
مونږ په منځلاريتوب مکلف یو، وسطیت د دې مبارک دین امتیاز او ځانګړنه ده
مونږ په منځلاريتوب مکلف یو، وسطیت د دې مبارک دین امتیاز او ځانګړنه ده
افراط او تفریط دواړه ناسم کارونه دي، خو که احیاناً داسې حالت راځي چې د تفریط او افراط تر منځ د یو په انتخاب مجبورېږم نو (د یو مضطر په حیث) تفریط به قبلوم، ځکه چې ضرر یې د افراط په مقابل کې کم دی، معنی أخفُّ الضَّررَین او یا أهوَنُ الشَّرَّین دی.
نبي علیه السلام هم خپل امت د تفریط په نسبت له افراطه ډېر ډار کړی دی. فرمایي: «وَإِيَّاكُمْ وَالْغُلُوَّ فِي الدِّينِ، فَإِنَّمَا أَهْلَكَ مَنْ كَانَ قَبْلَكُمُ الْغُلُوُّ فِي الدِّينِ»
ژباړه: په دین کې له غلو او افراط ځان وساتئ، ځکه چې تر تاسې وړاندې تېر شوي (ولسونه) افراط تباه کړل.
دا ځکه چې په دین کې افراط او غُلو د اهل کتابو بد صفت دی، الله تعالی فرمايي:
{يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لَا تَغْلُوا فِي دِينِكُمْ وَلَا تَقُولُوا عَلَى اللَّهِ إِلَّا الْحَقَّ}
ژباړه: اې اهلِ کتابو! په دین کې افراط مه کوئ او د الله تعالی په نامه له حق پرته بل څه مه وایئ.
افراط_او_تفریط
له_بلې_زاويې