No-IMG

هندوستان کي د احمدشاه بابا د لمانځه ځای او د هر چا کور

تاريخ وايي چي کله احمدشاه بابا په ۱۷۶۱ع کال ډهلی [هندوستان] فتح کړ، شاهي ماڼۍ ته له تګ مخکي یې د زاړه ډهلي په مرکزي مسجد کي د شکرانې لمونځ وکړ او اکثره وخت به دلته اوسېده.

د بي بي سي خبریال یما بارز د "ابدالي پلونو" په لړۍ کي وايي:

"کله چي بابا مسجد ته ننوت، مخامخ مهراب ته ورغلی، له عالم ګير ثاني سره یې ولیدل. ورته وویل چي د ډیلي واکمني دي درته مبارکه وي او د ورور خطاب یې ورته وکړ. ددې جومات روحاني مقام اوس هم اغېز لري او دوې غاړي د ناستي لپاره اوس هم جومات ټاکي".

دغه ځای مسجد_فتح_پوري يادېږي چي د زاړه ډيلي چاندني چوک کي دئ.

فتحپوري جومات په ۱۶۵۰ع کال کي د شاه جهان میرمني فتحپوري بیګم لخوا جوړ د سرو شګو او ډبرو څخه جوړ سوی د مغولو د معمارۍ یوه ښکلې بېلګه ده.

هندي مورخين وايي چي احمدشاه بابا او کورنۍ ئې دلته خلګو ته ۵۰ کاله ډوډۍ هم ورکړه او د هغه لمسي شاه زمان تر مرګه پوري دلته مسافرو ته ډوډۍ، جامې او شپه ورکول کېدله.

The abode of Ahmad Shah Baba in India

 History says that when Ahmad Shah Baba conquered Delhi [India] on the 1754th, he offered thanksgiving prayers in the old Delhi mosque before going to the royal palace and stayed there most of the time.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟