No-IMG

ميس عينک کان؛ د پنځه زره کلن زوړ ښار تاريخ او پای

د مرکزي افغانستان د لوګر يوه غره ته څېرمه سيمه کي د مسو يو لوی کان دئ چي په افغانستان کي د مسو تر ټولو لوی او په نړۍ کي دوهم لوی کان بلل کېږي.

تاريخچه:

له نن څخه۱۸۰۰ كاله د مخه کله چي د کوشاني سلسلې امپراتور  کنيشکا بودايي مذهب ومانه، نو په اوله ميلادي پېړۍ کي په افغانستان کي ګريک بوديک تمدن را شين او پر لرغونی ټولنه هر اړ خيز تاثيرات يې وښندل، د نوموړي مدنيت اثرات په افغانستان کي محدود پاته نه سول بلکي د جاپان، کوريا او چين څخه بيا تر اوسني ايران او سيستان، سريلانکا او هند څخه بيا تر سير دريا اوتاجکستان پوري ټولي سيمي تر خپلي اغيزي لاندي راوستلې، د نړۍ له بيلا بيلو سيمو څخه به د مذهبي مراسمو د پر ځای کولو په نيت زيات شمير راهبان، زايرين او سيلانيان په مرکزي افغانستان کي د ودانو سوو بودايې زيارتونو او عبادت ځايونو په ځانگړي ډول د لوګر د عينک لرغوني او د بودايي پير سپېڅلي ځای ته د ليدو کتو په نيت سفرونه کول.

ګومان کېږي چي د لوګر د عينک بودايي مرکز به ښايي پخوا تر دې درې زره کاله وړاندي د نورو دينونو عبادت ځای وو او وروسته به په بودايي سپېڅلي ځای اوښتی وي.

د عينک په اړه علامه حبيبي ليکي چي [د ميسو کوچنۍ زېرمي] ته وايي خو ژبه ئې نه ده څرګنده کړې.

په ۱۹۷۴ع کال کي روسی مځکپوهانو د کابل حوزه تر کیندنو او نقشه اخیستلو لاندي ونیوله چي په پایله کي د عینک، دربند او جوهر د مسو کان کشف سول. له ۱۹۷۴-۱۹۷۶او له ۱۹۷۸-۱۹۸۹پوري شوروي اتحاد د یوه جیولوجیکي ماموریت کي وسپړل سو خو دا کار په ۱۹۸۹کال کي د روسي سلاکارانو له وتلو وروسته ودرید او ورپسې جګړو هم د نور کار مخه ونیوله.

د عينک د ميسو د کار په دوران کي د بودايي دين ۱۵مسجمې تر لاسه سوې او د کورنۍ جګړې پر وخت ډول-ډول قاچاقبران راغلله او په دې سيمه کي تر دې ورستيو پوري کندني او غلاوي وکړې.

دا نو څرگنده نه ده چي په دې سیمه کي څومره تاریخي او لرغوني توکي ورک سول او څومره سته، خو یوه خبره د پام وړ ده چي دغو ناقانونه کیندنو او غلاوو د دغي سیمي لرغونتیا په اثبات ورسوله.

په ۲۰۰۸ع کال د افغانستان دولت له يوې چينايي  MCC کمپنۍ سره د دوو میلیارده ډالرو په پانګونه د مسو قرارداد وکړ خو داسي ښکاري چي ګټه به یې یوازي چین ته رسیږي او دغه بې جوړې لرغونی سایټ به له منځه یوسي.

د افغانستان د دولت اټکل دئ چي ددې کان تر ټولو لویه کچه په کال کي۲۵۰ زره ټنو ته ورسېږي، په نړیوالو بازارانو کي د مسو بیې ته په پام سره به د دولت کلنی عاید له ۳۰۰ تر ۴۰۰ میلیون ډالرو پوري ورسوي.

مس چي د ورځنۍ ټکنالوژۍ له پرمختگ سره لا نور هم ارزښتمن کیږي. د ځینو احصاییو له مخه د افغانستان د کاني زېرمو ارزښت شاوخوا درې تریلیونه اټکل سوی دئ.

Mis-e-Ainak, is a site 40 km (25 mi) southeast of Kabul, Afghanistan, located in a Logar Province. Mes Aynak contains Afghanistan's largest copper deposit, as well as the remains of an ancient settlement with over 400 Buddha statues, stupas and a 40 ha (100 acres) monastery complex. Archaeologists are only beginning to find remnants of an older 5,000-year-old Bronze Age site beneath the Buddhist level, including an ancient copper smelter.

شهر باستانی  پنج هزارساله لوگر در «مس عینک»:

چنانچه از اسناد تاریخی ادیان برهمنی و بودایی بر می آید، گمان باستان شناسان برای مدت ها براین بود که حوزهٔ ثقافتی کابل (گسترده از کاپیسا و بگرام تا به لوگر) در آغاز تمدن های ویدی و اوستایی یکی از مراکز آغاز مدنیت شهری در حوالی سه هزارسال پیش از تولد مسیح درین بخش قارهٔ آسیا  بوده است. لیکن سندی در دست نبود تا ثابت سازد که زندگانی شهری درعصر «Bronze  برانز » در ساحه کابل و اطراف آن وجود داشته است؛ زیرا به جز از چند سکهٔ بسیار باستانی  بدست آمده از تپهٔ مرنجان شواهد تاریخی بیشتری موجود نبود که این فرضیه را تقویت بخشد ؛ تا اینکه در سال ۲۰۰۷ میلادی استخراج معدن عظیم «مس عینک» توسط کمپنی  (MCC)چین و حفظ آثار تاریخی این ساحه توجه بیشتر باستان شناسان را به ساحهٔ باستانی مس عینک جلب نمود . در ساحهٔ مس عینک معابد بودایی متعددی با پیکره های نهایت مهم و نقاشی های ظریف از عصر کوشانی ها بر فراز تپه های پیوست بهم قرار دارد که باید توسط باستان شناسان با دقت فراوان حفظ میگردید. درین وقت باستان شناسان زیادی از هر گوشهٔ جهان از ساحهٔ تاریخی مس عینگ دیدن کردند.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟