
چاته هم په ټيټه سترګه مه ګوری
وایي یو وخت کوم تجار بهلول ته راغی ورته وویل چې
ای بهلولو دانا: څه واخلم چې ګټه وکړم.
ده ورته وویل واښه واخله، سړی حیران شو خو دا کار یې وکړ، کال ته یې وچکالي شوه د هند او نورو سیمو تجاران چې راتلل خپلو آسونو، اوښانو ته یې واښه په لوړه بیعه اخیستل، ده ډېره ګټه وکړه.
سړی مغرور شو بیا ورغی بهلول ته یې وویل: ( بهلول دیوانه چه بخرم).
بهلول لېونیه څه واخلم: ده ورته وویل پیاز واخله، ده هم ښه ډېر واخیستل هغه ټول خوسا شول.
ورغی بهلول ته چې دا دې څه ډول مشوره راکړه دا خو ټول خوسا شول.
بهلول ورته وویل هغه چې ګټه دې وکړه هغه د دانا خبره وه دا چې په کې غرق شوې دا د دیوانه (لیوني) خبره وه.