No-IMG

غوغا ښار يا شهر غُلغله

 

د مرکزي افغانستان د باميانو په شنه دره کي د بودا مسجمې پر مخامخ غره پر سر يو وړوکی وران ښار پروت دئ چي د  غلغلې_ښار یا  شهرغلغله نومېږي. ياد ښار د اسلامي پېړيو له لومړيو څخه تر اوومي هجري پېړۍ په سيمه کي د ځينو اسلامي حکومتونو لکه غزنويانو او غوريانو  پلازمېنه وه.

دغه ښار چي د پاچاهانو په ښار هم په افغاني افسانو او نقلونو کي يادېږي ډېر تاريخي روايات لري چي د وخت پېښي، وضعيت او تاريخي ارزښت سړی حيرانوي.

مورخين په دې اند دي چي دغه ښار اصلاً ساسانيانو ودان کړی چي د ۲۲۴-۶۵۱ ع کال پوري په نژدې ختیځ کي یوه ستره واکمني وه چي مرکز یې په ایران او عراق کي پروت وو. پلازمېنه یی تیسفون وو او رسمی ژبه پهلوی ژبه وه. په دی وخت کی هم يمن، ترکیه، سوریه، مصر، افغانستان، ترکمنستان، آذربايجان د ساسانانو د حکمرانانو په لاس کی وه. د ساسانانو کورنۍ د غیر مسلمانانو وروستی پاچایي کورنۍ وه چي په ایران کي یې حکومت کاوه.

اته سوه کاله وړاندي چي کله چنګیز خان او جنګياليو پر دې ښار يرغل وکړ، د ښار مقاومت چنګېز دومره وخښماوه چي امر ئې وکړ چي د ښار د خپلو اوسېدونکو لخوا خپلو کورونو ته اورونه واچول سي او وروسته ئې همدغه اور اچونکی د هغه د جنګيالو لخوا وسوځل سي، په دې ډول په دې ښار کي په ډېره موده دومره سوځونکي ظلمونه وسول چي ددې ښار نوم غوغا او وروسته غوغا په غلغله واوښت.

غلغله ښار یو له هغو اتو ځایونو څخه دئ چي د نړیوال میراث په توګه د لرغونو اثارو ټولګه ده.

Shahr-e Gholghola is an archaeological site located near the town of Bamyan, Afghanistan.

The Siege of Bamyan took place here in 1221 during the Mongol pursuit of Jalal ad-Din Mingburnu, the last ruler of the Khwarezmian Empire.[4] Mutukan, son of Chagatai Khan and favourite grandson of Genghis Khan, was killed in battle by an arrow from the besieged walls, which led Genghis to massacre the population of the city and its surrounding region (the origin of the city's moniker "City of Woe")

شهر غلغله در  بامیان شهری است که گفته میشود در زمان ساسانیان آباد گردیده بود، و توسط چنگیز با خاک یکسان شده اند و همه ساکنان‌اش نیز قربانی یورش مغولان شده‌اند.

گفته میشود که نام نخستین این شهر غلغله نبوده است و این نامی است که پس از حمله چنگیز و قتل عام مردم بر این شهر نهاده‌اند.  شهرغلغله یا  شهرفریاد.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟