No-IMG

قرآن کې د استعاذي ذکر

قال الله تبارک وتعالی: فَإِذَا قَرَأْتَ الْقُرْآنَ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ.(النحل: ۹۸)

ژباړه: نو کله چي قرآن لولې الله ته درټل شوي شیطان پناه یوسه.

په استعاذې سره خوله او ژبه دالله سبحانه وتعالی په په یاد او پنا اخستو سره ډاډ من اوپاکیږي، زړه او دماغ روحاٌ او جسماً پیاوړی کیږي، دښکاره او پټ دښمن چې د دفع او مقابلې توان ئې نه لرومګر دالله سبحانه وتعالیپه مرسته او توفیق دهغه له شر او وسواسه په آمن کې محفوظیږو.

د استعاذې ټول الفاظ په قرآنکریم کې یوځای نه دي ذکر شوي اونه بشپړ آیت دی، بلکه دخبر په توګه ذکردی.                        

شیطان او شیاطین نامريي مخلوق دی چې دخیر هیڅ یوه ماده پکې نشته له یویخوا شر، ګمراهي ته هڅونکي او بلونکي دي.

داسي دښمن چې په کمین کې ناست یوه شیبه هم غفلت نه کوي، په ستر ګو نه لیدل کیږي، حمله او ګذار ئې تباه کونکی دی.

 له مريي دښمنه په فاع او اسبابو ځان ساتلی شئ خو دنه لیدونکي دښمن(شیطان) له ضرره ځان ساتل ممکن نه دی مګر دالله سبحانه وتعالی په مرسته، په همدې اساس الله سبحانه وتعالی لار ښوونه کوي چې دشیطان له شیطانته الله سبحانه وتعالی ته پناه یوسئ.

قرآنکریم الفاظو ته اعراب

 کله چې د اسلامي امت لیکي پراخیدي همداسي د ژبو وسعت او زیاتوالی د دې لامل شو چې دصحي قرات لوستلو لپاره په عربي قواعدو د قرآنکریم الفاظو ته اعراب ورکول شي تر څود قرآنکریم په تلاوت کې  دعجمیانو ستونزه له منځه ولاړه شي.

د دې ستر کار پیل سیدنا حضرت علي (رضی الله عنه) کړی او د ده شاګرد حضرت (ابوالاسود الدولي) قرانکریم ته په ابتدايي توګه د ټکو او حرکاتو نښي کیښودې خو دا ډیر ابتدايي وو، نو په همدې اساس د ټکو او حرکاتو په پیژندلو کې یو څه ستونزه وه.

دویم ځل قرآنکریم کلماتو صحي لوستلو په نیت ستر خدمت ته اقدام د پنځم اموي خلیفه (سلیمان بن عبدالملک په ۶۶ ــ۸۶ هجري کال) په دور کې د ده  مقتدر والي او قوماندان حجاج بن یوسف وکړ.

 حجاج بن یوسف چې په تاریخ کې د ظالم او مستبد په نوم شهرت لري، وړاندي له دې چې د عراق والي و ټاکل شي، یو زړور جنګې قوماندان وو، له دي وړاندي ئې دمعلمي دنده درلوده،علمي صطحه ئې هم لوړه وه،تاریخ، آدب او سقافت کې ځانګړې پوهه درلوده، دی خپله دقرآنکریم معلم وو، ده خپل د ولایت په دور کې دې لورته ځانګړې توجه وکړه.

دحجاج بن یوسف په مرسته حسن بصري ،یحی بن یعمراو عاصم لیثي(رحمهم الله) دقرآنکریم خط او کتابت ته اعراب (زور ،زیر، پېښ او ساکن) ورکړل چې دعربانو او عجمیانو لپاره ئې تلاوت اسان کړ.

له دې وروسته دعربې ژبې وتلی ادیب خلیل احمد الفراهېدي د همزه او تشدید نښې کېښودې.

همدا راز درکوع نښې د تلاوت اسانیدو لپاره هم وضع شوې.

داسلامي اُمت مینه او محبت  دقرآنکریم سره بې کچې دی چې  دتلاوت او مصحف ښکلا لپاره ئې څه پکار وي په هر دور کې تر سره کړي او ان شأ الله کوي ئې.      

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟