No-IMG

د بُست کلا تاريخي دروازه

د بست کلا د افغانستان د  هلمند د بست په سيمه کي؛ د لښکرگا ښار ته څيرمه يوه لرغونې کلا ده چي د افغانستان او آن د نړي په تاريخ کي ځانگړی اومشهور نوم لري.

تاريخ راته وايي چي ددې ښار دبدبه [۳۰۰۰] کاله وړاندي د ورېښمو د لاري يو ستر کاروان سرای وو، د بده مرغه له  سکندر څخه پېل بيا  علاوالدینو_غوري، چنګېزخان، ګوډ تېمور،  نادرافشار، او بېلابيلو پادشاهانو پر دې کلا تېری کړی، خو لا هم ددې کلا ځيني برخي د منځه تلو له ګواښ سره-سره ولاړي دي/وې.

د غزنوي سلطنت درباري او  تاریخ_بیهقی ليکوال [ابوالفضل بیهقی] دې ښار ته راغلی او ليکي:

"... له ډېرو هيلو سره مو په چټکی قدم اخيست او په ډيري بې خبرۍ سره په کومو موقعو کي چي به نوی ځايونه تر سترګو کېدل هغه مو ليدل او په دې ترځ کي د زړو دېوالو نو تر يو اوږدې لړۍ پوري ورسېدو، د دېوالونو په منځنۍ برخه کي له يوه لوي صوف څخه تير سو، چي دواړو خوا و ته يې برجونه، خوني د لويو او پنډو دېوالو جوړي سوي ودانۍ تر سترګو کېدې چي سمدستي يوې مستطلي احاطې ته ننوتو چي د څلورو خواوو دېوالونه يې روغ او په منځ کي يې يوه صوفه تر اوسه هم پرځای پاته وه، د لوی شان او شوکت سره هغه احاطې د لويو اونړېدلو ديوالو سره چي د خرابۍ نخښې پکښي له ورايه څرګنديدې؛ زموږ ذهنونه يو دم د ځان په لور را واړول..."

ددې کلا ششک په نړۍ کي تر ټولو برداره ششک دئ، د  فتحخانبړېڅ په نکل کي مشهوره ناره همدغه دروازه يادوي چي:

 که دوې دي کلا بيس دروازې دي

پر يوه فتح خان وزي پر دا بله ئې د مور سوي نارې دي...

Qala-e-Bost, Helmand, Afghanistan:

Qala-e-Bost, also romanized Qalai Bust, is a fortress in Bost, Afghanistan, built 3000 years ago. It is located at 31° 30’ 02″ N, 64° 21’ 24″ E near the convergence of the Helmand and Arghandab Rivers, a half-hour's drive south of Lashkargah. Qala-e-Bost is famous for its 11th century decorative arch, which appears on the 100 Afghani note (Afghan currency). The arch is part of the remains of a mosque.

طاق قلعه بُست؛ هلمند:

قلعه بُست در نزدیکی شهر لشگرگاه، مرکز ولایت هلمند قرار دارد که در حال حاضر از این ساحه تاریخی، تنها طاق دروازه‌ای باقی مانده است. مورخان قدامت این قلعه و طاق آن را به پیش از اسلام نسبت می‌دهند و...

اطلال قلعة بست بالقرب من مدينة لشكرگاه في ولاية هلمند والتي كانت في ما مضى مركزًا دفاعيا للبوابة الغربية للإمبراطورية الغزنوية  افغانستان

 historical  Boost  Helmand

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟