بېلګې په ډول ، سیما ثمر یادولای شو

.

چنیایانو د (۱۹۷۰کال) راوروسته د افغانستان ماویستان په کابل کې د چین د سفارت  له لارې ملاتړ او تمویلول.

د ماویستانو د انشعاب وروسته چینایانو د افغانستان د انقلابي خلکو د ګروپ یا سازمان رهايي څخه ملاتړ کاوه.

د شهید سردار محمد داوود خان د حاکمیت په دوره کې  چینایانو په المان کې د خپل سفارت له لارې د افغاني محصلانو عمومي اتحادیې ته کومکونه ورکول.

په (۱۹۷۹م) کال د افغاني ماویستانو اړیکې له چین سره په پاکستان کې د چین د سفارت له لارې تامینېدې.

شعله جاوید په څلوېښتمې هجري لسېزه کې په افغانستان کې یو مهم جریان و ، چې تر اوسه پورې یې ځینې فعال غړی په مختلیفو نومونو   په هېواد دننه او بهر کې فعالیت لري چې له هغې جملې څخه د افغانستان د ماویستانو تشکیلات، د افغانستان د نجات سازمان، د افغانستان کمونیست ګونډ، د افغانستان د کارګرانو سازمان، د افغانستان د ځوانانو انقلابي غورځنګ او د افغانستان د مبارزې کارګرۍ هسته د ماویستانو پر ایډیالوژۍ عقیده لري.

په پای کې د (۱۳۴۴ش) کال د لړم په دريېمه د ټولو ډلو په اتفاق سازمان جوانان مترقي افغانستان ، تاسیس  کړ..

د نوموړي سازمان مشري اکرم یاري کوله چې د جاغوری اوسېدونکی او د کابل پوهنتون له ساینس پوهنځي یې د فراغت سند ترلاسه کړی و.

د سازمان جوانان مترقي یا د مترقي ځوانانو سازمان چې د شعله جاوید مفکوره یې لرله

.

.د ځوانانو سازمان په (۱۳۴۷ش) کال د شعله جاوید د نشراتو جواز رسما ترلاسه کړ چې د نويو ډموکراتیکو کمونیستی پلوه نظریاتو ښکارندوی وه.

ډاکټر رحیم محمودي یې د مدیریت مسوولیت پر غاړه درلود چې وروسته د یوولسو ګڼو نشرولو د حکومت له خوا یې نشرات بند کړل شول .

د مترقي ځوانانو سازمان وروسته له دې چې د شعله جاوید نشرات بند کړل شول او د رسنیو د اختناق دوره په هېواد کې پيل شوه، د مترقي ځوانانو سازمان له داسې شرایطو سره عادت نه لاره، نو ځکه نوموړی سازمان هم غیر فعال پاتې شو.

په پایله کې یې د مشرانو په منځ کې په (۱۳۴۹ش) کال کې اختلافات پيدا شول، چې انجنیر محمد عثمان لنډی له سازمان څخه ووت او د تاریخي پس منظر په نوم یې د سازمان مشر انتقاد کړ چې وروسته همدغه د انجنیر محمد عثمان لنډي ګروپ د پس منظر په نامه یاد شوی دی.

خو وروسته نوموړی ګروپ هم له منځه لاړ

په (۱۳۵۱ش) کال ډاکټر فیض احمد د ځوانانو د سازمان په ملاتړ د سازمان ځینې نیمګړتیاوې په ګوته کړې او یو شعار یې مخ ته کړچې د بې اتفاقۍ او نفاق پر ضد باید د سره انقلاب خوا ته حرکت وکړل شي.

د ډاکټر فیض محمد  د انقلابي خلکو ګروپ وروسته بیا د افغانستان د نجات سازمان په نوم یاد شوی دی.

.

مجید کلکاني له ځینو ملګرو سره په شمالي کې د (محفل شمالي) په نوم یو ګروپ جوړ کړ چې وروسته په (۱۳۵۳ش) کال د افغانستان د انقلابي خلکو له ګوند سره یوځای سو خو په 1359کال کی د حکومت لخوا اعدام شو.

صادق یاري د ځینو نورو شعله یانو سره په (۱۳۵۶ش)کال د افغانستان د خلکو د نجات سازمان یا سرخا ایجاد کړ.

د سرخا سازمان لومړنۍ سیاسي ډله وه چې د ثور له کودتاه وروسته یې یوه اعلامیه نشر کړه او د کمونېستانو کودتاه یې وغندله.

خو څو وروځې وروسته د نوموړي سازمان د یوه غړي د خیانت په سبب ټول رهبران یې د اکرم یاري په ګډون د حکومت له خوا ونیول شول او اعدام کړل شول.

په (۱۳۵۸ش) کې د غزني له ولایت څخه نظامي قوت جاغوري ولسوالۍ ته لاړ اکرم یاري چې د ناروغۍ پر بستر پروت و کابل ته یې راوست او په بیړه یې اعدام کړ.

.

د مجید کلکانی د ساما  سازمان یو غړی حکیم توانا په (۱۳۶۰ش) کال د وخت د حکومت د استخباراتو سره لاره پیدا کړه چې د نوموړي سازمان یو ډېر شمېر غړي یې استخباراتو ته په لاس ورکړل او اعدام یې کړل.

مجید کلکانی د (۱۳۵۸ش) کال په وروستیو کې د کابل په مکرویانو کې ونیول شو او په (۱۳۵۹ش) کال اعدام شو.

مجید کلکاني د اعدام په وخت کې یوه  غوښتنه وکړه چې ما له هغو کسانو سره یوځای مه اعداموي چې حفیظ الله امین پورې تړل شوي وي.

مجید کلکاني د خپلو پلویانو په منځ کې د افغانستان د چېګوارا لقب خپل کړی و.

د مجید کلکاني له مرګ وروسته هادي محمودي د ساما له ګوند څخه بېل شو او (سازمان وطن پرستان واقعی) یې جوړ کړ.

دغه سازمان د ( سووا) په نوم یادېده چې پنځه رهبران یې هر یو، بشیر بهمن، لطیف محمودي، مسجدي او دوه نور وو.

نوموړي رهبران په(۱۳۶۰ش) کال د کابل د استخباراتي ادارې له خوا ونیول شول.

خو کله چې دوی د خپل سازمان له ایډیالوژۍ او نظریاتو څخه دفاع وکړه د حکومت له خوا په پلچرخي کې په بیړه اعدام شول چې له دې جملې څخه هادي محمودي المان ته تېښته وکړه.

په (۱۳۶۰ش) کال د نادر علي دهاتي په نوم د ساما سازمان یو بل رهبر په کابل کې ونیول شو او حکومت اعدام کړ.

ډاکټر فیض احمد په (۱۳۶۵ش) کال کې د یوې داخلي توطیې له امله په پېښور کې د حزب اسلامي ګلبدین حکمتیار له خوا ونیول شو او له څو ملګرو سره یې یوځای ووژل شو.

لیلا فیض چې په (۱۳۶۶ش) کال کې د (جمعیت انقلابي زنان افغانستان) یا راوا رهبره وه په کویټه کې له څو همکارانو سره ووژل شوه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟