No-IMG

احمدشاهي مسجد، دامان کندهار، افغانستان

له نيمروز څخه تر ږوب پوري ډېري ودانۍ، مساجد، باغونه او سيمي سته چي خلګ ئې په احمدشاهي باغ، احمدشاهي مسجد، احمدشاهي منزل او نورو نومونو نوموي، پخوا چي موټران نه وه، له يوه ښاره بل ښار ته کاروانونه تلل، لار پر مزلونو وېشل سوې وه، کاروانونو چي به په يوه ورځ کي تر لمر لوېدو څومره لار وهل، هغه به يو مزل باله کېده، او پای به ئې کلا، پړاو، کاروان سرای او رباط باله. د کندهار او کابل پر لار د څلورم مزل په پای کي يو ځای دئ چي خلګ ئې رباط بولي او د کابل څخه تر کندهاره پوري اخري رباط دئ، خلګو به شپه همدلته کوله او سهار به کندهار ته روانېدله، ددې رباط مربوط يو مسجد دئ چي خلګ ئې په احمدشاهي مسجد نوموي.

دا لاندي تصويرونه په کندهار کي د هغه تاريخي مسجد دي چي احمدشاه بابا هم لمونځونه پکښي کړي دي.

دا مسجد د [ګړۍ مسجد] په نوم يادیږي، د کندهار ښار په ختيځ کي دامان ولسوالۍ کي موقعيت لري.

روايت دئ چي په لومړي ځل چي احمدشاه بابا خرقه شريفه کندهار ته راوړله، نو د درو ورځو له پاره په دغه مسجد کي پرته وه او احمدشاه بابا هم په دغه مسجد کي درې شپې تېري کړي دي.

ستاسي په سيمو کي د احمدشابابا اړوند کوم څه سته؟

These pictures are of the historic mosque in Kandahar where Ahmad Shah Baba also prayed.

The mosque, known as [Garhi Masjid], is located in Daman district, east of Kandahar city.

It is said that when Ahmad Shah Baba first brought Kharqa Sharifa to Kandahar, he stayed in this mosque for three days and Ahmad Shah Baba also spent three nights in this mosque.

این تصاویر مربوط به مسجد تاریخی قندهار است که احمدشاه بابا نیز در آن نماز خوانده است.

این مسجد معروف به [مسجد قرهی] در ولسوالی دامان در شرق شهر قندهار قرار دارد.

می گویند وقتی احمدشاه بابا برای اولین بار خرقه شریفه را به قندهار آورد، سه روز در این مسجد ماند و احمدشاه بابا نیز سه شب را در این مسجد گذراند.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟