No-IMG

حکمتيار: امريكا غواړي طالبان په ښه او بد او خپلمنځي لانجو كي ئې ښكېل كړي

متن خطبه محترم حکمتيار صاحب (جمعه 26 قوس 1400)

الحمد للّٰهِ و كفى و سلام على عباده الذين اصطفى و بعد: فاعوذ باللّٰهِ من الشيطن الرجيم بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنْ تَنْصُرُوا اللَّهَ يَنْصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ7 وَٱلَّذِينَ كَفَرُواْ فَتَعۡسٗا لَّهُمۡ وَأَضَلَّ أَعۡمَٰلَهُمۡ ٨   محمد: 7-8 صدق الله العظيم

الله تعالى فرمايي:

اې هغو چي ايمان ئې راوړى! كه د الله ملتيا وكړئ ستاسو ملتيا به وكړي او ستاسو گامونه به ټينگ كړي، 8- او هغه چي كفر ئې كړى نو دوى ته پړمخي لوېدل دي او عملونه ئې بې لاري (هدر) كړل.

په دې مباركو آيتونو كي دا لارښووني شوې:

مؤمنانو ته ويل شوي: كه تاسو په رښتيني توگه د الله تعالى ملتيا وكړئ نو الله تعالى به حتماً ستاسو مرسته كوي، تاسو بايد هغه مهال الهي نصرت ته طمع ولرئ او د راتلو انتظار ئې وكړئ چي عملاً ثابته كړئ پاڅون او جهاد مو د الله تعالى لپاره دئ، د حق او عدالت مدافع، د الله تعالى د مظلومو بندگانو مرستندوى او د حق دين رښتيني پلويان يئ، يوازي په دې صورت كي به الله تعالى ستاسو مرسته كوي، او ستاسو گامونه به له حق د دفاع او د باطل د مقابلې په سنگر كي مضبوطوي.

د هغو ځواكونو برخليك چي كفر ئې كړى له دې پرته بل څه نه دئ چي په هرگام كي به تيندكونه خوري، پړمخي به پرېوځي او هڅي به ئې معكوس نتائج وركوي، مطمئن اوسئ چي په دې صورت كي به ستاسو دښمنان داسي وي چي كه هره تيږه ستاسو لوري ته د رغړولو په موخه پورته كوي پر خپلو پښو به ئې پرېوځي، هر گام چي اخلي له مانع سره به تصادم كوي او پړمخي به لوېږي او ټولي هڅي او هلي ځلي به ئې هدر ځي.

وروڼو خوېندو!

د افغانستان په اړه د غربي هېوادو او د ناټو تگلاره د تهديد او تطميع او په عاميانه اصطلاح د (ډانگ او ټنگه) سياست دئ، له يوې خوا نظامي گواښونه او له بلي خوا د بشري مرستو په نامه دواء او درمل او د كرونا واكسين رالېږل. غواړي وښيي چي له افغان ولس سره خواخوږي لري او پر بد اقتصادي وضعيت ئې خواشيني دي!! په داسي حال كي چي دا بد اقتصادي وضعيت دوى پر افغانانو تپلى، دا د شل كلن اشغال محصول دئ؛ د هغو تحريمونو زېږنده ده چي دوى پر افغانستان تحميل كړي، جنگ ځپلى وران افغانستان ئې تر شا پرېښود، بانكونه ئې تش، شتمنۍ ئې د دوى او د دوى د غلو افغاني ملگرو له لوري لوټ او غرب ته انتقال شوې، د افغانستان نږدې لس مليارده پانگه ئې كنگل كړې، د اوسني حكومت نظامي او سياسي مخالفين ئې له ځان سره بېولې او له حكومت غواړي چي پاته ئې هم ورولېږي، غواړي له دغو د اجيرو جنگياليو لښكر جوړ كړي او يو ځل بيا ئې د افغانانو په خلاف وجنگوي.

موږ له خپلو گاونډيو او له ټولو هېوادو؛ د تركيې په شمول غواړو: هغو ناافغانانو ته پناه مه وركوئ چي امريكا او ناټو شل كاله د افغانانو په خلاف وجنگول او اوس غواړي يو ځل بيا ئې د افغانستان په خلاف وجنگوي، همدا راز لوټمارانو، غلو او جنگي جنايتكارانو ته پناه مه وركوئ، د افغان ولس په څنگ كي ودرېږئ او د ستونزو په حل كي د دوى مرسته وكړئ؛ له اشغالگرانو او جنگ غوښتونكو سره ملگرتيا نه انساني او اخلاقي توجيه لري او نه اسلامي مجوز.

وروڼو خوېندو!

امريكا غواړي طالبان په ښه او بد، ليبرال او راديكال، د امريكا دوست او د امريكا دښمن، تروريست او معتدل ووېشي؛ او په خپلمنځي لانجو كي ئې ښكېل كړي. طالبانو ته مو مشوره دا ده چي دې خطرناكي توطئې ته متوجه وي او په حكيمانه تدبير سره ئې مخنيوى وكړي. امريكا نه د افغانانو وحدت غواړي، نه مستقل، آزاد، خپلواك، له جنگ فارغ اسلامي افغانستان، له هر هغه گوند او شخص سره به نه پخلا كېدونكې دښمني اعمالوي چي اسلام او د خپل هېواد بشپړي خپلواكي او اسلامي هويت ته ژمن وي.

وروڼو خوېندو!

په ساده افغانانو كي ځيني داسي فكر كوي چي كه امريكا راضي كړو نو هم د دوى او هم د افغانستان ټولي ستونزي حل كېدى شي!! دوى ته وايو: امريكا دومره ساده نه ده چي د چا په څو غوړو او خوږو خبرو وغولېږي، په داسي خبرو د الله تعالى غضب او د هغو مظلومو افغانانو قهر او ښېرا ترلاسه كوئ چي شل كاله د همدې امريكا له لوري پرې بمونه او راكټونه ورېدلي او تر يو مليون زيات ئې شهيدان كړي. څوك چي د الله تعالى له دښمن او د الله تعالى د مظلومو بندگانو له قاتل سره دوستي پالي؛ په حقيقت كي د خداى قهر او غضب ته بلنه وركوي. آيا د تېر شل كلن تاريخ ترخې تجربې او د هغو تور برخليك د عبرت لپاره كافي نه دي چي د امريكا د مټو په زور قدرت ته رسېدلي وو او گمان ئې دا وو چي ناټو به ئې د تل لپاره په اقتدار كي وساتي؛ خو سخت ذليل شول، ناټو يوازي پرېښودل او داسي شوم برخليك ئې په برخه شو چي د هر هوښيار انسان لپاره د پند او عبرت وسيله شول.

وروڼو خوېندو!

اوسنى حكومت له څو ستونزو سره مخ دئ، امنيتي گواښونه، د يوه بل تحميلي جنگ احتمال، اقتصادي مشكلات، د افغانيو د ارزښت سريع كمېدا، له هېواد د افغانانو فرار، په بهر كي د مخالفينو تحركات، د حكومت د منزوي كولو پراخي هڅي، په رسميت د نه پېژندو لانجه، د امريكايي ډرون طيارو له لوري د افغانستان د فضائي حريم مسلسل نقض، هدفي وژني، ترورونه، چاودني؛ او د داعش له آدرس وسله وال فعاليتونه.

ځيني د دغو ستونزو د حل لپاره داسي نسخې وړاندي كوي چي نه يوازي خامي او ناكامي آزمويل شوې نسخې دي؛ بلكي مزيد ستونزي زېږوي او زخمونه مو په ناسور بدلوي.

زموږ باور دا دئ چي نه له بهرنيو او په سر كي ئې له امريكا استرحام زموږ ستونزي حل كولى شي او نه انتصابي غونډي او جرگې، د امريكا په فعال حضور كي مو همدا ستونزي درلودې؛ اصلاً زموږ اوسنۍ ستونزي د امريكا له حضور زېږېدلې.

د اشغال په دوران كي مو د ستونزو د حل تر پوښښ لاندي گڼ شمېر انتصابي غونډي او لويي جرگې درلودې؛ هغه غونډي او جرگې چي نه يوازي زموږ ستونزي ئې راكمي نه كړې او هيڅ مشكل مو پرې حل نشو؛ بلكي وضعيت ئې مزيد پېچلى كړ او مشكلات ئې لا زيات!!

د خپل هېواد او د نړۍ د نورو هېوادو تجربو ته او دې ته په پام سره چي اسلام د اجتماعي ستونزو د حل لپاره كومه جامع او اغېزمنه نسخه وړاندي كړې؛ ويلي شو چي:

1-           د اوسني حكومت د كار موده دي مشخص شي.

2-           د نوي حكومت د جوړېدو او د هغه د كورني مشروعيت لپاره دي داسي طريقه غوره شي چي د اسلام څرگند اصول او لارښووني په كي مراعات شوې وي. د دې حكومت مشر او زعيم بايد همغسي غوره شي چي د رسول الله صلى الله عليه و سلم له رحلت وروسته ابوبكر رضي الله عنه په جومات كي د مسلمانانو د آزاد، معلن، او له اكراه او اجبار پرته بيعت په نتيجه كي د امير په توگه غوره شو او تر ده وروسته درې نور خلفاء. د اسلام له نظره يوازي د مسلمانانو معلن او بلااكراه او د خپلي خوښي بيعت د چا امارت او حكومت ته مشروعيت وركوي، نه بل څه. څلور لومړني خلفاء په جومات كي او له بيعت وروسته د امير او زعيم په توگه غوره شوي. په بيعت كي د بيعت كوونكو له لوري شرائط وضع شوي نه د امير له لوري؛ بيعت كوونكو هغه ته ويلي: تر هغه ستا اطاعت كوم چي ته د خداى او د هغه د پيغمبر اطاعت وكړې!!

اسلام وايي: د مسلمامانو د جومات امام به هم د مسلمانانو په خوښه غوره كېږي او تر هغه امام پاته كېدى شي چي لمونځ كوونكي ئې پر امامت راضي وي او څوك چي د مسلمانانو د خوښي او رضايت پرته پر خپل امامت ټينگار وكړي؛ نو رسول الله صلى الله عليه و سلم هغه د الله تعالى د لعنت وړ گڼي. د مسلمانان امير به هم د دوى په خوښه غوره كېږي او تر هغه به امير وي چي دوى ئې پر امارت راضي وي.

په دې سره به هغه ابهام رفع شي چي دوست او دښمن وايي: اوسنى سرپرست حكومت به تر كله دوام كوي او نوى حكومت به كله او څنگه جوړېږي او ولس به د خپل زعيم او امير په ټاكلو كي څه ونډه او حق لري؟ 

 هغه حكومت چي د ولس په خوښه جوړ شوى وي او د ملت اكثريت ئې تر شا ولاړ وي؛ او ولس وگوري چي حكومت ئې خپل دئ، مسئولين ئې په خپله غوره كړي، صالح او اهل شخصيتونه دي، له الله تعالى وېرېږي او پر خپل ولس ترحم لري، د دوى باداران نه بلكي خادمان دي، د مخكي په څېر نه دي چي د بهرنيو د مټو په زور مسلط شوي وو، له خلكو سره ئې چلن داسي وو لكه د فاتح فوځ چلن د مفتوحه هېواد له اسيرانو سره؛ نو هم به حكومت موفق وي او هم ټول ولس. نه به ئې څوك په داخل كي له گواښونو سره مخامخ كولى شي او نه له بهر.

دا هم له داخلي پلوه حكومت ته مشروعيت وركوي او هم په نړۍ واله كچه؛ نړۍ وال پر هغه حكومت باور كوي او دې ته زړه ښه كوي چي په هري برخي كي د برابرۍ پر بنسټ ورسره ښه او له احترام ډك چلن او روابط ولري؛ چي مطمئن وي له ولسي حمايت برخمن دئ او دوام ئې يقيني.

يعني داخلي مشروعيت بهرني اعتبار ته لار آواروي.

متأسفانه ځيني د لويي جرگې او انتصابي غونډو او له دې لاري حكومت ته د مشروعيت ترلاسه كولو خبري او وړانديزونه لري؛ په داسي حال كي چي دا ناكامي تجربې دي، اوس نه په افغانستان كي د دې لپاره مجال پاته دئ او نه د نړۍ په بل هيڅ هېواد كي، ټوله نړۍ دې ته د يوه زاړه سيستم او د استبدادي نظامونو د خصلت په سترگه گوري؛ ټول هغه هېوادونه چي د اوسني افغانستان په څېر شرائطو سره مخامخ شوي او هڅه ئې كړې د انتصابي جرگو له لاري خپلي اجتماعي ستونزي حل كړي؛ منفي نتائج ئې ترلاسه كړي او په پاى كي دې ته اړ شوي چي د ملت رأيي ته د رجوع له لاري خپلي ستونزي حل كړي.

دا هم بايد په پام كي ولرو چي هيڅ غربي هېواد سره له دې چي په رياكارانه توگه د ولسواكۍ او انتخاباتو خبره كوي؛ كله چي د افغانستان په اړه او د دې هېواد د اجتماعي ستونزو د حل په ارتباط څه وايي؛ نو قطعاً د انتخاباتو يادونه نه كوي؛ تأكيد ئې يوازي پر دې دئ چي بايد ټول شمول او پراخ بنسټ حكومت جوړ شي؛ او له داسي حكومت د دوى مراد فقط هغسي حكومت دئ چي د دوى بړېڅي په هغه كي غوښينه او په زړه پوري برخه او حساس وزارتونه ترلاسه كړي!! په بن كي د جوړ شوي حكومت په څېر او يا د تېر شل كلن اشغال په دوران كي د پرديپالو حكومتونو په څېر!! امريكايانو نه د دوحې په مذاكراتو كي د انتخاباتو قضيه مطرح كړې او نه اوس د انتخاباتو نوم اخلي!! دوى ښه پوهېږي چي د شفاف او عادلانه انتخاباتو نتائج به څه وي او څومره د دوى د خوښي خلاف او په ضرر ئې؛ دوى كه د انتخاباتو خبره كوي نو يوازي هغه مهال ئې كوي چي هېواد د دوى تر نظامي سلطې لاندي وي او داسي له تقلب او درغليو ډك انتخابات تر سره شي چي نتائج به ئې د دوى په سفارتونو كي ټاكل كېږي نه د صندوق له مخي او د خلكو په رأيه.

وروڼو خوېندو!

افغانان بايد متوجه وي چي امريكا نه په تنازل سره راضي او قانع كولى شو، نه په دې چي مغرضانه شرائطو، فشارونو او گواښونو ته ئې تسليم شو؛ په دې سره نه يوازي د دوى د شرارتونو مخنيوى نشو كولى بلكي مزيد ئې غرور او تكبر او شرارتونه زياتېږي.

سُبْحَانَكَ اللهُمَّ بِحَمْدِكَ نَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ، نَسْتَغْفِرُكَ وَنَتُوبُ إِلَيْكَ

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟